د اوبو او انرژي سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور د لوړو زدهکړو سرپرست وزير شيخ ندا محمد نديم سره د دواړو وزارتونو ترمنځ علمي او تخنيکي ګډ هوکړه ليک لاسليک کړ.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور للطف الله خيرخواه د ادارو ترمنځ د علمي او کاري اړيکو اهميت ته په اشارې سره ، د ياد هوکړه ليک لاسليکول د دواړو وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاريو او همغږيو په برخه کې ارزښتناک وباله.
همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور د نوموړي هوکړه ليک لاسليکول د دواړو وزارتونو ترمنځ د علمي او تخنيکي تجاربو په برخه کې ګډه همکاري وبلله او زیاته يې کړه: اوس هغه مهال را رسېدلى، چې په ګډې همکارۍ سره د هېواد د آبادۍ په لار کې له ټولو علمي او مسلکي ظرفيتونو څخه په غوره توګه ګټه واخيستل شي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير ښاغلي نديم هم د نوموړي هوکړه ليک لاسليکول د دواړو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په برخه کې اړين او اغېزمن وباله او د دواړو وزارتونو ترمنځ يې د علمي، تخنيکي، څېړنيزو او مسلکي تجاربو د شريکولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې ياد هوکړه ليک د دوو اړخيزو اړيکو د ټينګولو، د علمي او تخنيکي تجاربو د شريکولو، د علمي څېړنو د بهير د آسانتياوو، د کار زده کړې فرصتونو د برابرولو، د وړتيا لوړولو پروګرامونو درامنځته کولو او د دواړو وزارتونو ترمنځ د نورو ګډو علمي او تخنيکي همکاريو په موخه لاسليک شوى دى.
د اوبو او انرژي او لوړو زدهکړو وزارت ترمنځ د همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو
