د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي د هېواد د مشهور شاعر او لیکوال ارواښاد استاد خلیلالله خلیلي په کور کې د سورت یاسین یو ځانګړی هنري نندارتون پرانیست.
دا نندارتون د استاد عبدالله حنیف او استاد نعمتالله حنیف له خوا چمتو شوی و، چې د سورت یاسین مبارک ایتونه پکې په شپږو ورقو او چوکاټو کې په ښکلې خطاطۍ، ظریفه میناتورۍ، شبکهکارۍ او هنرمندانه ډیزاین سره وړاندې شوي وو.
په پرانیستغونډه کې د هنرستان رییس مفتي لعل منیب خبرې کړې او یو شمېر استادانو د هنر اوسنی وضعیت، د هنرمندانو ستونزې او پرمختیايي وړاندیزونه مطرح کړي دي.
دوی غوښتنه کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د هنري برخې ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د هنرمندانو د اثارو نندارتونونه جوړ کړي او د هغوی اثار په ملي موزیم او ارشیف کې وساتي.
مولوي عتیق الله عزیزي دا نندارتون د قراني هنر یوه نایابه بېلګه بللې او ویلي يې دي، چې دا نندارتون د افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو ژور استازیتوب کوي.
ښاغلي عزیزي ژمنه کړې، چې د هنرمندانو ستونزې به د وزارت د امکاناتو له مخې حل کړي او د هغوی هڅې به مادي او معنوي ونازوي.
هغه زیاته کړې، چې هنرمند باید د ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو او د هېواد د مصالحو ژور استازیتوب وکړي او هنر باید له قومي، ژبني او سمتي توپیرونو پاک وي، تر څو خپل سپېڅلی رسالت ترسره کړي.
په پای کې د وزارت هنري سلاکار سیدمحفوظ سیدخیلي او د دفتر رییس مولوي احسانالله حسان هم خبرې کړې او د یاسین شریف دا هنري نندارتون یې ستایلی دی.

