ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 145

د افغانستان بانک څه‌باندې ۵۳۷ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې

د افغانستان بانک خبر ورکړي، چې له اړوندو کړنلارو سره سم د هېواد له لویدیځ زون څخه راټول شوي د ۵۳۷ میلیونه او ۷۴۶ زره افغانیو په ارزښت زاړه افغاني بانکنوټونه د یاد بانک دویم مرستیال مُلا محمد اخوند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته په هرات ولایت کې وسوځول.

د یاد بانک په وینا؛ په دې بانکنوټونو کې د (۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰) افغانیو انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند ویلي؛ چې د مندرسو بانکنوټونو د سوځولو پروسه د بانک د دوامدارې ستراتیژۍ یوه برخه ده، ترڅو ولس د خپلو ورځنیو راکړو ورکړو لپاره د افغانۍ سالمو او نویو بانکنوټونو ته لاسرسی ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې د مندرسو بانکنوټونو د سوځولو موخه د مالي نظام د شفافیت او د افغانۍ د اعتبار ساتنې په برخه کې یوه له مهمو پروسو څخه ګڼل کیږي.

ملا محمد اخوند ویلي، چې د بانکنوټونو د سمې کارونې په برخه کې د هېوادوالو همکاري اړینه ده، ځکه چې افغانۍ زموږ ملي پيسې دي او په سمه توګه کارول یې زموږ ملي مسولیت دی.

د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت مندرس بانکنوټونه راټولوي او په بدل کې یې بازار ته نوي بانکنوټونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو څخه وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا ځانګړو بټیو ته لېږدول کیږي او په یو وار سوځول کیږي.

د اقتصاد وزیر له CRC موسسې څخه غوښتي چې پراختیایي پروژو ته پاملرنه وکړي

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د CRC نړۍ‌والې موسسې له عمومي رییس شان کلاهان سره په لیدنه کې د بشري مرستو پردوام او راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې کړي.

د اقتصاد وزیر په دې لیدنه کې له CRC موسسې څخه غوښتي چې د مرستې رسونې ترڅنګ د پراختیایي پروژو پلې کولو ته په ځانګړې ډول د کډوالو ښارګوټو ته پاملرنه وکړي.

ورته مهال، یادې موسسې په افغانستان کې د خپلو همکاریو او فعالیتونو د پراختیا په اړه ډاډ څرګند کړی.

روسیې او عمان د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي مذاکراتو پر دوام ټینګار کړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د ایران او امریکا ترمنځ په مسقط کې د ترسره شویو مذاکراتو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د سیمې د ثبات د تضمین لپاره د منلو وړ هوکړې ته د رسېدو په موخه د خبرو اترو بهیر د دوام پر اړتیا ټینګار کړی. 

د راپور له مخې، ښاغلي لاوروف په روانو خبرو اترو کې د عمان له هڅو هم مننه کړې ده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتو سازمان رییس ریاض ته رسېدلي

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن الشیباني او د استخباراتو سازمان رییس حسین السلامه تېره ورځ (یکشنبه، د سلواغې ۱۹مه) ناوخته مهال د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلي.

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې دغه سوریایي چارواکي به ریاض کې د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف په ناسته کې ګډون وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال: افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او پراخو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد د اوزبیکستان هېواد د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت له رییس او د یاد هېواد د جمهور رییس له سلاکار ښاغلي جولان وهابوف سره لیدنه وکړه.

همدارنګه په دې لیدنه کې په کابل کې د اوزبیکستان سفیر او د یاد هېواد رسمي پلاوي هم ګډون درلود.

مولوي احمدالله زاهد اوزبیکستاني پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د ښه ګاونډیتوب د پالیسۍ پر بنسټ، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او پراخو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي وویل، د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ ګڼ سوداګریز فرصتونه شته، او باید له دغو شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخیستل شي.

ښاغلي زاهد زیاته کړه، د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو چارو د تعقیب لپاره ځانګړې کمېټې ټاکل شوې دي او اړینه ده چې دغه کمېټې خپلو مسولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي، څو شته ستونزې او خنډونه له منځه ولاړ شي.

دغه‌راز په دې لیدنه کې ښاغلي جولان وهابوف د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، شاوخوا شپږ کاله وړاندې د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم ۶۰۰ میلیونه ډالر و، خو له نېکه مرغه تېر کال دغه شمېر ۱.۶ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی.

په پای کې نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به دا سوداګریز حجم تر ۲ میلیارده ډالرو پورې لوړ شي.