د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) له عملیاتي رییس بو ماتیاسن او په افغانستان کې د دغه دفتر له مشر پولیک اوک سیري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، چې د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رییس ډاکټر حیدر خان حیدر هم شتون درلود، مولوي عبدالولي حقاني د UNODC له دوامدارې همکارۍ او همغږۍ مننه کړې او د نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې یې د دغه دفتر رول مهم بللی دی.
نوموړي د UNODC له عملیاتي رییس بو ماتیاسن څخه د نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه کړې ده.
بلخوا ښاغلي بو ماتیاسن د نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت هڅې ستایلي او ژمنه یې کړې، چې له یاد وزارت سره په همغږۍ به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

