ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 143

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه وکړه

‏ د کابل ښاروالي وايي، چې د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت د ۵۳مې نرخنامې د چمتو کولو په موخه د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون ناسته ترسره شوه.

‏د یادې ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست انجنیر عصمت الله انصار ویلي، چې په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ، سوداګرۍ، مالیې، عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو، د افغانستان بانک، لوی نظارت، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د سوداګرۍ، پانګونې او هټیوالو خونې، د نفت او ګاز امارتي شرکت، د کیفیت او معیار ادارې او د اصنافو صلاحیت لرونکو استازو ګډون کړی وو.

د نوموړي په وینا، له بحث او خبرو اترو وروسته نوې نرخنامه چمتو شوې، څو ښاریان وکولای شي خپل د اړتیا وړ توکي په ښه قیمت او غوره کیفیت له بازارونو څخه ترلاسه کړي.

‏ښاغلي انصار زیاته کړې، په دې ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارېدو شویو لومړنیو توکو په لوړ قیمت پلورلو څخه د مخنیوي او د اسعارو د قیمتونو د بدلون په اړه هم خبرې شوي او مسولینو ژمنه کړې، چې د نرخونو د کنټرول په برخه کې به دوامداره هڅې کوي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ کېږي.

‏د یادونې وړ ده، چې دا نرخنامه د روژې په مبارکه میاشت کې ښاریانو ته د اسانتیاوو ته د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده او له پلي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه به په بېلابېلو ناحیو کې ترې دوامداره څارنې ترسره شي.

په کابل کې د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته ترسره شوه

د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په کوربه‌توب، په حضوري او انلاین بڼه په کابل کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک د استازو تر څنګ، د یوناما، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او اړوندو کارپوهانو په حضوري او انلاین ډول ګډون کړی و.

یاده ناسته په دوو برخو وېشل شوې وه، چې لومړۍ برخه یې د ودې او شمولیت او دویمه برخه یې د همغږۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.

د ناستې پر مهال د افغانستان اسلامي امارت استازو په هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته لاسته راوړنې او پرمختګونه له ګډونوالو سره شریک کړل.

همدارنګه، ګډونوالو د اسلامي امارت د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې یې د خپلو ترسره شویو همکاریو یادونه وکړه.

په پای کې ګډونوالو د دوامدارې همکارۍ لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړه، د شته ننګونو د حل لپاره یې وړاندیزونه وړاندې کړل او پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.

د ملي دفاع وزارت منسوبینو په سېلابونو کې بند لسګونه هېوادوال ژغورلي

ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۱۵عزم‌ قول‌اردو انجنیري کنډک منسوبینو تېره شپه د هلمند ولایت بابا‌جي ولسوالۍ لوی مانده سیمه کې د سېلابونو راوتلو له کبله لسګونه هېوادوال ژغورلي.

یاد وزارت زیاته کړې، د ژغورنې دغو عملیاتو کې سلګونه څارويو د تلف کېدو مخنیوی هم شوی.

همدارنګه د عزم قول اردو ویلي، د تېر په څېر د ملي اسلامي اردو منسوبین د هېوادوالو امنیت ساتلو ترڅنګ طبیعي پېښو کې هم د هېوادوالو خدمت ته چمتو دي.

ورته مهال د ۲۱۵ عزم قول اردو د اتمې خالد بن ولید سرحدي لوا مجاهدينو تېره شپه هغه هېوادوال ژغورلي، چې په سيلابونو کې بند پاتې وو. ياد هېوادوال د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ کې د سيلابونو په اوبو کې بند پاتې و، چې د اتمې خالد بن ولید سرحدي لوا د منسوبينو له لوري ژغورل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د لوګر موزیم او د مس‌عینک له تاریخي سیمې څخه لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مس‌عینک له لرغونو ساحو، تاریخي ابداتو او موزیم لیدنه کړې.

 ښاغلي حقاني د مس‌عینک لرغونې او تاریخي ساحه د هېواد له تر ټولو بې‌سارې او ارزښتناکو تاریخي سیمو بللې او ویلي یې دي، د مس‌عینک لرغوني اثار د افغانستان د لرغوني تمدن او تاریخي هویت څرګندوی دي، دا ثابتوي چې دا خاوره د تاریخ په اوږدو کې دفرهنګ، تمدن او انساني تعاملاتو مرکز پاتې شوې ده.

دغه‌راز نوموړي انجنیرانو ته سپارښتنه کړې، چې د کیندنو او د مسو د استخراج په بهیر کې دې د کلتوري میراثونو د ساتنې اصول په جدي توګه مراعات کړي او په بشپړ دقت سره دې د لرغوني اثارو له تخریب او زیانمنېدو مخنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي، تر څو د تاریخي میراثونو د ساتنې او اقتصادي پرمختګ تر منځ توازن رامنځته کړي.

د روژې په میاشت کې د یتیمانو او اړمنو د ملاتړ لپاره د افغاني سرې میاشتې او دیانت ادارې د همغږۍ ناسته وکړه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیز الرحمن او په افغانستان کې د ترکیې د دیانت ادارې مشر امراه کان دمیر د روژې په میاشت کې د بې‌سرپرسته ماشومانو د ملاتړ او اړمنو ته د روژه‌ماتي تیارولو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.

افغاني سره میاشت وایي، حافظ عزیز الرحمن، بې سرپرسته کورنیو ته د مرستونونو په کچه د ترسره کېدونکو بشرپاله فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او په روان سوړ ژمي کې یې د یتیمانو د لاسنیوي برخه کې د هر خیریه بنسټ همکاري مهمه وبلله او افغاني سره میاشت یې بې سرپرسته کورنیو، اړمنو او پېښځپلو ته د مرستو رسولو ښه مرجع یاده کړه.

دغه‌راز نوموړي د یتیمانو د ملاتړ په برخه کې د ټولو خیریه ادارو د همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.

ورته مهال امراه کان دمیر وویل، چې د روژې میاشت په مناسبت به په ځینو ولایتونو کې بې‌سرپرسته ماشومانو ته ژمنۍ جامې ووېشي او اړمنو ته به د روژه‌ماتي پروګرام جوړ کړي.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د دیانت ادارې د دا ډول مرستو مننه وکړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

په عمان کې د هند له سفیر سره د حافظ عمر لیدنه؛ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې شوي

په عمان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست حافظ عمر، د یاد هېواد لپاره د هند له سفیر غوداورتي وینکاتا سرینواس سره لیدنه کړې.

 په مسقط کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړه لوریو په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

دغه‌راز حافظ عمر په عمان کې میشتو افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو د همکارۍ هیله څرګنده کړې ده.

همدارنګه په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اوږدمهاله همکاریو ډاډ څرګند کړی.

غـــــــزه؛ د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ‌تر‌لږه ۷ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې تېره ورځ (دوشنبه، د فبروري ۹مه)  غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د دغو بریدونو له ډلې یو برید په غزه ښار کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ شوی، چې لږ تر لږه ۴ تنه پکې شهیدان شوي.

د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي رژیم په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند راپدیخوا ۵۸۱ فلسطینیان شهیدان کړي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

همدارنګه په غزه کې د صهیونيستي رژیم د نسل‌وژنې جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۲ زره او ۳۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره ۶۶۱ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

افغانستان او اوزبیکستان د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا ټنیګار کړی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د اوزبیکستان د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت رییس او د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ پلاوي لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لاپياوړتيا او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې شوې دي.

 مولوي امیرخان متقي ویلي، چې اوزبیکستان د افغانستان په اړه مثبته او پر ښه نیت ولاړه پالیسي لري او موږ هیله‌من یو چې د همدې پالیسۍ په رڼا کې دوه‌اړخیزې اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي.

دغه راز ښاغلي متقي د دوه‌اړخیز تفاهم د زیاتوالي او ځمکنیو حقایقو د درک په پیاوړتیا کې د څېړنیزو مرکزونو پر رول ټینګار کړی.

همدا راز د اوزبیک پلاوي مشر په افغانستان کې د شته ثبات او پرمختګونو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ کچه د تېر په پرتله پام‌وړ زیاته شوې او سږ کال به دا کچه لا ډېره زیاته شي.

په پای کې همدارنګه د دوه‌اړخیزو اقتصادي همکاریو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم مطرح شوي، چې په مرسته به یې شته همکارۍ لا ډېرې پراخې شي.

مولوي ګل حسن حسن په روسیه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدنه کړې

په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په روسیه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدنه کړې.

مسکو کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د متقابل تفاهم، همغږۍ، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او دغه راز د افغانستان او روسیې ترمنځ په سوداګرۍ کې د شته ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

همدارنګه په دې ناسته کې افغان سوداګرو خپلې ستونزې او غوښتنې هم شریکې کړي او د اسلامي امارت د همکارۍ او پاملرنې غوښتنه یې کړې ده. ورته مهال مولوي ګل حسن حسن دغه سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

سید عباس عراقچي مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ مذاګرات یو ښه پیل بللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په جلا ټلیفوني اړیکو کې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو سره په مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو غیرې مستقیمو مذاکراتو د بدلونونه په تړاو معلومات شریک کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، سید عباس عراقچي دغه خبرې اترې یو ښه پیل بللی، خو د امریکا د نیت او موخو په اړه یې د بې باورۍ له منځه وړلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

له بلې خوا، د دغو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د مسقط د خبرو له پیل هرکلی کړی او ډیپلوماټیکې حل‌لارې ته د رسېدو او د تاوتریخوالي زیاتېدو مخنیوي لپاره یې د دغو خبرو پر دوام ټینګار وکړ.