ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog

د کډوالو چارو وزیر: د اختر خوشحالي له کډوالو سره شریکه کړئ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د اختر د لمونځ له ادا کولو وروسته له خلکو وغوښتل چې د اختر خوشحالي له کډوالو سره شریکه کړي.

د کډوالو چارو وزارت وایي، چې په دې مراسمو کې، د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو د اورېدلو وزیر، شیخ محمد خالد حنفي، د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور، د یو شمېر هېوادنو سیاسی استازي، ډیپلوماتانو او د امارت اسلامي ځینې مسوولین هم شتون درلود.

مولوي عبدالکبیر، د وینا پر مهال راغلو مېلمنو او حاضرو ډیپلوماتانو ته ښه راغلاست وویل او زياته يې کړې، چې اختر د مسلمانانو لپاره د خوښۍ او یووالي ورځ ده، چې له نېکمرغه په افغانستان کې د اسلامي نظام له برکته د امن په فضا کې نمانځل کېږي.

مولوي عبدالکبیر د یتیمانو لاس نیوی او د شهیدانو د کورنیو پوښتنه د ټول ولس مسولیت یاد کړ او په وینا یې چې د اسلامي امارت مسولين او عام وګړي دې، له راستنو شوو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د کډوالو چارو د وزیر په وینا، اسلامي امارت د راستنېدونکو افغان کډوالو د هرکلي لپاره په بشپړ ډول همغږي رامنځته، مرستې او همکارۍ یې منسجمې کړې او د راستنو شوو د ښه خدمت په موخه په ټولو ولایتونو کې ځانګړې کمېټې کار کوي او دغه راز د راستنېدونکو پروسه په ښه ډول مدیریت شوې ده.

مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو وغوښتل چې د کډوالو پر وړاندې له صبر کار واخلي او د پاکستان له چارواکو یې مننه وکړه، چې د افغان کډوالو پر وړاندې، زور زیاتی کم شوی او د جبري ایستنې په لړۍ کې کمښت راغلی دی.

نوموړي د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټېنګار وکړ او پر مرستندویو ادارو یې غږ وکړ، چې راستنو شویو ته د سرپناه په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.

مولوي عبدالکبیر افغان ولس ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت موخه د دیني احکامو تطبیق، د یووالي ټېنګښت او د هېواد ابادول دي.

نوموړي زياته کړې، چې اسلامي نظام له نړۍ سره د اسلام په رڼا کې د مثبت تعامل پلوی دی.

د کډوالو چارو وزیر، د افغانستان ټول قومونه سره وروڼه یاد کړل او وې وویل، چې هر افغان باید په خپله خاوره کې د سکون او اطمینان احساس وکړي.

مولوي عبدالکبیر پر غزه د اسراییلي پوځیانو بریدونه وغندل او هغه یې د بشریت پر وړاندې ضد اقدامات وبلل.

د نېکمرغه لوی اختر لمونځ نن سهار په ارګ کې ادا شو

د نېکمرغه لوی اختر لمونځ نن سهار په ارګ کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په ګډون ادا شو.

د لمانځه په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د مرستیالانو سربېره یې د کابينې غړو او نورو ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې، د اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند خبرې وکړې او ټولو مسلمانانو ته یې د لوی اختر تر څنګ هیله وښوده چې د خوښۍ دغه ورځې ښې تېرې شی.

نوموړي زیاته کړې:« د خوښۍ په دې ورځو کې بايد پر بېوزلو کورنيو، خپلوانو او ګاونډيانو شفقت او له هغوی سره مرسته او همکاري وکړو.»

د رییس‌الوزرا په وینا:« امن او شرعي نظام د الله تعالی يو لوی نعمت دی او بايد په قدر يې پوه شو، پر علماوو لازمه ده چې د دې اسلامي نظام ساتنه او دفاع وکړي.»

ملا محمد حسن ‌اخوند دې ته په اشارې، چې رسنۍ د اسلامي نظام لاسته راوړنې کوچنۍ منعکسوي او ناسم قضاوت کوي وويل:« بايد د اسلامي نظام د مشعل خاموشه کولو اجازه ور نه کړو.»

نوموړي د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا پر وخت په صحيح ډول د راستنېدونکو کډوالو مدیریت او هغوی ته د اوسېدو ځايونو برابرولو ته اشاره وکړه او همداراز له خطيبانو، ملا امامانو، علماوو، مجاهدينو او نورو افغانانو څخه چې د فلسطین د بېوزلو او بې دفاع خلکو غږ يې پورته کړی، مننه وکړه.

ملا محمد حسن اخند وويل:« سره له دې چې ستونزې شته، بايد ويښ واوسو، علما او ټول افغانان بايد د اسلامي نظام د ستنو کمزوري کولو لپاره دښمن ته موقع ور نه کړي.»

د اسلامي امارت ریيس‌الوزرا پر هغو افغانانو چې بهر ته تللي غږ وکړ چې خپل وطن ته را ستانه شي او هغوی ته به هېڅوک زيان ونه رسوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له‌خوا عمومي عفوه اعلان شوې او بېرته خپل پلرني هېواد ته په را ګرځېدو د ارامۍ په فضا کې ژوند وکړئ

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ځوانانو او موټر چلوونکو ته په خطاب کې وويل، په اختر او نورو ورځو کې د موټر چلونې پر مهال احتياط وکړي او په سرعت او چټکتيا دې خپلو ځانونو او نورو هېوادوالو ته زيان نه اړوي.

همدا شان په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې ریيس او قاضي‌القضات، شیخ عبدالحکیم حقانی ویلي، چې دند او مسوولیت یو امانت دی او باید په سمه توګه ترسره شي او ټول باید حقوق الله او حقوق العباد مراعت کړو.

نوموړی د الهي احکام تطبیق د اسلامي نظام مسوولیت یاد کړ او زیاته کړې اسلامي امارت تر اوسه پورته دغه احکام په ښه توګه تطبیق کړي دي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په امامت در کندهار په عیدګاه کې د لوی اختر لمونځ ادا شو

نن سهار« شنبه، غبرګولي۱۷ مه» د کندهار په عیدګاه کې د لوی اختر لمونځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په امامت ادا شو.

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، د لمانځه په مراسمو کې زرګونه هېوادوالو ګډون کړی وو.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۲/۸ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۱۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۴۲) کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۱۸۷) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۷) تنه و، بیلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۶۳۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۷) کورنیو سره مجموعًا (۲۹۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۳۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۱۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۲) تنه و، بیلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۴۸۶۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۸) کورنیو سره مجموعًا (۱۶۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۲۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۳۲۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۲۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۲۱) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۵) کورنیو سره مجموعًا (۹۳۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۵۹۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۵۹۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۶۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۹۲) کورنیو سره مجموعًا (۴۳۰۲۰۰۰۶) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۲۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۰۹) تنه و، لوګر، پکتیکا، بغلان، کندز، تخار، سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۶۰۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۷۷۵) کورنۍ او (۳۱۰۳) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۴۰) کورنۍ او (۷۳۸) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۷۶۲) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۷۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک تر منځ د ناندریو زیاتوالی؛ د تېسلا شرکت ونډې ۱۴ سلنه راټیټې شوې دي

په وروستیو ورځو کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ټېسلا او سپېس‌اېکس بنسټ‌ګر امریکايي میلیاردر اېلان ماسک ترمنځ لفظي شخړې او توندې نیوکې زیاتې شوې دي.

دا ترینګلتیاوې تر ډېره په ټولنیزو رسنیو کې لفظي شخړو ته ورته وې، خو وروسته له هغې زیاتي شوې چې ماسک د ټرمپ پر نوې مالیاتي لایحه نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا لایحه به د حکومت بودیجوي کسر زیات کړي.

ماسک دغه‌راز پر خپله ایکس پاڼه کې ټرمپ “ناشکره” بللی او ویلي یې دي، چې که د ده مالي ملاتړ نه وای، ټرمپ به ټاکنې نه وای ګټلې.

له بلې خوا ټرمپ د ماسک څرګندونو ته په غبرګون کې ګواښ کړی، چې د نوموړي اړوند شرکتونو دولتي قراردادونه به لغوه کړي؛ دغه ګواښ د ټېسلا شرکت ونډې ۱۴ سلنه راټیټې کړې او نږدې ۱۵۳ میلیارده ډالر ارزښت یې له لاسه ورکړی دی.

ټرمپ دغه‌راز پر خپله ټولنیزه پاڼه (Truth Social) کې ماسک “لیونی” بللی او ویلي یې دي چې له هغه نه نهیلی شوی دی.

په لومړي ځل د پکتيکا په تروې ولسوالۍ کې انټرنېټې او مخابراتي خدمتونه پيل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني پکتیکا ته د سفر پر مهال د سیمه‌يیزو چارواکو او خلکو د غوښتنې پر بنسټ ۴۴ نوې مخابراتي انټنونه منظور کړل.

له دې ډلې، د تروې ولسوالۍ مخابراتي سایټ هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، چې په ټوله کې به د پکتیکا په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې ۷۳ مخابراتي انټنونه جوړ شي، چې ۴۴ یې د وزیر د سفر پر مهال منظور شوي او ۲۹ نور د ټي ډي ایف لسمې پروژې له لارې ځانګړي شوي دي.