د ملي دفاع وزارت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړهایزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د سرتیرو بنسټیزو زده کړو له ښوونځي یو زر او ۲۰۰ تنه سرتیري له درې نیم میاشتني پوځي، نظري او مسلکي زده کړو څخه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د اسلامي امارت د کابینې غړو، د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رییسانو، مسولینو، مشرانو او منسوبینو ګډون درلود.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي؛ تاسو باید په پوره اخلاص او صداقت سره ددغه اسلامي نظام او ولس خدمت وکړئ، په هر کار کې له صبر او استقامت څخه کار واخلئ او ټول توکل مو باید یوازې په الله ج وي، د خپلو مسلکي زده کړو ترڅنګ په عقیدوي زده کړو ځان سمبال کړئ.
نوموړي زیاته کړې؛ د حق په مقابل کې له هیچا څخه مه ویریږئ، د حق طرفدار اوسئ او د خپل امیر هر فرمان ته متوجې اوسئ.
د وسلوال پوځ لوی درستیز په خپلو خبر کې ویلي؛ د اسلامي امارت او ملي دفاع وزارت رهبري یوې منظمې او ژمنې اردو جوړولو ته ژمن دي، موږ هڅه کوو چې یوه داسې منظمه اردو جوړه کړو ترڅو د هېواد له سرحداتو او ملي حاکمیت څخه دفاع وکړي.نوموړي زیاته کړې؛ زموږ له اردو جوړولو څخه موخه جنګ نه بلکې د ولس خدمت او هېواد څخه دفاع ده، چې زموږ پوځ دا ازموینه ورکړې ده او هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.
د ښاغلي فطرت په وینا؛ په تېر ۲۰ کلن جهاد کې اسلامي امارت نړۍ ته دا وښودله چې هیڅ یو بهرنۍ نشي کولای زموږ په هېواد کې خپلې شومې موخې عملي کړي او هېچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې دلته خپل اهداف عملي کړي.
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې یادو فارغ شویو سرتیرو په نوموړي قوماندانۍ کې عملي تطبیقات هم ترسره کړي.