ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 141

د ابوظبي ملي هوايي شرکت د مارچ له ۲۸مې د کابل ـ ابوظبي ترمنځ الوتنې پیلوي

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د ابوظبي ملي هوايي شرکت «اتحاد» د سوداګریزو او پراختیايي چارو له پلاوي سره ناسته کړې ده.

په ابوظبي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې ناسته کې د اتحاد شرکت چارواکو کابل ته له ابوظبي څخه د پروازونو د پیل (چې د مارچ په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي) د الوتنو مهالوېش، ترانسپورتي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي ترمنځ د هوايي تګ راتګ په اړه معلومات وړاندې کړل.

د اتحاد شرکت چارواکو ویلي، یاد شرکت اوسمهال ۹۹ ښارونو ته الوتنې لري او ژمنه یې کړې چې د کابل او ابوظبي ترمنځ الوتنې به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ له نړۍ سره د تګ راتګ په پراختیا کې هم مهم رول ولري.

دغه‌راز مولوي بدرالدین حقاني کابل ته د ابوظبي د ملي هوايي شرکت د الوتنو له پیل خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د مسافرو لپاره دې هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې شي، په ځانګړې توګه د ټکټونو او د سفر اړوندو لګښتونو د کمولو برخه کې دې ځانګړې پاملرنه وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ایران ته بلل شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران د نفتو وزارت د سوداګریزو او نړیوالو چارو مرستیال سیدمحمد موسوي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې سیدمحمد موسوي افغانستان ته د نفتو او ګازو صادراتو د هېواد تصفیه خونو کارمندانو روزنې په برخه کې چمتوالی ښودلی او همدارنګه ښاغلي عزیزې ته ایران ته د سفر بلنه ورکړې. 

ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کیفیت معیارساتلو پر تینګار سربېره د نرخونو د کموالي، د ایران له لارې د نفتي موادو او اوبلنو ګازو د ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه د یادې کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ دوکتور نور محمد ثاقب پر وخت د حاجیانو د لېږد، د حج مناسکو د تعلیم په موخه د معلمینو د استولو او د الوتنو د وختونو د تنظیم په اړه د یاد وزارت د اجرااتو په هکله راپور وړاندې کړ.

د غونډې په پای کې، د حاجیانو د وخت سره سم جومات ته د لیږد، د الوتنو د وختونو تنظیمولو او حاجیانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په اړه اړینې پریکړې وشوې.

په ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین رسما پیل شو

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، چې د ننګرهار ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د یوې چاپېریالي پروژې په چوکاټ کې په رسمي ډول پیل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص، د ننګرهار ولایتي مسولینو، د مرستندویه موسساتو استازو او ولسي مشرانو ګډون کړی و.

مولوي مطیع‌الحق خالص په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې افغانستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د جګړو او بې‌امنۍ له امله سخت زیانمن شوی او ګڼ شمېر طبیعي ځنګلونه یې له منځه تللي دي.

 نوموړي زیاته کړه، د هېواد بیا رغونه یوازې د زیربناوو په جوړولو نه، بلکې د طبیعي سرچینو په احیا او ساتنې پوري هم تړلې ده.

مولوي مطیع‌الحق خالص وویل، یوازې تېر کال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري په هېواد کې له ۱۷ میلیونو زیات نیالګي کېنول شوي دي او دا لړۍ به په پوره عزم دوام ومومي.

ښاغلي خالص څرګنده کړه: «افغانستان به په خپل ملي عزم او ګډو هڅو رغېږي. که هر څوک د هېواد د ابادۍ لپاره لاس را اوږد کړي، موږ به د هېواد په ابادولو کې ورسره په پوره اخلاص همکاري وکړو.»

دغه‌راز نوموړي ځنګلونه ملي شتمني وبلله او ویې ویل، چې ساتنه او پالنه یې د ټولو ګډ مسولیت دی، ځکه دا د راتلونکو نسلونو امانت دی.

د هغه په وینا نیالګي د اورښتونو د تنظیم، د سېلابونو د مخنیوي، د هوا د ککړتیا د کمولو او د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې بنسټیز رول لري.

ښاغلي خالص همداراز پر ولسونو غږ وکړ، چې د نیالګیو په کېنولو، ساتنه او زرغونتیا کې له حکومت سره بشپړه همکاري وکړي او په دې برخه کې له هیڅ راز مرستي څخه درېغ ونه کړي.

همدارنګه په دې مراسمو کې د ننګرهار ولایتي مسولینو، د UNDP او رها موسسې استازو او ولسي مشرانو په خپلو ویناوو کې د نیالګیو کېنولو او ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او له ولس څخه یې وغوښتل، چې د شنو ساحو د پراختیا او چاپېریال ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

د مراسمو په پای کې ګډونوالو په عملي ډول نیالګي کېنول او د کرل شویو نیالګیو د ساتنې ژمنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده، دا پروژه چې د رها موسسې په همکارۍ تطبیق کیږي له مخې به یې ۶۰۰۰ مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنول شي او د اوبو لګولو لپاره به ۲۰ سولري تختې نصب او د پایپ لاین سیستم به وغځول شي او همدارنګه د دې ترڅنګ به د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته کاري زمینه برابره شي.