ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان ترانس پروژې د امکان سنجۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغان-ترانس ستراتېژيک د امکان سنجۍ تفاهم‌لیک پرون د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت، د اوزبیکستان د ترانسپورت وزارت او د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزارت ترمنځ لاسلیک شو.

د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې یاد لاره به شاوخوا ۶۸۱ کیلومتره اوږدوالی ولري او د افغانستان له خاورې په تېرېدو سره به د منځنۍ آسیا هېوادونه د جنوبي آسیا بازارونو سره ونښلوي؛ دا پروژه به د آسیا د شمال او سویل ترمنځ یوه نوې، لنډه او مؤثره تجارتي څلور لارې جوړه کړي.

د یاد وزارت په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان په سیمه کې یو مهم ترانزیټي څلورلارې ته واوړي، چې هر کال به میلیونونه ډالر ترانزیټي عواید رامنځته کړي او زرګونه مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه به برابر کړي.

ورته مهال، د منځنۍ آسیا هېوادونه، په ځانګړي ډول اوزبیکستان، به د دې اوسپنې پټلۍ له لارې د سویلي آسیا بندرونو ته لاسرسی ومومي، چې پکې د کراچۍ او ګوادر بندرونه شامل دي، دا به نه یوازې د مالونو د لېږد لګښت او وخت کم کړي، بلکې د سیمې د سوداګرۍ کچه به هم لوړه کړي.

وزارت زیاتوي، چې افغان-ترانس پروژه د هېواد د اقتصادي لید لوري یوه مهمه برخه ده، او د اسلامي امارت له مهمو اقتصادي برنامو څخه ده، څو افغانستان د تمدنونو د وصل نقطې او د دوامدارو اقتصادي همکاریو مسیر ته واوړي.

د یاودنې وړ ده، چې افغان ترانس پروژه د آسیا د شمال او سویل ترمنځ یو ستراتېژيک اقتصادي پُل بلل کېږي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به افغانستان له یو وچ محاط هېواد څخه، په یوه مهم ترانزیټي دهلېز بدل شي.

دا طرحه به د هېواد د کورنیو اقتصادي ودې لپاره ګټوره وي او همداراز د سیمې په اقتصادي معاملات کې د افغانستان رول نورهم پیاوړی کړي.