ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیا کې د جاني خېلو ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون نیمه پاتې چارې بیا پیل شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د جاني خېلو ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د نیمه پاتې چارو د بیا پیل ډبره کېښوده.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې مولوي عبدالولي حقاني، مل پلاوي، د پکتیا د عامې روغتیا رییس ډاکټر معراج ګل عادل، ولایتي مسولینو، روغتیا پالانو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.

ښاغلي حقاني ویلي، چې عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د مړینې کچې راکمولو او د باکیفیته او عادلانه روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ژمن دی او هڅه کوي، چې په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې ورته روغتونونه جوړ کړي.

د پکتیا د عامې روغتیا رییس بیا ویلي، چې د دې روغتون چارې په ۱۴۴۰ هـ ق کال کې د ٧٩ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، خو بیا نیمګړې پاتې وې او اوس د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو ځل بیا پیل شوې.

نوموړي زیاته کړې، د دې ٣٠ بستریز روغتون د بېلابېلو برخو لپاره ٣٢ خونې جوړېږي، چې دوې عملیات خونې، دوه لابراتوارونه، ۱۰ بستر خونې او ۶ د OPD خونې پکې شاملې دي او په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې شي.