د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرتالله جمال په مشرۍ، د زیارت کوونکو د ستونزو د حل او ورته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د سیاحتي، زیارتي او عمرې شرکتونو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د وزارت په وینا، د دې ناستې موخه د ویزې اخیستلو او د سفر په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د زیارت کوونکو امنیت تامین، د سیاحتي جوازونو ترلاسه کول او تمدید او دغه راز دې سکتور ته د یو واحد طرزالعمل برابرول وو.
مولوي قدرتالله جمال د افغان زیارت کوونکو د سفرونو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی، ترڅو د دوی لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
وروسته د سیاحتي، زیارتي او عمرې شرکتونو استازو د سیاحتي چارو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو له امله له وزارت څخه مننه کړې او خپل وړاندیزونه، نظریات او غوښتنې یې شریکې کړې دي.
په ورته مهال، ښاغلي جمال د ګډونوالو وړاندیزونه او نظریات اورېدلي او هغوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ او د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.
د يادونې وړ ده، د کورنیو چارو، عدلیې، مالیې وزارتونو او امنیتي ادارو له استازو سره هم د همغږۍ ناسته شوې ده.
همداراز، په دې ناسته کې د شرکتونو د اتحادیې ستونزې له اړوندو وزارتونو او امنیتي ادارو سره شریکې شوي، چې هغوی هم د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

