ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 11

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۲۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۴۵۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو درې زره او ۶۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۵۱ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۷۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸۵ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۱۸۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته یو زر او ۱۱۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۷۱۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰۸ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۲۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې یو زر او ۷۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۳۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۸۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۷۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري انګور اډه کې له لسو کورنیو سره ټولې  ۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې راستنو شویو کډوالو  ته ۱۵۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۴۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۶۲۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۹ کورنیو سره ټولې  ۷۱۰ زره  افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۹۳ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۸۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۳ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۱۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: یو زر او ۱۲۷ کورنۍ او شپږ زره او ۷۷۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۴۸۲ کورنۍ او یو زر او ۸۶۴ وګړي

مرسته شوي کډوال: یو زر او ۴۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۸۸۹ عدده

هند د کشمیر له برید وروسته له پاکستان سره اړیکې محدودې کړې

هند د کشمیر له برید، چې ۲۶ کسان پکې وژل شوي، یوه ورځ وروسته له پاکستان سره خپلې اړیکې محدودې کړې او پر وړاندې یې ځینې اقدامات اعلان کړي دي.

هند اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ مهمه سرحدي لاره ‘واګه بندر’ تړي، د سند د اوبو شریکولو تړون ځنډوي او یو شمېر پاکستاني ډیپلوماټان له خپلې خاورې باسي.

دغه‌راز په ډیلي کې د پاکستان سفارت پوځي سلاکارانو ته ویل شوي، چې سملاسي دې ووځي. د راپورونو له مخې، راتلونکې اونۍ د نورو ډیپلوماټانو د ایستلو پلان هم نیول شوی دی.

پر دې سربېره هند د یو شمېر پاکستانیانو وېزې هم لغوه کړې او په دوو ورځو کې یې له هنده د وتلو امر ورته کړی دی.

په مقابل کې پاکستان د ملي امنیت غونډه را بللې او د متقابل ګام ګواښ یې کړی دی.

د هند تر واک لاندې جمو او کشمیر ایالت په پهلګام کې پرون (چهارشنبه، د اپریل۲۳مه) پر سیلانیانو وسله‌وال برید شوی، چې ۲۶ کسان پکې وژل شوي.

په دې برید کې ۳۶ نور کسان ټپيان شوي هم دي، چې د ډېرو یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

شیخ حمدالله نعماني: اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته په کور دننه د دایمي استوګنې زمینه برابروي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني، د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې اجباري راستنېدونکو او د بې وزله کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

په یادو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په نورو هېوادونو کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي، اسلامي امارت دوی ته د ژوند کولو باعزته زمینه برابره کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، له بده مرغه چې ګاونډي هېوادونه د ټولو ملي، سیمه ییز او نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او په ځینو مواردو کې یې شتمني هم لوټي.

نوموړي په اسلامي هېوادونو او خیریه موسساتو غږ کړی، چې خپل انساني او اسلامي مسولیت ادا کړي او د افغان کډوالو لاسنیوی وکړی.

په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر شیخ حمدالله نعماني ویلي، خوښ دی چې د خپلو کډوالو ورونو خدمت کوي او په کورد ننه ورته د دایمي مېشتېدو لپاره زمینه برابروي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت ګډوالو ورونو ته په درنه سترګه ګوري او همدا لامل دی، چې په لوړه کچه کمېسیون یې جوړ کړی او شپه او ورځ د کډوالو په خدمت بوخت دي.

شیخ حمدالله نعماني ویلي، چې د ۲۰ شل کلنې دورې په مهال هم ځینو ولایتونو ته پلانونه جوړ شوي وو، خو په وینا یې دې پلانونه ګڼې ستونزې درلودې، زیربناوې نه وې، نمرې یې کوچنۍ وې او نورې بېلابېلې ستونزې هم شتون درلود، چې اوس یې ټولې حل شوې دي.

د بلخ والي محمد یوسف وفا ویلي، دوی ویاړي چې د خپلو ګډوالو ورونو خدمت کوي او ټوله ولایتي اړونده اداره به یې خدمت وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره په درې زره او ۱۰۰ جریبه ځمکه د ښارګوټي جوړولو پلان جوړ شوی، چې درې زره او ۱۵۰ استوګنیزې نمرې لري. ۵۰۰ یې پینځلس بسوه يي، ۷۰۰ یې لس بسوه یي او یو زر او ۹۵۰ یې بیا پینځه بسوه یي دي

همدارنګه په یاد ښارګوټي کې ۲۰۰ نمرې بلند منزل، سوداګریز مارکېټونه، ۱۹ جوماتونه، مدرسه، ۱۲ ښوونځي، روغتونونه، ناحیوي او عمومي پارکوونه، کتابتونونه، زرغونې ساحې او د ژوند اړوند نورې د اړتیا وړ ساحې شاملې دي.

قزاقستان د تورغونډۍ–هرات په اوسپنې پټلۍ د ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي

د ټولګټو وزیر ملامحمدعیسی ثاني د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال ژومانګارين سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اقتصادي، سوداګریزو، ترانسپورټي او لوجستيکي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پر جوړونې خبرې شوې دي.

لیدنه کې ژومانګارين ویلي، چې هېواد یې غواړي د تورغونډۍ-هرات په اوسپنې پټلۍ ۵۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونه وکړي او په هرات کې يو معياري ټرانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړ کړي.

نوموړي افغانستان په سيمه کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی شريک بللی او زیاته کړې یې ده، چې قزاقستاني شرکتونه لېواله دي چې په بېلابېلو سکټورونو افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز په دې لیدنه کې د ټولګټو وزیر افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت غواړي بېلابېلو برخو کې له قزاقستان سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي.

په پای کې د دوه اړخيزو سوداګریزو او اقتصادي اړيکو پر پراختيا ټینګار شوی او پرېکړ شوې، چې په همدې موخه به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تخنيکي کمېټه ناسته وکړي.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان شهیدان شوي

غزه کې روغتیايي مسولین وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان شهیدان او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

په دې تړانګه کې لا هم د صهیونیستي یرغلګرو بریدونه دوام لري او د نن شپې او سهار د بریدونو له امله د شهیدانو او ټپیانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، یوازې د نن سهار په بریدونو کې ۱۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۱ زره او ۳۰۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۷ زره او ۹۶ نور ټپیان شوي دي.

ابوظبي کې د افغانستان سفیر: له افغان کډوالو سره د نړیوالو ادارو د ملاتړ په موخه خپلې ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ کوو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني د متحده عرب اماراتو لپاره د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په پاکستان او ایران کې د کډوالو پر وضیعت، د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب په څرنګوالي خبرې شوې دي.

شیخ کلیم الرحمان فاني په خپلو خبرو کې د کډوالو د ستونزو او ورته د چمتو شویو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

نوموړي د ستونزو د حل لپاره سیمه‌ییزه همکاري اړینه بللې.

په اماراتو کې د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړی، چې د کډوالو د وضیعت ښه کولو او د نړیوالو مرستندویه ادارو د ملاتړ جلبولو لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې هڅې لا ګړندۍ کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي بلخ کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې نوی ښارګوټی پرانیست

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی ښارګوټی پرانیست.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ښار او کور جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا او د اسلامي امارت نورو سیمه ییزو مسولینو ګډون درلود.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، افغان کډوال په بشپړ نه زغمونکي وضعیت او اجباري توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه رایستل کېږي، اما د اسلامي امارت مشران او مسولین شپه او ورځ کوښښ کوي، چې راستنېدونکو کډوالو ته په هېواد کې د باعزته او ارام ژوند زمینه برابره او هغوی ته لازم خدمات وړاندې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو اجباري ایستل د ګاونډیتوب او بین المللي اصولو خلاف عمل یاد کړی دی.

دغه‌راز نوموړي له ټولو مرستندویو بنسټونو او په کور دننه او بهر کې له ملي سوداګرو غوښتي، چې تر خپلې وسې له راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا ښارګوټی د جلال الدین محمد بلخي په نوم درې زره او ۱۰۰ جریبه مساحت لري او ټولې اړتیاوې لکه جومات، ښوونځی او روغتون پکې په پام کې نیول شوي او هغو کډوالو ته چې د عالي کمېسیون له لوري مستحق وپېژندل شي، ځمکې وېشل کېږي.

نړیوال بانک: افغانستان په ۲۰۲۴ او ۲۵ کلونو د اقتصاد په برخه کې ۲.۵ سلنه وده کړې

نړیوال بانک ویلي، چې افغانستان له نړیوالو مرستو پرته د ۲۰۲۴ او ۲۵مالي کال پر مهال ۲.۵ سلنه وده کړې ده.

اقتصاد وزات په دې تړاو وایي، چې اسلامي امارت د هېواد له ظرفیتونو څخه په ګټه اخیستنې په اقتصادي برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

اقتصادي کارپوهان له سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې او د پانګونې راجلبول د افغانستاني د اقتصادي ودې اساسي لاملونه ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په نږدې څلورو کلونو کې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو او د کورنیو پانګولو د جلب تر څنګ د بهرنۍ پانګونې لپاره هم ښه زمینه برابره کړې او په اقتصادي برخه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.