د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي لوګر ته د سفر په ترڅ کې یاد ولایت کې د نږدې۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پینځو روغتیایي ځالو پرانیسته وکړه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، مرکزي رییسانو، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس حافظ سعید الرحمن قادري، قومي مشرانو او روغتیايي کارکونکو ګډون کړی و.
مولوي نور جلال جلالي د یادو روغتیايي ځالو له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرکزونه به د لوګر ولایت د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د مور او ماشوم اړوند روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، دغه مرکزونه اوسمهال میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، خو راتلونکې کې به د دوی خدمتونه پراخ شي او روغتیايي کارکوونکي به یې ډېر شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه مرکزونه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.

