د هلمند ولایت لښکرګاه ښار مرکزي لوبغالي کې د استعدادونو رابرسېره کولو په موخه د کرېکټ ۲۰ اوریز جام سیالۍ پیل شوې.
د پیل په مراسمو کې هلمند کرېکټ بورډ امر محمد ذاکر عمري، اطلاعاتو کلتور ریاست اړوند ځوانانو امر او د یو شمېر ادارو استازو او ځوانانو ګډون درلود.
د هلمند کرکټ بورډ امر محمد ذاکر عمري ویلي، موږ د هغه استعدادونو په لټه کې یو، چي په راتلوونکي کې د هلمند او افغانستان نوم پرې روښانه شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هلمند کرېکټ لپاره به تر خپل وسه کار کوي او شته ستونزې به د رهبرۍ په همکارۍ له منځه وړي.
همداراز د ځوانانو امر په ځوانانو غږ کړی، چې د هېواد او دولت لپاره کار وکړي او خپله ځوانه انرژي د وطن او نظام په ګټه مصرف کړي.
په دې سیالیو کې ۱۲ لوبډلې ګډون کوي، چې ۲۵ ورځي به دوام وکړي او د ورځې به دوه سیالۍ ترسره کیږي.
د دې سیالیو په لړ کې لومړی سیالۍ د شعیب خان او بُست اتلانو ترمنځ وشوه، چې د بُست اتلانو پکې بریا خپله کړه.
بُست اتلانو ۱۴۶ منډو هدف د یوې ویکټې په زیان ۱۸ اورونو کې پوره کړ، د سیالۍ غوره لوبغاړی زلمی خاکستار وو، چې ۷۴ منډي یې جوړې کړې وې.