د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۳۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
دې غونډې ته د کبانو سکټور د پراختیا طرحه او همداراز د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوې.
له هر اړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت د نظر په پام کې نیولو سره د کبانو سکټور د پراختیا طرحه د تایید وړ وبلل شوه.
د دې طرحې له مخې په ټول هېواد کې د کبانو روزنې اووه زره او ۷۰۰ فارمونه جوړیږي، چې تر ۹۰ سلنې به د کبانو غوښې په برخه کې د هېواد اړتیا پوره او ۳۰۰ زره هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
یاده طرحه د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا پر پالیسۍ هم بحث وشو.
له هر اړخیز بحث وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته سپارښتنه وشوه، څو په دې پالیسۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظرونه ځای پر ځای او نهايي بڼه یې د تخنیکي کمېټې راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

