ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زمري ۲۴مې (فتحې) ورځې د نمانځنې په موخه کلتوري ناسته وشوه

د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د یو شمېر وزارتونو او امارتي ادارو د استازو تر منځ د زمري ۲۴مې (فتحې) ورځې د نمانځنې په موخه کلتوري ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د زمري د ٢۴مې ورځې د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وشوې او ټینګار وشو، چې دا ورځ باید په ملي او ولسي کچه په شاندارو مراسمو ونمانځل شي، تر څو راتلونکي نسلونه د خپلواکۍ ارزښت درک کړي او د پاکو قربانیو یاد ژوندی پاتې شي.

د ناستې ګډونوالو وړاندیز وکړ، چې د دې ورځې د نمانځنې لپاره باید بېلابېل کلتوري، هنري او ورزشي پروګرامونه، سترې غونډې، سمینارونه او نمایشات تنظیم شي او د رسنیو له لارې د يادې ورځې په اهمیت پراخ عامه پوهاوی ورکړل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمنه وکړه، چې د اړوندو ادارو په همغږۍ به د زمري ۲۴مه په مرکز او ولایتونو کې په لوړو مراسمو او تدابیرو ونمانځل شي، تر څو دا ورځ د افغان ولس د ویاړ او خپلواکۍ د بېلګې په توګه وساتل شي.

د زمري ۲۴مه د افغانستان له خاورې د اشغالګرو ځواکونو د وتلو او د هغوی د تاریخي شکست له ورځې سره برابره ده.