ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 140

امریکایي ځواکونه د سوریي په ختیځ کې له «التنف» پوځي اډې ووتل

العربیه خبري شبکې راپور ورکړی، امریکا تېره ورځ (چهارشنبه، د سلواغې ۲۲مه) د سوریې په ختیځ کې له «التنف» پوځي اډې څخه خپل ځواکونه ووېستل او اردن ته یې انتقال کړل.

دغه اډه د سوریې، اردن او عراق په سرحدي سیمه کې ستراتیژیک موقعیت و او په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د عملیاتو لپاره د یو اساسي مرکز په توګه رامنځته شوه.

د راپور له مخې، په سوریه کې ځای پر ځای شویو امریکایي ځواکونو په دیرالزور او الحسکه ولایتونو کې د خپلو اډو پر تخلیه کولو پیل کړی او وروستۍ اډه چې تېره دوشنبه تخلیه شوه، په الحسکه کې د الشدادي اډه وه.

مولوي عبدالشکور حقاني په قرغیزستان کې د ایران ملي ورځې په نمانځغونډه کې ګډون کړی

په قرغیزستان کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د ایران اسلامي جمهوریت ملي ورځې په نمانځغونډه کې ګډون کړی.

په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، ښاغلي حقاني له یو شمېر سفیرانو، ډیپلوماټانو او دولتي استازو سره هم لیدلي او افغانستان، سیمې او نړۍ د روان وضعیت په اړه یې پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

تاجیکستان له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل د تاجیکستان له سفیر سعدي شریفي سره لیدنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي، هېڅوک نه شي کولای د دوو ګاونډیو هېوادونو دوستانه اړیکو او د باور شته فضا ته زیان ورسوي او اسلامي امارت له تاجیکستان سره د اړیکو لا پراختیا ته پوره ژمنتیا لري.

بل لوري، د تاجیکستان سفیر ویلي چې هېواد یې د دواړو هېوادونو په ګډ سرحد کې مهمې اقتصادي پروژې او پروګرامونه لري او د نېک نیت او شته واقعیتونو پر اساس له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي.

په پای کې دواړو لوریو د ګډې اقتصادي کمېټې د رامنځته کولو څرنګوالي، د سرحدي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د راتلونکي کال د پلان په اړه خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره په روغتیایي همکاریو خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد جمال او نورو مسوولینو سره لیدنه کړې.

عامې روغتیا وزارت وايي، په دې لیدنه کې د پولیو ناروغۍ د تشخیص اړوند د پولیو لابراتوار د  کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د پولیو د تشخیص لابراتوار د څانګو پر پراختیا او تمویل، د پولیو ناروغۍ سره پر مبارزې او محوه کولو، د روغتیایي خدماتو پر پراختیا، ظرفیت لوړونې او د راتلونکو تخنیکي ناستو پر اجنډا او  اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي ویلي؛ د پولیو ناروغۍ د تشخیص لابراتوار باید لا فعال او په هر اړخیزه توګه یې تمویل او تجهیز وشي.

نوموړي همدا راز د روغتیا نړیوال سازمان د مسولینو څخه د زیاتې پاملرنې او بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې، تر څو د پولیو د تشخیص لپاره ټول امکانات پر کور دننه برابر او تشخیص یې پر وخت او په معیاري توګه تر سره شي.

ایران افغانستان ته د نفتو ترانزیټ او صادرلو ته چمتووالی ښودلی

د ایران د نفتو وزارت د نړیوالو او سوداګریزو چارو مرستیال سید علي محمد موسوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سید کریم هاشمي او غړو سره لیدنه کړې.

کابل کې د ایران سفارت وایي، ښاغلي هاشمي په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګرۍ او نفت او ګازو صنایعو په برخه کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، ښاغلي موسوي د انرژۍ بنسټونو د پیاوړتیا او افغانستان ته د نفتي موادو د ترانزیټ او صادرلو په برخه کې د ایران د چمتووالي اعلان کړی دی.

مولوي قدرت الله جمال د لغمان تاریخي ځایونو او لرغونو سیمو ته پر ځانګړې پاملرنې ټینګار کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال لغمان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سراج تاريخي کلا، مهترلام بابا زيارت، زرغونډۍ او د دې ولایت له يو شمېر نورو تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي جمال د دغو تاریخي ځایونو او لرغونو سیمو څخه د لیدنې پرمهال وویل: “لغمان يو تاريخي او لرغونی ولايت دی او د بېلابېلو ځانګړتیاوو په لرلو سره د سېلانيانو د جذب لامل کیدای شي.”

ښاغلي جمال زیاته کړه، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت به د سراج تاريخي کلا د حيثیت ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دغه کلا به د سېلانيانو د پاملرنې وړ وګرځي.

سید عباس عراقچي: هېڅ لاریون‌کوونکی نه دی اعدام شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسرائیلي رسنیو د راپورنو په غبرګون کې ویلي، په ایران کې د وروستیو لاریونونو وروسته هېڅ لاریون‌کوونکی نه دی اعدام شوی.

دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې له دې وړاندې اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی و، چې ایران د برید د مخنیوي په موخه امریکا ته دوکه ورکړې او زرګونه کسان یې پټ اعدام کړي.

وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د اعدامونو د ترسره کولو په صورت کې به د ایران پر وړاندې جدي غبرګون وښیي.

مولوي احمدالله وثیق په ابوظبي کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره لیدنه کړې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق په ابوظبي کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره لیدنه کړې.

ابوظبي کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سپورټي اړیکو د پیاوړتیا او په دې برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه د یاد سفارت په وینا، ښاغلي حقاني له کوربه هېواد سره د بدني روزنې او ورزش په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مولوي نور جلال جلالي افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان  له مشرې سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له مشرې پارک میهیونګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو د همکاریو پیاوړتیا، د ګډو هوکړو د پلي کېدو څرنګوالي او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو په تړاو خبرې کړې دي.

همدارنګه په لیدنه کې د کډوالۍ د روغتیايي ملاتړ (Migration Health Support) په برخه کې د IOM د روانو فعالیتونو، په ځانګړي ډول د راستنېدونکو، بې ځایه شویو او زیان منونکو وګړو لپاره د اساسي روغتیايي خدمتونو د برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم خبرې شوې دي.

ورته مهال په دې لیدنه کې د روغتیايي بنسټونو پیاوړتیا، د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې او تجهیز، او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی.

د دعوت او ارشاد ریاست د دیني زده‌کړو ازموینې د پایلو اعلان غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دیني احکامو او زده‌کړو ازموینې د پایلو اعلان غونډه په سلامخانه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د دعوت او ارشاد رییس مولوي محمد هاشم شهید ورور په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه په ځانګړې لارښوونه په ادارو کې د دیني احکامو زده‌کړې ته رسمي وخت ځانګړی شوی او ټینګار یې وکړ، چې کارکوونکي دې د یادو درسونو پابندي وکړي او عملي بڼه دې ورکړي.

ورپسې د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، د اسلامي امارت مشرتابه په ادارو کې د دعوت او ارشاد ریاست د تشکیل په منظورولو سره خپل مسولیت ادا کړی او د دیني زده کړو په برخه کې د مسولینو هڅې د ستاینې وړ دي.

د ډاکتر ملا عبدالواسع په وینا، دا یو ښه فرصت برابر شوی دی، د دعوت او ارشاد د درسونو او په جماعت د لمانځه ادا کولو پابندي وکړئ او ځانونه باید داسې برابر کړو چي الله تعالی او رسول اکرم (ص) راڅخه راضي شي.

همدارنګه د منابعو او ادارې مرستیال مفتي سیداحمد مستقیم هم وویل، اسلامي نظام د شریعت د پلي کېدو لپاره رامنځته شوی او اړینه ده چې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون زده او عملي شي.

دغه‌راز د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال مولوي عبدالباري عاطف د اسلامي نظام تر چتر لاندې د راټولېدو یادونه وکړه او د علماوو د لارښوونو پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې د دیني احکامو او زده کړو د ازموینې لومړۍ، دویمه او درېیمه درجه ګټونکو ته ډالۍ ورکړل شوې او مراسم د سپیدار ماڼۍ د دعوت او ارشاد رییس مولوي منور له لوري په دعا پای ته ورسېدل.