د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د سلامخانې ماڼۍ په غونډه کې، چې د هېواد اقتصادي ودې، د صنعت سکټور پیاوړتیا او د اسلامي امارت د همغږۍ تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، ګډون او وینا کړې.
په پیل کې د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري د صنعت ارزښت ته په اشارې ویلي: «صنعتکاران د ټولنې هغه قشر دی، چې د هېوادوالو هیلې ورپورې تړلې دي. ستاسو له هڅو سره صنعت وده کړې او اسلامي امارت پر تاسو ویاړي، نو باید په جرات او اخلاص د صنعت په برخه کې لا ډېر ګامونه واخلئ.»
وروسته د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده له اسلامي امارت څخه د صنعتکارانو له ملاتړ مننه کړې او له صنعتکارانو سره یې د لا ډېرې همغږۍ او مشورو غوښتنه کړې ده.
نوموړي وړاندیز کړی، چې د صنعت د ودې لپاره دې تشویقي پالیسیو ته پراختیا ورکړل شي.
همدارنګه د کندهار، هرات او ننګرهار د صنایعو او کانونو خونو رییسـانو او یو شمېر نورو صنعتکارانو د هېواد د اقتصادي ودې او پولي واحد په ثبات کې د اسلامي امارت هلې ځلې ستایلي او په خپلو خبرو کې یې د صنعتي پارکونو د برېښنا زیاتولو، د ځمکو د وېش پروسې د اسانولو، د پارکونو د زیربناوو د پراختیا، له کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د دوامداره همغږۍ غوښتنې شریکې کړې دي.
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي، چې د هېواد د سراسري امنیت له تامین سره، پانګونې، صنعت او اقتصاد ته ښه زمینه برابره شوې او په تېرو څلورو کلونو کې په یادو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو بشپړ ملاتړ کوي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله په لارښوونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې صنعتي پارکونو ته ځمکه ځانګړې شوې، تر څو صنعت وده وکړي او خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
ډاکتر ملا عبدالواسع صنعتکارانو ته په خطاب کې ویلي: «موږ باید په خپلو کارونو کې روڼتیا رامنځته کړو، پر یو بل باور ولرو، یو له بله سره همکار شو، سالم رقابت ته زمینه برابره کړو، د خپلې ګټې ترڅنګ د نورو ګټو ته هم پام وکړو او د ملت، نظام او هېواد د پرمختګ لپاره په اخلاص کار وکړو.»
نوموړي زیاته کړې، چې د غیرفعاله امارتي کارخونو د بیا فعالولو لپاره به جدي هڅې کېږي، ترڅو هېواد مو ځانبساینې ته ورسېږي او هېوادوال موهوسا ژوند ولري.
ښاغلي واسع همداراز ويلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه جبري راستنېدونکي هېوادوال مو مهم ظرفیتونه لري او باید ورته کاري زمینې برابرې شي.
په پای کې نوموړي صنعتکارانو ته ډاډ ورکړی، چې غوښتنې او ستونزې به یې د حل په موخه اړوندو ادارو او مسولینو ته ورسېږي.

