ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1428

د برېښنا له اړخه د هېواد د ځان بسیا کولو او پر پښو درولو هڅې

د DBE Holding ترکي کمپنۍ افغانستان کې د سولري برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور د یوه پلاوي په مشري ترکیې ته سفر کړی او DBE Holding ترکي کمپنۍ له مسولینو سره یې په لیدنه کې دوی هڅولي، چې افغانستان کې د سولري برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د یادې کمپنۍ مسولینو افغانستان کې د سولري برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

یاد وزارت هڅه کوي، چې افغانستان د برېښنا له اړخه په پښو ودرېږي او ټول هېواد د سولري برېښنايي شبکې تر پوښښ لاندې راشي.

له دې وړاندې هم د افغانستان د برېښنا شرکت اجرایوي رییس ملا محمد حنیف حمزه او د تاجکستان برېښنا شرکت د رییس محمد عمر عسازاده تر منځ افغانستان ته د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک شو.

په دې تړون کې له یوه لوري برېښنا زیاته شوې او له بل لوري د برېښنا په تعرفه کې کمښت راغلی دی.

د ۴۰۰ بستریز روغتون ښځینه ډاکټرانې وايي، چې د دې روغتون هېڅ ښځینه ډاکټره له دندې نه ده ګوښه شوې

د ستر درستیز د روغتیا قوماندان ډاکټر طاهر احرار د ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو هغه اوازې رد کړې، چې ګواکي د څلور سوه بستریز روغتون ښځینه ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې له خپلو دندو ګوښه شوې دي.

نوموړی ښځینه‌‌ ډاکټرانو د ګوښه کېدو اوازې منفي تبلیغات بللي او ویلي یې دي، چې په دغه روغتون کې ۲۵۰ ښځینه ډاکټرانې له جنسیتي توپیر پرته په بېلابېلو څانګو کې خپلو دندو ته دوام ورکوي او معاشونه یې هم پر وخت ترسره کیږي.

د څلور سوه بستريز روغتون ښځينه ډاکټرانې د دغه روغتون د مسوولينو له چلنده د هرکلي ترڅنګ وايي، چې د دوى هېڅ کومه همکاره له دندې نده ایستل شوې.

په همدې حال ناروغ لرونکي هم د څلور سوه بستریز روغتون له خدمتونو خوښي څرګندوي.

عالیقدر امیرالمؤمنین: له کجکي بند څخه دې ترینکوټ ته د برېښنا رسولو پروژې ته لومړیتوب ورکړل شي

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظه الله د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې له ریيس مولوي وکیل احمد نقي او د دې ولايت له یو شمېر سپینږیرو او عالماوو سره لیدنه کړې.

نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې د اغاجان بند جوړولو او له کجکي بند څخه ترینکوټ ته د برېښنا رسولو پروژو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریيس د عالیقدر امیرالمؤمنین سره په روزګان کې د برېښنا ستونزې، د کجکي برېښنا بند څخه روزګان ته د برېښنا رسولو، په چنارتو او چوره ولسوالیو کې د اغاجان او مني غار بندونو د جوړلو او ځینو نورو بندونو، کانالونو او سربندنو د رغولو وړاندیزونه  شریک کړل.

امیرالمؤمنین حفظه الله د یادو ټولو وړاندیزونو د منلو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د اغاجان بند د جوړولو او د کجکي برېښنا بند څخه د روزګان مرکز، ترینکوټ ته دې د برېښنا رسولو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.

پاکستان کې د افغانستان شارژدافیر: د کراچۍ له زندانونو مو نږدې ۳۰۰ افغان بندیان ازاد کړي

پاکستان کې د افغانستان شارژدافیر سردار احمد شکیب وایی، چې له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته یې د دې هېواد په کراچي کې د پولیسو له لوري د ۵۲۴ نیول شویو افغانانو له ډلې ۲۹۴ کسان ازاد کړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې په دې هېواد کې د افغان ګډوالو د ستونزو پر حل او له منځه وړلو هم خبري کړې دي.

د ښاغلي شکیب په وینا؛ د پاتې نورو د ازادولو لپاره د خبرو لړۍ روانه ده او له پاکستانه مو غوښتي، چې د افغانانو له ځورونې او نیولو لاس واخلي.

له بل لوري سیاسي کارپوهان واييو چې پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت غوره چلند به د دواړو هېوادونو په سیاسي او سوداګریزو اړیکو مثبته اغیزه وکړي.

اسلام اباد کې د افغانستان شارزدا فير وايي، چې د پاتې افغان بنديانو د خوشې کولو لپاره يې د دې هېواد له چارواکو سره خبرې پيل کړې دي.

د حج او اوقافو وزارت او سعودي عربستان تر منځ د حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لیک لاسلیک شو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت پلاوي تر منځ د ۱۴۴۴ هـ کال د حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې وزارت مالي او اداري رییس مولوي عبدالولي حقاني د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه تېره ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د فرضي حج خدمتونو په کنفرانس او نندارتون کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی.

ښاغلي مولوي عبد الولي حقاني په جده کې د حج او عمرې وزارت له مرستیال ښاغلی دکتور عبدالفتاح مشاط سره د حج خدمتونو کنفرانس او نندارتون په مرکزي دفتر کې لیدنه کړې او د حج په اړوندو مسائلو يې خبرې کړې دي.

د دې تر څنګ د دواړو وزارتونو ترمنځ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج لومړنيو ترتیباتو هوکړه ليک لاسلیک شو.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس د توریستي شرکتونو ټولنې له پلاوي سره لیدنه وکړه

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د توریستي شرکتونو ټولنې له رییس او غړو او د حج او عمرې مسولو دولتي ادارو له استازو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې یادو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي دي.

ښاغلي ډاکتر ملا عبدالواسع له خلکو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره د دې ډول کتنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، ستونزو ته لاسرسی او د غوره کاري فضا رامنځته کول بللي دي.

نوموړي ویلي چې د یوه منظم چوکاټ له لارې به شته ستونزو ته ګډه حللاره ولټول شي، ترڅو معتمرینو او سیاحینو ته لا زیات سهولتونه ایجاد شي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس د خپلو خبرو پای کې د دوی له وړاندیزونو په مننې زیاته کړې، چې د تعقیب لپاره به په راتلونکې کې نورې غونډې هم ولرو او اوسني وړاندیزونه او غوښتنې به له اړوندو مسوولینو سره شریکې شي.

د شهزاده هري څرګندونو د عامو افغانانو سربېره د چارواکو توند غبرګونونه پارولي

د اسلامي امارت یوشمېر لوړپوړي چارواکي او د پوهنتونونو استادان، د برېتانيا د یوه پوځي شهزاده هېري څرګندونې غیرې مسولانه او په افغانستان کې پر خپلو کړو ظلمونو اعتراف بولي.

دوی پر نړېوالو محکمو او د بشري حقونو پر نړېوالو بنسټونو غږ کوي، چې دا برېتانیوي پوځي دې محکمې ته حاضر کړي.

شهزاده هېري پر خپل تازه چاپ شوي کتاب کې اعتراف کړی، چې افغانستان کې یې د پوځي ماموریت په ترڅ کې د ۲۵ افغانانو د وژلو پر وخت احساس کړی و، چې ګواګې د شطرنج دانې له منځه وړي.

د اسلامي امارت یوشمېر مسولین دا څرګندونې د برېتانیې لپاره له شرمه ډکې بولي او نوموړي ته  په افغانستان کې د کړو ظلمونو د سزا ورکړې غوښتنه کوي.

له بل لوري د پوهنتون یو شمېر استادان د نوموړي خبرې په افغانستان کې پر خپلو کړو ظلمونو اعتراف بولي او زیاتوي چې د شل کلنې جګړې په ترڅ کې زرګونه عام افغانان وژل شوي او میلیونونه نور له هېواده کډوال شوي دي.

دوی غواړي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه دې بشري جنایتکاران محکمې ته وروپېژني.

پر دې سربېره یو شمېر نړېوالو ورځپانو او څېرو هم د نوموړي خبرې پارونکي او غیرمسولانه بللې دي.

دغه‌راز د برېتانیا د پوځ یوشمېر پخوانيو پوځیانو هم پر نوموړي نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول څرګندونې ښايي شهزاده هېري او نور پوځیان له ګواښ سره مخ کړي.

د یوشمېر اسلامي هېوادونو د علماوو پلاوی؛ اسلامي امارت له عفوې سره د مکې د فتحې تاریخ را ژوندی کړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه او د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق د مصر، سوډان او فلسطین دعلما‌‌وو له پلاوي سره کتلي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي نړی علماوو په هر وخت کې د افغانانو لاس نیوی کړی. ښاغلي برادر له یاد پلاوي غوښتي، چې د افغانستان واقعي انځور تر خپلو هېوادونو او نړیوالو ورسوي.

د په دې لیدنه کې د اسلامي هېوادونو علماوو په استازولۍ شیخ دوکتور محمد الصغیر په خپلو خبرو کې د امریکا او ناټو پر وړاندې د افغانانو جهاد حیرانوونکی او د ټولې اسلامي نړی افتخار دی.

نوموړي زیاته کړې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ هیبت الله اخوند زاده حفظه‌الله له لوري عفوې دمکې د فتحې تاریخ را ژوندی کړی.

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له تبعیض پرته د ټولو قومونو خدمت کوي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع ټولنې اړوند د پوهنتون له یو شمېر استادانو او کادرونو سره لیدنه کړې.

د یادو استادانو او کادرونو په استازولي نصرالله مصباح شهرستاني په خپلو خبرو کې ویلي؛ خوښ دي چې افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د قدرت جزیرې ختمې شوې، تبعیض له منځه تللی او عدالت رامنځته شوی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د اهل تشيع کادرونه او قومونه له اسلامي امارت سره هر ډول همکاري ته چمتو دي.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر د پوهنتون له یادو استادانو څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو اړوند دی او له هر ډول تبعیض او تعصب پرته يې خدمت کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت کې د هر قوم، سیمې او ولایت خلک شته، چې د وړتیا په نظر کې نیولو سره له تبعیض پرته ټولو کادرونو ته د خدمت زمینه برابروي.