ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 13

عدلیې وزارت: د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې ۱۰ قوانین له توشيح او انفاذو وروسته په رسمي جريده کې خپاره شوي

د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزارت د تېرو درې نيمو کلونو په اوږدو کې ۱۰ عنوانه قوانين د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی لخوا له توشيح او انفاذ څخه وروسته په رسمي جريده کې خپاره شوي دي.

د عدلیې وزارت وايي؛ په دې موده کې تر ټولو مهمو خپاره شويو قوانینو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي ساحو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دي.

 همداراز یاد وزارت په دې موده کې څلور طرزالعملونه، یوه اصولنامه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لسګونه عنوانه فرمانونه، حکمونه او هدایتونه له توشېح څخه وروسته په رسمي جریده کې خپاره کړي دي.

 د عدلیې وزارت د تېرو درې نیمو کلونو په ترڅ کې ۱۱۹ تقنیني سندونه چې قوانین، اصولنامې، اساسنامې، طرزالعملونه او لایحې په‌کې شاملې دي تدقیق، تحقیق او نهايي کړي او هم يې ۱۹۶ تقنیني سندونه د قران کریم، نبوي سنتو او حنفې فقهې پر بنسټ فقهي تخریج کړي او نهايي کړي دي.

یاد وزارت زیاتوي، د دغو تقنیني سندونو کار له عدلیې وزارت څخه بشپړ شوي او راتلونکو مراحلو تېرولو لپاره اړوندو مراجعو ته استول شوي دي.

 په تقنیني سندونوکې د پولیسو قانون، د زندانونو د چارو د تنظیم قانون، د معدنونو قانون، د زندانیانو د لېږد او استرداد قانون، د چاپیریال قانون، د ګمرکاتو قانون، د کار قانون، د خصوصي پانګونې قانون او نور مهم تقنیني سندونه شامل دي.

میدان وردګو ولایت کې دوه کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د ميدان وردګو ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امر امین الله اخوندزاده په مشرۍ، د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د علي او قزلباش خېلونو ترمنځ دوه کلنه شخړه د ځایي چارواکو، مخورو او علماوو په هڅو په دوستۍ بدله شوه.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې شخړه کې دواړو خواوو یو بل ته د استوګنې کورونه سوځولي وو او د درنو مالي زیانونو ترڅنګ یې ژورې ناندرۍ درلودې.

 مصلحینو لومړی موضوع وڅېړله او بیا یې د شریعت په رڼا کې پرېکړه وکړه، چې له مخې یې دواړه لوري سره پخلا شول.

همدارنګه د جرګې مشرانو زیانمنو خواوو ته روښانه کړې، چې شخړې او جنګونه هیڅ ګټه نه لري او کولی شي نور زیانونه هم واړوي.

په ورته مهال ښکېلو خواوو د ځایي چارواکو، په ځانګړي توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له هڅو مننه کړې او د موضوع پر حل یې خوښي څرګنده کړې ده.

بلخ کې د څه باندې درې ميليونه افغانيو په ارزښت دوه رغنیزې پروژې پيل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولايت حيرتان دوراهي په جيرتان سيمه کې د يوې لويې تلې او د دوه حلقو څاګانو رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحب زاده او د بلخ ولايت د ټولګټو د رییس مولوي عبدالصبور صابر په شتون کې پيل شوې.

ټولګټو وزارت وايي؛ دغه تله ( ترازو) او دوه حلقې د اوبو څاګانې ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د د درې میلیونه، ۴۷۳ زره او ۹۹۴ افغانیو په ارزښ قرارداد شوې دي، چې د درېیو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي.

د يادونې وړ ده، چه په یاده سیمه کې یوه بله تله هم شتون لري، چې دغه تله د باروړونکو وسایطو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او موټر چلوونکو د اسانتیاوو لپاره رغول کیږي.

د دې تلې په رغولو سره به د پخوانۍ تلې شاوخوا ګڼه ګوڼه کمه، د لوړ تناژ باروړونکو موټرو وزن کنټرول او د اسفالټي سړک له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.

د عامې روغتیا وزیر او د یونیسیف ادارې د مشر لیدنه؛ د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر ډاکټر تاج الدین اوېلا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د HER پروژې د ملاتړ، عامې روغتیا وزارت او یونیسیف ادارې له لوري د ګډ نظارت، ستونزو د حل، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد او لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو پر لېږد ټینګار کړی او د ستونزو حل په موخه یې ګډ نظارت مهم یاد کړی، تر څو په ترڅ کې یې ستونزې په نښه او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.

بل لور افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې مشر د HER پروژې د ملاتړ برخه کې د همکارۍ او روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو د لېږد ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، د عامې روغتیا وزارت سره د ګډ نظارت له لارې به شته ستونزو د حل لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

افغان کورشکارانو د ترکمنستان په کوربتوب په نړیوالو سیالیو کې شپږ مډاله او درېیم مقام خپل 

افغان کورشکارانو د ترکمنستان هېواد د عشق اباد ښار په کوربتوب په نړیوالو سیالیو کې، چې د غویي میاشتې پر دویمه پیل شوي او تر پینځمې به دوام وکړي، په ” ګورش ” سبک کې پينځه د برنزو، یو د نقرې مډال وګاټه او په ټیمي ډول یې درېیم مقام خپل کړ.

په نننیو سیالیو کې ویس عزیزي په ۹۰ کیلو وزن کې د سپینو زرو، محب رحماني په ۱۰۰ کیلو وزن کې، کریم الله علیزي په ۵۷ وزن کې، کلیم حبیبي په ۶۲ وزن کې، امین الله پهلوان  په ۷۵ وزن کې او میرویس ابراهیمي په + ۱۰۰ وزن کې د برنزو مډالونه وګټل.

یادې سیالۍ د ۱۴ هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ په دوو سبکونو ” ګورش او الش ”  کې پیل شوي، چې له افغانستان څخه ۱۲ ورزشکارانو او  شپږ اړوند مربیانو او هیئت ګډون کړی.

په ګورش سبک کې ترکمنستان اول، قرغیزستان دویم او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

د یادولو وړ ده، چې شپږ افغان ورزشکاران به سبا په الش سبک کې سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان بانک لوی رییس: د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو فعالیتونو د میکانیزه کولو لپاره کاري چوکاټ جوړ شوی

د افغانستان بانک لوی رییس نوراحمد اغا د صرافانو ټولنې له رییس بهرام خان ځدران او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ستونزې اورېدو سربېره د اسعارو په مقابل کې د افغانۍ د ثبات او په اړوندو نورو مسایلو خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک لوی رییس ویلي؛ د افغانستان بانک ژمن دی، ترڅو په غیربانکي سکتور کې د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ستونزو ته د افغانستان بانک د پالیسیو او مقرراتو په چوکاټ کې رسېدنه وکړي.

همداراز نوموړي هېوادوالو ته د معیاري او خوندي خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او له صرافانو څخه یې غوښتي، چې د افغانستان بانک د مقرراتو په رڼا کې او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نور احمد اغا زیاته کړې؛ د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات ساتلو او په هېواد کې د پيسو وینځلو او د اسعارو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګټورې هلې ځلې کړي او د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په موخه یې کاري چوکاټ رامنځته کړی دی، چې تر دې دمه په ګټور ډول پلی شوی دی.

د نوموړي په وینا، د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو په دې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

لیدنه کې د صرافانو ټولنې استازو هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او د افغانستان بانک د لارښوونو او پالیسیو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۲۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۴۵۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو درې زره او ۶۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۵۱ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۷۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸۵ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۱۸۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته یو زر او ۱۱۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۷۱۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰۸ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۲۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې یو زر او ۷۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۳۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۶۸۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۷۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري انګور اډه کې له لسو کورنیو سره ټولې  ۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې راستنو شویو کډوالو  ته ۱۵۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۴۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۶۲۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۹ کورنیو سره ټولې  ۷۱۰ زره  افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۹۳ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵۰ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۸۱۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۳ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۱۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: یو زر او ۱۲۷ کورنۍ او شپږ زره او ۷۷۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۴۸۲ کورنۍ او یو زر او ۸۶۴ وګړي

مرسته شوي کډوال: یو زر او ۴۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۸۸۹ عدده

هند د کشمیر له برید وروسته له پاکستان سره اړیکې محدودې کړې

هند د کشمیر له برید، چې ۲۶ کسان پکې وژل شوي، یوه ورځ وروسته له پاکستان سره خپلې اړیکې محدودې کړې او پر وړاندې یې ځینې اقدامات اعلان کړي دي.

هند اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ مهمه سرحدي لاره ‘واګه بندر’ تړي، د سند د اوبو شریکولو تړون ځنډوي او یو شمېر پاکستاني ډیپلوماټان له خپلې خاورې باسي.

دغه‌راز په ډیلي کې د پاکستان سفارت پوځي سلاکارانو ته ویل شوي، چې سملاسي دې ووځي. د راپورونو له مخې، راتلونکې اونۍ د نورو ډیپلوماټانو د ایستلو پلان هم نیول شوی دی.

پر دې سربېره هند د یو شمېر پاکستانیانو وېزې هم لغوه کړې او په دوو ورځو کې یې له هنده د وتلو امر ورته کړی دی.

په مقابل کې پاکستان د ملي امنیت غونډه را بللې او د متقابل ګام ګواښ یې کړی دی.

د هند تر واک لاندې جمو او کشمیر ایالت په پهلګام کې پرون (چهارشنبه، د اپریل۲۳مه) پر سیلانیانو وسله‌وال برید شوی، چې ۲۶ کسان پکې وژل شوي.

په دې برید کې ۳۶ نور کسان ټپيان شوي هم دي، چې د ډېرو یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

شیخ حمدالله نعماني: اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته په کور دننه د دایمي استوګنې زمینه برابروي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني، د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې اجباري راستنېدونکو او د بې وزله کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

په یادو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په نورو هېوادونو کې پر مېشتو افغان کډوالو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي، اسلامي امارت دوی ته د ژوند کولو باعزته زمینه برابره کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، له بده مرغه چې ګاونډي هېوادونه د ټولو ملي، سیمه ییز او نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او په ځینو مواردو کې یې شتمني هم لوټي.

نوموړي په اسلامي هېوادونو او خیریه موسساتو غږ کړی، چې خپل انساني او اسلامي مسولیت ادا کړي او د افغان کډوالو لاسنیوی وکړی.

په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر شیخ حمدالله نعماني ویلي، خوښ دی چې د خپلو کډوالو ورونو خدمت کوي او په کورد ننه ورته د دایمي مېشتېدو لپاره زمینه برابروي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت ګډوالو ورونو ته په درنه سترګه ګوري او همدا لامل دی، چې په لوړه کچه کمېسیون یې جوړ کړی او شپه او ورځ د کډوالو په خدمت بوخت دي.

شیخ حمدالله نعماني ویلي، چې د ۲۰ شل کلنې دورې په مهال هم ځینو ولایتونو ته پلانونه جوړ شوي وو، خو په وینا یې دې پلانونه ګڼې ستونزې درلودې، زیربناوې نه وې، نمرې یې کوچنۍ وې او نورې بېلابېلې ستونزې هم شتون درلود، چې اوس یې ټولې حل شوې دي.

د بلخ والي محمد یوسف وفا ویلي، دوی ویاړي چې د خپلو ګډوالو ورونو خدمت کوي او ټوله ولایتي اړونده اداره به یې خدمت وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره په درې زره او ۱۰۰ جریبه ځمکه د ښارګوټي جوړولو پلان جوړ شوی، چې درې زره او ۱۵۰ استوګنیزې نمرې لري. ۵۰۰ یې پینځلس بسوه يي، ۷۰۰ یې لس بسوه یي او یو زر او ۹۵۰ یې بیا پینځه بسوه یي دي

همدارنګه په یاد ښارګوټي کې ۲۰۰ نمرې بلند منزل، سوداګریز مارکېټونه، ۱۹ جوماتونه، مدرسه، ۱۲ ښوونځي، روغتونونه، ناحیوي او عمومي پارکوونه، کتابتونونه، زرغونې ساحې او د ژوند اړوند نورې د اړتیا وړ ساحې شاملې دي.