د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له رییس عبدالرحمن عطاش سره کتلي.
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د نیمه پاتې رغنیزو پروژو د چارو د بیا پیل پر څرنګوالي، د رغنیزو چارو پر کیفیت او سرعت، د ختیځ کمپلکس او همدارنګه د کونړ ولایتي روغتون د رغنیزو چارو اړوند هر اړخیزې خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي ویلي، چې ولسونه روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري، نو په همدې اساس باید ژر تر ژره د عامې روغتیا وزارت اړوند د نیمه پاتې رغنیزو پروژو چارې په ګډه بشپړې کړو، تر څو ولسونو ته خدمات چمتو او له معیاري روغتیایي خدماتو برخمن شي.
د ملي پراختیا شرکت رییس ژمنه کړې، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند پروژو ته به ځانګړې پاملرنه کوي، تر څو ژر تر ژره یې چارې بشپړې او روغتیایي خدماتو ته چمتو شي.

