د پښتو ژبې مشهور ملي حماسي شاعر مطيع الله تراب د زړه درېدو له امله ساه ورکړه.
مطیعالله تراب د ۱۹۷۱ کال په مارچ کې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې زېږېدلی و. د ژوند ډېره برخه یې په خوست کې له خپلې کورنۍ سره تېره شوې ده.
د نوموړي په ناڅاپي مړینه ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
دوی د ولسي او ملي شاعر ‘تراب’ مړینه د هېواد د ادب لپاره یوه ستره ضایع بللې ده او د نوموړي کورنۍ، دوستانو، د ادب مینهوالو او ټول افغان ولس ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

