د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ګڼو لوبغاړو د پښتو ژبې د مشهور ملي حماسي شاعر مطيع الله تراب پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. مرحوم ته یې د بښنې او جنتالفردوس دعا کړې او کورنۍ، دوستانو او د ادب مینهوالو ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.
محمد نبي عیسی خېل په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: “د قدرمن ولسي شاعر مطیع الله تراب د ناڅاپي مړینې خبر سخت ودردولم.”
راشد خان بیا د ښاغلي تراب له کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک ګڼلی او ویلي یې دي: “په ډیرې خواشينی سره مو د خوږ ژبي ولسي او انقلابي شاعر مطیع الله تراب د ناڅاپي مړینې خبر ترلاسه کړ او سخت یې خواشینی کړم.”
رحمانالله ګربز د خواشینی څرګندولو تر څنګ لیکلي: “تراب صيب ستا ډیرې خاطرې راسره دي، چې تل به ستا یادونه راته تازه کوي.”
حشمتالله شهیدي خپل تاثر داسې لیکلی: “مطیعالله تراب د پښتو ادب ته ډېر خدمت کړی و، اشعار یې د سولې او مینې پیغام و. یاد به یې تل پاتې وي.”
ابراهیم ځدراڼ د سختې خواشینۍ څرګندولو تر څنګ مطیعالله تراب ته د بښنې او د هغه کورنۍ، دوستانو او خواخوږ ته د زړه د صبر دعا کړې ده.
عظمتالله عمرزي بیا پخپل تاثر کې لیکلي: “د مطیعالله تراب خبرو زموږ درد، ویاړ او زموږ مقاومت ته غږ ورکړ. هغه نه یوازې یو شاعر و، بلکې یو حقیقت ویونکی و، چې شعرونه یې د ملیونونو خلکو په زړونو کې غږیدل.”
نوموړي زیاته کړې: “تاریخ به مطیع الله تراب د افغانستان د یو له سترو ادبي غږونو څخه په یاد ولري.”
د مطیعالله تراب په ناڅاپي مړینه ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د پښتو ژبې مشهور ملي حماسي شاعر مطيع الله تراب تېره شپه د زړه درېدو له امله ساه ورکړه.
ښاغلی تراب د ۱۹۷۱ کال په مارچ کې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې زېږېدلی و. د ژوند ډېره برخه یې په خوست کې له خپلې کورنۍ سره تېره شوې ده.

