د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اذربایجان کې د ایکو سرمشریزې په څنډه کې د قزاقستان له لومړي وزیر او لژانس بکتنوف سره وکتل.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایی، دې لیدنې پرمهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو خبرې وشوې.
د یاد معاونیت په وینا، په دې کتنه کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال قزاقستان د افغانستان لپاره یو مهم او د سیمې په کچه د اعتبار وړ شریک بللی او د یاد هېواد له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل یې یو مهم ګام یاد کړی.
یاد معاونیت زیاته کړې، چې ښاغلي برادر اخوند په نړیوالو فورمونو کې د اسلامي امارت د ملاتړ لپاره د قزاقستان څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې افغانستان د دې هیواد لپاره منځني ختیځ او سویلي آسیا ته یوه مهمه ټرانزیټ لاره ده.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند افغانانو ته د وېزې د ورکړې د اسانتیاوو ترڅنګ په قزاقستاني بانکونو کې د افغانستان د بانکونو د حسابونو پر پرانیستلو ټینګار کړی.
د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په اړه وویل، افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو لپاره د عملیاتي شرکت په تأسیس کار پیل کړی، چې ژر به یې قزاقستان ته ور وپېژني.
د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د نړیوال ترانسپورټ په اړه د موافقتنامې مسوده ترتیب کړې، له افغانستان څخه په تېریدونکو ترانزیټي اموالو باندې د فیس کمولو په اړه هم جدي کار روان دی.
همدا راز له ایران، قزاقستان او ترکمنستان سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې د همکارۍ موافقتنامه هم ترتیب شوې چې په یادو برخو کې د قزاقستان همکاري مهمه ده.
په همدې حال کې د قزاقستان لومړي وزیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د دې اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره په نږدې راتلونکي کې د قزاقسنان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کوي.
اولژانس بکتنوف زیاته کړې، چې قزاقستان به په افغانستان کې ډیر ژر د تور غونډۍ–هرات اوسپنې پټلۍ پروژه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره پیل کړي.
همدارنګه د قزاقستان لومړي وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان څخه مېوې وارد کړي او ترڅنګ یې د قزاقستان له لارې د افغانستان د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

