ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 139

مولوي ګل حسن حسن د روسیې لپاره د ترکیې سفیر سره تعارفي لیدنه وکړه

مسکو کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې لپاره د ترکیې له سفیر تنجو بیلګیچ سره تعارفي لیدنه کړې ده.

روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې شوي.

دغه راز دواړو لوریو افغان سوداګرو او ناروغانو ته د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، د هر اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او د دواړو سفارتونو ترمنځ همغږۍ رامنځته کولو او اړیکو پاللو باندې ټینګار کړی دی.

د بنګله‌دېش ملي‌پاله ګوند (بي‌این‌پي) د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې د بریا اعلان کړی

د بنګله‌دېش ملي‌پاله ګوند (بي‌این‌پي) اعلان کړی، چې د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې یې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي او د راتلونکي حکومت د جوړولو په درشل کې دي.

ورته مهال بنګله‌دېشي رسنیو هم راپور ورکړی، چې د طارق الرحمان په مشرۍ ملي‌پاله ګوند د شیخ حسینې حکومت له ړنګېدو وروسته په لومړنیو ټاکنو کې د پارلمان دوه پر درې برخه څوکۍ ګټلې دي.

۶۰ کلن طارق الرحمان د بنګله‌دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیاء زوی دی، چې تر ۱۷ کلنې جلاوطنۍ وروسته په تېرې ډسمبر میاشت کې له برېتانیا څخه بنګله‌دېش ته ستون شو.

د هند لومړۍ وزیر نریندرا مودي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري او بنګله‌دېش کې د امریکا سفیر یاد ګوند ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده.

محمد سهیل شاهین د جاپان له سفیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر ماساموتو کینیچي سره ولیدل.

په دوحه کې د افغانستان سفارت وایي، چې دواړو لوریو د کابل او ټوکیو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، اوسني سیاسي وضعیت، سوداګرۍ او اقتصادي مسایلو او د جاپان د بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ ګډ اقتصادي کمېسیون بیا فعالېږي

د مالیې وزارت په مشرۍ د وزارتونو، ادارو او خصوصي سکټور د استازي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

مالیې وزارت وايي، چې د یاکمیسیون غړو په لومړۍ غونډه د افغان – سعودي ګډ کمیسیون له لارې د فعالیتونو او تعاملاتو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

دغه راز یاد غونډه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر اهمیت ټینګار شوی او پرېکړه شوې، چې د ګډ کمیسیون غونډې ته دې پوره چمتووالی ونیول شي.

یادونې وړ ده، چې په یاده ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري، د مالیې وزارت د پاليسۍ مرستیال انجینر سلطان محمد زبیر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی قدرت‌الله جمال او د اړوندو امارتي وزارتونو، ادارو او خصوصي سکټور استازو گډون درلود.

د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، دغه سړک د نوي کابل ښار له اساسي ترانسپورټي زېربناوو څخه دی، چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.

اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې افغانستان کې د هر چا سرمال او عزت خوندی دی «موږ نه د چا مخه نېولې ده او نه د اسلامي امارت ظرفیت دومره کوچنی دی چې هره فردي او جزوي مسله جدي ونیسي.»

ملا عبدالغني برادر اخوند پر هېوادونو غږ وکړ، چې له افغانستان سره مثبت تعامل د اوسني وخت اړتیا ده او د سیمه‌ییز او نړیوال اتصال د پیاوړي کولو او مشترکو پراختیايي اهدافو د تعقیب مهم رکن دی.

د کابل – بګرام سړک ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۵۰ متره سور لري چې ۴۵۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.

اداري کمېسیون غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د کورنيو چارو او عامې روغتیا وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث او ارزونه وشوه.

په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.