ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرېکټ شپږیزه لیګ لسم پړاو پیل شو

د افغانستان کرېکټ‌بورډ له لوري نن (شنبه، د چنګاښ ۲۸مه) په کابل نړیوال لوبغالي کې لسم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې ۵ لوبډلو ونډه اخیستې، چې د ۱۴ ورځو په موده کې به ټولې ۲۱ سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

ټاکل شوې نن د دې لیګ د پیل په ورځ دوې لوبې وشي.

د دې لیګ لومړۍ لوبه د امو نهنګانو او بست ساتونکو ترمنځ او دویمه یې د مس عینک اتلانو او سپین غر لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.