کابل کې د یوه سوداګر له لوري د ۱۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د جاکټ او یونیفورم جوړولو کارخونه پرانیستل شوه.
د دې کارخونې مسولین وايي، چې د کار له پیل سره سم یې ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او په نږدې راتلونکي کې به دا شمېر ۵۰۰ ته لوړ کړي.
له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونې له یاد ملي سوداګر غوښتي، چې پخپلو تولیداتو کې کیفیت ته زیاته پاملرنه وکړي.
په یاده کارخونه کې په کار بوخت ځوانان وايي؛ خوښ دي چې بهرنیو هېوادونو ته د تګ پر ځای په کور د ننه د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
اوس مهال افغانستان له ۶۰ په زیاتو صنعتي او تولیدي سکټورونو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او صنعتکاران وايي، چې که خلک د بهرنیو توکو پر ځای کورني تولیدات وپېري په لږه موده کې به هېواد له اقتصادي اړخه په پښو ودرېږي.