ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 144

مولانا فضل‌الرحمن: له افغانستانه یو انار هم نه شي راتللی، خو دوی وایي چې ترهګر پاکستان ته له افغانستانه راځي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن په خپلو وروستیو څرګندونو کې د پاکستاني چارواکو وروستۍ ادعاوې مسخره کړې دي.

نوموړي په تمسخر ویلي: «دا چې له افغانستان څخه پاکستان ته حتی یو انار هم نه شي داخلېدای، نو پاکستاني چارواکي په کوم منطق ادعا کوي چې له افغانستان څخه «ترهګر» پاکستان ته ورځي؟»

مولانا فضل‌الرحمن په دې څرګندونو سره د پاکستاني چارواکو هغه ادعا ننګولې، چې ګواکې په اسلام‌اباد کې د یوه جومات وروستۍ چاودنه له افغانستان سره تړاو لري.

نوموړي پوښتنه کړې، که رښتیا هم ترهګر پاکستان ته داخلیږي، نو ولې یې امنیتي ادارې نه دروي او نه یې له منځه وړي.

دغه راز، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د پاکستان د حکومت د داخلي اختلافاتو او خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ایران، هند، چین او افغانستان اقتصادي وضعیت د پاکستان په پرتله ښه دی.

د مالیې وزارت سر له نن څخه له پاکستانه د درملو پر وارداتو بندیز اعلان کړ

د افغانستان اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، د شعبان المعظم میاشتې له ۲۱مې نېټې چې د سلواغې میاشتې له ۲۰مې سره برابره ده د هېواد په ټولو ګومرکونو کې له پاکستان څخه د درملو واردولو اجازه نه ورکول کیږي.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر ویلي، د درملو په ګډون به له قاچاقي لارو د هر ډول توکو په واردولو کلک څار تر سره او عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي.

مالیې وزارت یو ځل بیا د درملو او نورو اړتیا وړ توکو پر واردوونکو غږ کړی، چې د پاکستان پر ځای دې نورې بدیلې لارې ولټوي او دوی په دې برخه کې سوداګرو ته د هر ډول اسانتیاوو په برابرولو کار کوي.

دغه‌راز له دې وړاندې مالیې وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي و، چې د روان قمري کال د شعبان‌المعظم میاشتې له ۲۱مې نېټې وروسته به د هېواد په ګمرکونو کې پاکستاني درمل محصول نه شي.

د عبدالله بن مسعود رضي‌ الله‌ عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۸۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو (۸۳) تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي‌ الله‌ عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د مسلکي ښوونځیو د انجینري تسهیلاتو، هارس مخابرې، ادارې او مدیریت او د نقلیه وسایطو د ساتنې له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي‌ الله‌ عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ قومندان مولوي نصیب‌الله “مدني”، ګڼ‌شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي نصیب‌الله “مدني” یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:”د اعداد او پوځي زده‌کړو ترلاسه کول فرض دي؛ تاسو د یادې فریضې د ترسره کولو او د اسلامي ارزښتونو، ملي نوامیسو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په پار روزل شوي یاست. هڅه وکړئ له یادو زده‌کړو څخه د نظام د تحکیم ، پیاوړتیا او ثبات په برخه کې هر اړخیزه ګټه پورته کړئ.”

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د مسولینو له لوري د بری‌لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

شیخ عبدالرحمن منیر: روان کال د نشه يي توکو د کښت کچه صفر ته راښکته شوې

د کډ‌والو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې له مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر سره لیدنه لیدنه کړې.

د کډ‌والو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې په هېواد کې د نشه یې توکو د کښت د مخنیوي او نه کارونې په اړه خبرې شوې دي.

شیخ عبدالرحمن منیر ویلي، د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او پر وخت پرېکړې د نشه يي توکو د کښت د لمنځه تلو او نه کارونې سبب شوې دي.

ښاغلي منیر زیاته کړې، چې د نشه يي توکو د نه کارونې او نه کرلو په برخه کې د دیني عالمانو او رسنیو ونډه خورا اغېزمنه ده او په وینا يې، روان کال د نشه يي توکو د کښت کچه صفر ته راښکته شوې ده.

د ناستې پر دوام ښاغلي مرستیال په راستنو شویو هېوادوالو کې د روږدو کسانو پېژندنه او د هغوی پر درملنې سربېره د ځوان نسل اړوند ځینې مشورې او موضوع ګانې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې د کورنیو چارو وزارت هڅې ستایلي او د لاښه مدیریت لپاره یې د امنیتي ادارو خپلمنځي همغږي اړینه بللې ده.

نوموړي د راستنو شویو ځوانانو روزنه او د روږدو کسانو درمنله اړینه بللې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت په دغې برخه کې مهم ګامونه اخیستې دي او تمه کېږی، چې راستانه شوي ځوانان له ارزښتونو سره ژر بلد شي.

په پای کې مولوي عبدالکبیر شریکې شوې موضوع ګانې مهمې بللې دي او ورته د رسېدنې یادونه یې کړې ده.

لاوروف: که اروپا جګړه پیل کړي، روسیه به سمدستي بشپړ پوځي ځواب ورکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی، که اروپا د روسیې پر وړاندې د جګړې پیل پرېکړه وکړي، نو مسکو به بې‌ځنډنه او په بشپړ ډول پوځي ځواب ورکړي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف ویلي، روسیه د اروپا پر هېڅ برخه د برید نیت نه لري، خو که اروپايي هېوادونه د جګړې د چمتووالي ګواښونه عملي کړي، د روسیې غبرګون به نور محدود نه وي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د احتمالي برید په صورت کې به د روسیې ځواب د پوځي تګلارې له مخې، د شته ټولو پوځي وړتیاوو په کارولو سره، یو بشپړ پوځي غبرګون وي.

مشهد کې د افغانستان سرقونسل د ایران د جنوبي خراسان ولایت له چارواکو سره لیدنه کړې

مشهد کې د افغانستان سرقونسل مولوي نورمحمد متوکل د ایران د جنوبي خراسان ولایت له والي محمد رضا هاشمي او د دې ولایت د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ له رییسې افسانه ابراهیمي سره جلا لیدنې کړي.

مشهد کې د افغانستان جنرال قونسلګري وایي، چې په دې لیدنو کې په جنوبي خراسان ولایت کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو تعقیب او د فراه او جنوبي خراسان ولایتونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي په اړه خبرې شوي.

مولوي نور محمد متوکل دغه راز د دې سفر په ترڅ کې د بیرجند په مرکزي زندان کې د افغان بندیانو د ستونزو اورېدلو سربېره د جنوبي خراسان ولایت د صادراتو پراختیا کاري ډلې او د سرحدي تبادلې تنظیم شورا په اتمه غونډه کې ګډون کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: فلسطین د سیمې د امنیت بنسټ دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د الجزیرې فورم په غونډه کې ویلي، که د سیمې هېوادونه له پای‌نه‌لرونکو جګړو پرته راتلونکی غواړي، باید ومني چې فلسطین یوازې د همدردۍ موضوع نه، بلکې د سیمې د امنیت اساسي او نه‌بېلېدونکی بنسټ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطین او غزې وضعیت یوازې یو بشري بحران نه دی، بلکې د یوې پراخې او خطرناکې توسعه‌طلبانه پروژې پر بستر بدل شوی، هغه پروژه چې د «امنیت» تر عنوان لاندې پر مخ وړل کېږي.

دغه‌راز عراقچي ټینګار کړی، چې یوازې د اندېښنو څرګندول او اعلامیې ورکول بسنه نه کوي، بلکې اړتیا ده یوه همغږې او عملي تګلاره غوره شي؛ داسې تګلاره چې حقوقي، ډیپلوماتیک، اقتصادي او امنیتي اړخونه ولري او د نړیوالو قوانینو او ګډ مسولیت پر بنسټ ولاړه وي.