ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له یو بهرني شرکت سره د برېښنا د تولید په برخه کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د قرغیزستان او اوزبیکستان هېوادونو اړوند د «صدف انرژۍ» شرکت له رییس علي شیر سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دې هوکړې له مخې به یاد شرکت هېواد کې د برېښنا د تولید او د انجنیرانو د ظرفیت لوړونې برخه کې پانګونه کوي.

 ښاغلي عمر د دې هوکړه‌لیک د امضا پرمهال ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته ټول شرایط برابر شوي او دغه شرکت کولای شي، چې په بشپړ ډاډ سره په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت له دې وړاندې د ترکیې، چک سلواکیا هېوادونو په ګډون ګڼو نړیوالو کمپنیو سره د برېښنا تولید او ظرفیت لوړونې په برخو کې د پانګونې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، چې دا مهال یې پر یو شمېر پراختیايي پروژو عملي کار هم په چټکۍ روان دی.