ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 10

ستره محکمه کې د قضا کتابتون پرانیستل شو

د سترې محکمې د ریيس او قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په مشرۍ، د سترې محکمې اداري مرستيال شيخ عبدالمالک حقاني، د سترې محکمې نظامي مرستيال شيخ خیرجان خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ مولوي محمد حامد حسیب، د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي مهاجر فراهي، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال شيخ سخاؤالله سعيد، د علومو اکاډمۍ د طبيعي او تخنيکي علومو مرستيال شيخ امير جان ثاقب او د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو ریيسانو، د قضایي او اداري غړو په شتون کې تېره ورځ پنجشنبه (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د قضا کتابتون پرانیستل شو.

ستره محکمه وايي؛ د قضا کتابتون د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست تر چتر لاندې فعاليت کوي، چې د تفسیر، حدیثو، فقهې، قضاء، دعوت، عقیدې، فقهي اصولو، سیرت، حقوقو، قوانینو، تاریخ، فلسفې، اروا پوهنې، ټولنیزو علومو، اقتصاد، سیاست، ادبیاتو او نورو موضوعاتو کتابونو له اړخه يو غني کتابتون دی، چې شاوخوا درې زره  عنوانه او شپږ زره او ۵۲ جلده کتابونه لري.

دغه راز په یاد کتابتون کې د ورځپاڼو، جریدو، مجلو او متحدالمآلونو ۷۶ عنوانه او ۶۳۲ جلده بېلابېل کلني کلکسیونونه هم شتون لري او ساتل شوي دي.

د قضا کتابتون د قاضي‌القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په ځانګړې پاملرنه په نوې او عصري بڼه جوړ او د مطالعې لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې په کې برابرې شوې دي.

عدلیې وزارت: د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې ۱۰ قوانین له توشيح او انفاذو وروسته په رسمي جريده کې خپاره شوي

د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزارت د تېرو درې نيمو کلونو په اوږدو کې ۱۰ عنوانه قوانين د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی لخوا له توشيح او انفاذ څخه وروسته په رسمي جريده کې خپاره شوي دي.

د عدلیې وزارت وايي؛ په دې موده کې تر ټولو مهمو خپاره شويو قوانینو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي ساحو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دي.

 همداراز یاد وزارت په دې موده کې څلور طرزالعملونه، یوه اصولنامه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لسګونه عنوانه فرمانونه، حکمونه او هدایتونه له توشېح څخه وروسته په رسمي جریده کې خپاره کړي دي.

 د عدلیې وزارت د تېرو درې نیمو کلونو په ترڅ کې ۱۱۹ تقنیني سندونه چې قوانین، اصولنامې، اساسنامې، طرزالعملونه او لایحې په‌کې شاملې دي تدقیق، تحقیق او نهايي کړي او هم يې ۱۹۶ تقنیني سندونه د قران کریم، نبوي سنتو او حنفې فقهې پر بنسټ فقهي تخریج کړي او نهايي کړي دي.

یاد وزارت زیاتوي، د دغو تقنیني سندونو کار له عدلیې وزارت څخه بشپړ شوي او راتلونکو مراحلو تېرولو لپاره اړوندو مراجعو ته استول شوي دي.

 په تقنیني سندونوکې د پولیسو قانون، د زندانونو د چارو د تنظیم قانون، د معدنونو قانون، د زندانیانو د لېږد او استرداد قانون، د چاپیریال قانون، د ګمرکاتو قانون، د کار قانون، د خصوصي پانګونې قانون او نور مهم تقنیني سندونه شامل دي.

میدان وردګو ولایت کې دوه کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د ميدان وردګو ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امر امین الله اخوندزاده په مشرۍ، د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د علي او قزلباش خېلونو ترمنځ دوه کلنه شخړه د ځایي چارواکو، مخورو او علماوو په هڅو په دوستۍ بدله شوه.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې شخړه کې دواړو خواوو یو بل ته د استوګنې کورونه سوځولي وو او د درنو مالي زیانونو ترڅنګ یې ژورې ناندرۍ درلودې.

 مصلحینو لومړی موضوع وڅېړله او بیا یې د شریعت په رڼا کې پرېکړه وکړه، چې له مخې یې دواړه لوري سره پخلا شول.

همدارنګه د جرګې مشرانو زیانمنو خواوو ته روښانه کړې، چې شخړې او جنګونه هیڅ ګټه نه لري او کولی شي نور زیانونه هم واړوي.

په ورته مهال ښکېلو خواوو د ځایي چارواکو، په ځانګړي توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له هڅو مننه کړې او د موضوع پر حل یې خوښي څرګنده کړې ده.

بلخ کې د څه باندې درې ميليونه افغانيو په ارزښت دوه رغنیزې پروژې پيل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولايت حيرتان دوراهي په جيرتان سيمه کې د يوې لويې تلې او د دوه حلقو څاګانو رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحب زاده او د بلخ ولايت د ټولګټو د رییس مولوي عبدالصبور صابر په شتون کې پيل شوې.

ټولګټو وزارت وايي؛ دغه تله ( ترازو) او دوه حلقې د اوبو څاګانې ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د د درې میلیونه، ۴۷۳ زره او ۹۹۴ افغانیو په ارزښ قرارداد شوې دي، چې د درېیو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي.

د يادونې وړ ده، چه په یاده سیمه کې یوه بله تله هم شتون لري، چې دغه تله د باروړونکو وسایطو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او موټر چلوونکو د اسانتیاوو لپاره رغول کیږي.

د دې تلې په رغولو سره به د پخوانۍ تلې شاوخوا ګڼه ګوڼه کمه، د لوړ تناژ باروړونکو موټرو وزن کنټرول او د اسفالټي سړک له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.

د عامې روغتیا وزیر او د یونیسیف ادارې د مشر لیدنه؛ د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر ډاکټر تاج الدین اوېلا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د HER پروژې د ملاتړ، عامې روغتیا وزارت او یونیسیف ادارې له لوري د ګډ نظارت، ستونزو د حل، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد او لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو پر لېږد ټینګار کړی او د ستونزو حل په موخه یې ګډ نظارت مهم یاد کړی، تر څو په ترڅ کې یې ستونزې په نښه او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.

بل لور افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې مشر د HER پروژې د ملاتړ برخه کې د همکارۍ او روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو د لېږد ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، د عامې روغتیا وزارت سره د ګډ نظارت له لارې به شته ستونزو د حل لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

افغان کورشکارانو د ترکمنستان په کوربتوب په نړیوالو سیالیو کې شپږ مډاله او درېیم مقام خپل 

افغان کورشکارانو د ترکمنستان هېواد د عشق اباد ښار په کوربتوب په نړیوالو سیالیو کې، چې د غویي میاشتې پر دویمه پیل شوي او تر پینځمې به دوام وکړي، په ” ګورش ” سبک کې پينځه د برنزو، یو د نقرې مډال وګاټه او په ټیمي ډول یې درېیم مقام خپل کړ.

په نننیو سیالیو کې ویس عزیزي په ۹۰ کیلو وزن کې د سپینو زرو، محب رحماني په ۱۰۰ کیلو وزن کې، کریم الله علیزي په ۵۷ وزن کې، کلیم حبیبي په ۶۲ وزن کې، امین الله پهلوان  په ۷۵ وزن کې او میرویس ابراهیمي په + ۱۰۰ وزن کې د برنزو مډالونه وګټل.

یادې سیالۍ د ۱۴ هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ په دوو سبکونو ” ګورش او الش ”  کې پیل شوي، چې له افغانستان څخه ۱۲ ورزشکارانو او  شپږ اړوند مربیانو او هیئت ګډون کړی.

په ګورش سبک کې ترکمنستان اول، قرغیزستان دویم او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

د یادولو وړ ده، چې شپږ افغان ورزشکاران به سبا په الش سبک کې سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان بانک لوی رییس: د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو فعالیتونو د میکانیزه کولو لپاره کاري چوکاټ جوړ شوی

د افغانستان بانک لوی رییس نوراحمد اغا د صرافانو ټولنې له رییس بهرام خان ځدران او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ستونزې اورېدو سربېره د اسعارو په مقابل کې د افغانۍ د ثبات او په اړوندو نورو مسایلو خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک لوی رییس ویلي؛ د افغانستان بانک ژمن دی، ترڅو په غیربانکي سکتور کې د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ستونزو ته د افغانستان بانک د پالیسیو او مقرراتو په چوکاټ کې رسېدنه وکړي.

همداراز نوموړي هېوادوالو ته د معیاري او خوندي خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او له صرافانو څخه یې غوښتي، چې د افغانستان بانک د مقرراتو په رڼا کې او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نور احمد اغا زیاته کړې؛ د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات ساتلو او په هېواد کې د پيسو وینځلو او د اسعارو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګټورې هلې ځلې کړي او د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په موخه یې کاري چوکاټ رامنځته کړی دی، چې تر دې دمه په ګټور ډول پلی شوی دی.

د نوموړي په وینا، د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو په دې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

لیدنه کې د صرافانو ټولنې استازو هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او د افغانستان بانک د لارښوونو او پالیسیو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.