ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 142

ننګرهار کې د امام ابوحنیفه (رح) جامعې د افتاء او قضاء څانکې څخه لسګونه متخصصین فارغ شول

د امام ابوحنیفه رحمه الله (ننګرهار) دیني جامعې د افتاء او قضاء څانګې له لومړۍ دورې څخه (۳۷) تنه متخصصین فارغ شول

لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې په ننګرهار کې د امام ابوحنیفه (رح) جامعې د افتاء او قضاء څانکې له لومړۍ دورې څخه ۳۷ متخصصین فارغ شول.

په یاده فراغتغونډه کې د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رییس مولوي اسدالله فرید د یادو متخصصینو فراغت د افتاء او قضاء برخې تخصصي کولو کې ګټور ګام وباله او زیاته یې کړه، د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې د افغانستان په کچه دیني تخصصي برنامې لا زیاتې او پیاوړې کړي، چې د شرعي علم متخصصین د اوسني عصر ستونزو ته رسېدنه وکړي.

همدارنګه نورو ویناوالو فارغو شویو فاضلانو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ورته ویې ویل، چې د خپلو تحقیقي وړتیاوو او مهارتونو پر مټ د افتاء او قضاء په میدان کې د عدالت، اعتدال او علمي استدلال غوره مظاهره وکړي.

د خواجه اصف تاریخي اعتراف؛ پاکستان څو لسیزې د لودیځ ګټو لپاره افغانستان کې لاسوهنه کړې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د دغه هېواد د اسمبلۍ په غونډه کې ویلي، چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې د لویدیځ د ګټو لپاره د کرايي ځواک په توګه افغانستان کې فعالیت کړی او دغه تېروتنې لا هم تکراروي.

نوموړي زیاته کړې:« موږ لا هم پر تېرو تېروتنو باندې اعتراف نه دی کړی، تر هغې چې موږ پر خپلو تاریخي تېروتنو اعتراف ونه کړو، نه شو کولای ځان اصلاح کړو، شاوخوا ۲۳ کاله په افغانستان کې دخیل و اوس پوښتنه دا ده چې ولې زموږ په هېواد کې ترهګري زیاته شوې زه فکر کوم چې دا د همغو سیاستونو پایله ده.»

خواجه اصف په داسې حال کې له دې حقایقو پرده پورته کوي، چې اسلامي امارت تل پاکستان د افغانستان په داخلي چارو کې په لاسوهنې تورن کړی.

جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ له منځه وړلو په موخه څه باندې ۶ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې

د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې جاپان په افغانستان کې د ماشومانو فلج (ګوزڼ) له‌منځه‌ وړلو په موخه ۶ میلیونه او ۳۰۰ زره امریکایي ډالر مرسته کړې.

د یونیسف په وینا، دغه مرسته د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) له لورې ورکړل شوې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې، دا پیسې به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې په ټول هېواد کې له پینځو کلونو کم عمره ۱۲ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کولو په برخه کې ولګول شي.

مولوي عبدالکبیر: راستنېدونکو کډوالو ته به لنډمهاله او دایمي سرپناه برابره شي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د الوزي قوم له یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره لیدنه وکړه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د الوزي قوم مشرانو او علماوو، چې د خپل قوم د کډوالو په استازیتوب راغلي وو، وویل، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پوځیانو ظلم او زیاتی زیات شوی او د کورونو د ورانولو له امله افغانان د ژمي په سړې هوا کې راشړل کېږي.

یادو قومي مخورو او علماوو زیاته کړه، چې شاوخوا دوه زره کورنۍ د راستنېدو په حال کې دي او وړاندیز یې وکړ، چې راستنېدونکو کورنیو ته لنډمهاله پنډغالي او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

دوی همدارنګه له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې راستنو شویو ته د دایمي سرپناه د برابرولو په موخه د کډوالو په ښارګوټو کې د استوګنې ځمکې ورکړل شي.

مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو د ښه خدمت لپاره بېلابېلو ادارو ته دندې سپارلې دي.

نوموړي یادونه وکړه، چې راستنېدونکو هېوادوالو ته به په مناسب ځای کې د لنډمهاله سرپناه د برابرولو هڅې وشي، کېږدۍ او نور اړین توکي به اړمنو ته ووېشل شي.

مولوي عبدالکبیر همدارنګه څرګنده کړه، چې د ښارګوټو اړوند غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې شي او په دې برخه کې به اړینه همکاري ترسره شي.

د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې تر شره شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې غونډې ته د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي وړاندې او له بحث وروسته تایید شوه.

د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د څیړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د اوبولګونې سیسټمونو مدیریت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې ملاتړ او باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو ته د خلکو لاسرسی د دې پالیسۍ اساسي موخې دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا پر طرحه هم بحث ترسره او تایید شوه. د دې طرحې له مخې به د هېواد ه مختلفو سکټورونو کې د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې په ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو  د تولید او روزنې ۷۷۰۰ کوچني، متوسط او لوی فارمونه جوړ شي.

د دې طرحې په تطبیق سره به په مستقیم ډول ۵۰ زره او په غیر مستقیم ډول به ۲۵۰ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

همدارنګه د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم  په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.