ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 146

د ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون د فراغت مراسم؛ برادر د قوي ملي پوځ پر اهمیت ټینګار وکړ

د حضرت ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال او د کابینې ګڼ شمېر وزیرانو ګډون وکړ.

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د حضرت ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل رض ملي پوځي اکاډمۍ څخه ۶۷ تنه محصلین، چې د څلور کلنو مسلکي لیسانس زده‌کړو د ۱۷مې دورې برخه وو، نن د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر او د کابینې د یو شمېر وزیرانو په حضور کې فارغ شول.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې وویل: تاسو ته د مسلکي زده‌کړو ترڅنګ د ملي روحیې او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې درس هم درکول شوی او د اسلامي امارت سیاست دا دی، چې نه چاته ضرر رسوي او نه د چا ضرر مني؛ خو که له چا ضرر وویني، نو د هغه بدل هیچاته نه پرېږدي.

نوموړي زیاته کړه: دا هېواد د دښمن لپاره غوړه مړۍ نه، بلکې د زقوم ونه ده، چې د سترو امپراتوریو مرۍ یې ترخې کړې دي؛ نو نویو زېږېدلو ماشومانو ته به یې هضمول هېڅکله هم اسانه نه وي.

ورپسې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور یادو محصلینو ته د اطاعت او ښه خدمت کولو په اړه وینا وکړه او ویې ویل: « افغانستان اوس، په هره برخه کې پر ځان بسیا دی؛ که امنیتي برخه وي، که اقتصادي او که نورې برخې. تاسو باید له عصري وسلو سره ځانونه بلد کړئ. »

همدارنګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې وویل:«تاسو په اسلامي روحیه سمبال روزل شوي یاست، زموږ په معسکراتو کې د تربیې بنسټ عقیده ده. تاسو به د اسلامي نظام خدمت کوئ؛ د دې نظام ساتنه ستاسو لومړیتوب دی. دغه نظام زموږ او ستاسو د عزت، ازادۍ او خاورې ساتونکی دی او موږ او تاسو باید پر دې نظام وویاړو. »

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم فارغ شویو ځوانانو ته وویل: « د ټولنې هیلې پر تاسو پورې تړلې دي او اوس هغه وخت رارسېدلی، چې د خلکو هیلې په عمل کې پوره کړئ. تاسو باید یوازې د ځان لپاره کار ونه‌کړئ، بلکې د ټولنې او اسلام د خدمت لپاره خپلې دندې ترسره کړئ. »

همدارنګه د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني وویل:«هغه هېوادونه چې قوي پوځ نه لري، تل د نورو تر استعمار لاندې وي؛ هر هېواد د خپلې ازادۍ د ساتنې لپاره قوي پوځ ته اړتیا لري».

یادو محصلینو، چې تېره ورځ یې د لوړې، بیعت او نورو پوځي نندارۍ مراسم د مشرانو په شتون کې په منظم ډول ترسره کړي وو، نن د مسولینو له لوري خپل فراغت اسناد ترلاسه کړل.

د یادونې وړ ده، چې د یاد پوهنتون په نظامي اکاډمۍ کې دا مهال ۱۱۵۰ تنه محصلین په لومړي، دویم او درېیم ټولګیو کې په زده‌کړو بوخت دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند: تاریخ ګواه دی چې افغانستان غوړه مړۍ نه ده، بلکې د زقوم ونه ده 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۹مه نېټه د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ اړوند د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

ملا عبدالغني برادر د نظامي اکاډمۍ په تربیتي دوره کې د مسلکي زده کړو ترڅنګ د ملي دفاع، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي حاکمیت د اهمیت په اړه د زده کړو ترلاسه کولو له امله فارغانو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې دا روحیه او زده کړه د اسلامي او لوړو افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره په عمل کې ثابته او د اسلامي نظام او خاورې له لوېشت لوېشت څخه په کلکه دفاع وکړي.

همدارنګه نوموړي د نیتونو پر اصلاح، د تقوا پر اختیارولو او د هېوادوالو پر خیال ساتلو هم ټینګار وکړ.

ملا عبدالغني برادر وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې په سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هېواد سره تعامل ته ژمن دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره اړینه ده څو هېوادونه د یو او بل ارزښتونو او حساسو حریمونو ته درناوی ولري.

دغه‌راز محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پانګوالو ته زیری ورکړ، چې په نږدې ورځو کې به اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو تر پینځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.

د ښاغلي برادر په وینا؛ په دې سره به له یوه لوري نوي سکټورونه پرمختګ وکړي او له بل لوري به د هېواد په اقتصادي وده او ځان‌بساینې کې د پام وړ اغېز ولري.

ملا عبدالغني برادر زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته جدي لارښوونه شوې، چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د وېش پروسه ګړندۍ او اړین امکانات ورته برابر کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز وویل، چې د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو نهادونو بناء کړې دي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.

ملا عبدالغني برادر وویل: «افغانستان نه چا ته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. تاریخ ګواه دی چې دا هېواد غوړه ګوله نه؛ بلکې د زقوم ونه ده؛ د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، نو مولود ماشومان به یې هېڅکله هضم نه سي کړای.»

په پای کې ښاغلي برادر له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې دې له افغانستان سره د تعامل هڅه وکړي او هغه انرژي او امکانات چې د یو او بل په تخریب ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو مصرف شي.

مسعود پزشکیان: د ایران او امریکا خبرې اترې یو ګام مخ ته تللې دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ خبرې اترې چې په عمان کې ترسره شوې؛ یو ګام مخته تللې دي.

ښاغلي پزشکیان خپله اېکس پاڼه کې ټینګار کړی،  چې خبرې اترې تل د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د ایران ستراتیژي وه او تهران د ډیپلوماټیکې لارې ملاتړ کوي.

د ایران ولسمشر زیاته کړې: «د ایران ملت تل درناوي ته په درناوي ځواب ورکړی؛ مګر د زور ژبه نه مني.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په سیمه کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو او د خبرو اترو د پرمختګ لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

مولوي نور جلال جلالي: لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول زموږ له اساسي لومړیتوبونو څخه دي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ له قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

 عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د معروف ولسوالۍ قومي مشرانو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ د لازمو روغتیايي اسانتیاوو غوښتنه کړې.

 مولوي نور جلال جلالي د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو ته د شته روغتیايي ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

دغه‌راز نوموړي ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې ولسوالۍ کې د جوړېدونکي روغتون چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

افغان کلتوري اتشې په مسکو کې د خلکو د دوستۍ (‏RUDN) پوهنتون کې جوړ شوي پروګرام کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت کلتوري اتشې ښاغلي فضل الهادي حمزه مسکو کې د خلکو د دوستۍ (RUDN) په پوهنتون کې د ټولو بیرغونو په نوم جوړ شوي علمي پروګرام کې ګډون وکړ.

په ياد پروګرام کې د آسیايي، افریقايي او د روسيې د مشترکو ګټو هېوادونو د سفیرانو او ډیپلوماتانو سربېره د بېلابېلو پوهنتونونو استازو هم ګډون کړی و.

د ياد پوهنتون ریيس د علم په ډګر کې د تېرو لاسته راوړنو او راتلونکو نوښتونو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په روسیه کې د بهرنیو ډيپلوماټانو لپاره يې هم ځانګړي زده کړیيز پروګرامونه په پام کې نیولي دي.

د پروګرام په لړ کې ښاغلي فضل الهادي حمزه د ياد پوهنتون له مسولينو سره د افغان زده کړيالانو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او د یاد پوهنتون له مسولینو څخه یې وغوښتل، چې د افغان زده کړیالانو لپاره غوره زده کړیيز چاپېريال په پام کې ونیول ونیسي.

پکتیا کې راستنو شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په پکتیا ولایت کې په اجباري ډول راستنو شويو اړمنو ۱۲۰۰ کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ پيل شو.

د یادو مرستو وېش غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري  په مشرۍ ترسره شو، چې په کې د پکتیا والي ملا مهرالله حماد، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د ګډ والو چارو رییس مفتي حبیب الله شهید زاده، د بېلابېلو ادارو رییسانو او یو شمېر مسولینو ګډون درلود.

په پیل کې د علماو شورا مرستیال  مفتي امان الله حقاني د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې پروسې په تړاو وینا وکړه او د اسلامي امارت له رهبرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مقام، د پکتیا ولایت مقام او د کډوالو چارو ریاست څخه مننه وکړه.

ورپسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام شکر ادا کړ او د دغه نظام تر سیوري لاندې ژوند کول یې د ویاړ ځای وباله.

دغه‌راز نوموړي په اجباري ډول راستنو شويو کډوالو ته په خطاب کې وویل: «تاسو زموږ وروڼه یاست، هغه مهارتونه، تجربې او وړتیاوې چې لرئ، له خپل ولس سره یې شریک کړئ، تر څو په ګډه د هېواد د آبادۍ، پیاوړتیا او پر ځان بساینې لپاره کار وکړو.»

ښاغلي عمري زیاته کړه، چې دا مرستې د اسلامي نظام د رهبرۍ د پېرزوینې څرګندونه ده او موخه یې دا ده، چې اجباري راستنو شوي کډوال وکولای شي خپل ژوند ته له نوې هیلې سره دوام ورکړي.

نوموړي د مرستو د وېش بهیر شفاف، منظم او د کره مستحقينو پر بنسټ وباله او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به هم د ورته بشري همکاریو لړۍ دوام ولري.

همدارنګه دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري ولس څخه وغوښتل، چې له اجباري راستنو شويو کډوالو سره د خپلو وروڼو په څېر همکاري وکړي، د ستونزو پر مهال یې لاسنیوی وکړي او د ورورولۍ او یووالي فضا نوره هم ټینګه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د مرستو دا پروسه د ټاکلي پلان، منظم مهالوېش او د اړوندو ادارو تر بشپړې همغږۍ لاندې د مستحقينو د کره پېژندنې پر بنسټ ترسره کېږي، څو هر اړمن کس خپلې مرستې په عزتمنه فضا کې ترلاسه کړي، او په راتلونکي کې یې د نورو همکاریو هیله هم څرګنده کړه.

د یادونې وړه ده، چې یاد اقدام د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حمایوي پروګرامونو په چوکاټ کې او د بېړنیو شرایطو پر مهال د بېرته راستنو شویو او مستحقو کورنیو د معیشت د ښه‌والي په موخه ترسره کېږي.

بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په بدل کې اقامه ورکول کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.

 دې غونډې ته بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې له یو څخه تر لسو کلونو پورې د افغانستان د اقامې د ورکړې موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیز بحث وروسته تایید او په اړه يې ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د پانګونې مقدار ته په کتو د اقامې د ورکړې وخت په کټه‌ګوریو ووېشي او د موضوع د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره خپل راپور د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د تیر (TIR) عملیې د پیل او پای د پلي کېدو پر موضوع هم بحث وشو او د دې موضوع د هر اړخیزې ارزونې په اړه کمېټه وټاکل شوه، څو خپل راپور په ټاکلي وخت اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

همداراز د غونډې په پای کې د لاله او صدف ښارګوټو په اړه ټاکل شويو کمېټو د خپلو ارزونو راپورونه هم وړاندې کړل.

د یادو راپورونو په پام کې نیولو سره له اړوندو ادارو څخه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو ښارګوټو موضوعات په هراړخیز ډول وڅېړي او راپورونه یې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

د کورنیو چارو وزارت پلاوي اندونیزیا ته سفر کړی

​د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر د رییس مولوي حسیب الله احمدي په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی، چې پکې د یاد معینیت یو شمېر رییسان او د عامې روغتیا وزارت مسولین شامل دي، د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته په رسمي سفر تللی.

یاد وزارت وايي، چې افغان پلاوی به د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو درملنې برخه کې د ګډو هڅو په موخه جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړي.

مشهد کې د افغانستان سرقونسل د ایران د خراسان رضوي ولایت د وګړو او کډوالو ادارې له عمومي رییس سره لیدنه کړې

مشهد کې د افغانستان سرقونسل مولوي نور محمد متوکل د ایران د خراسان رضوي ولایت د وګړو او کډوالو ادارې له عمومي رییس جعفر سیدابادي سره لیدنه کړې.

مشهد کې د افغانستان عمومي قونسلګري وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د وګړو په دفتر کې د ځانګړي هویت تصدیق پروسې اسانه پلي کولو لپاره د مناسبې کاري فضا رامنځته کولو، د کډوالو ستونزو د غوره حل او د دواړو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.

قاهره کې د افغانستان سفارت سرپرست د میانمار د خپلواکۍ کلیزې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ

قاهره کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالمقیم قرار په مصر کې د میانمار سفارت له لوري د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۷۸مې کلیزې په مناسب جوړه شوې لمانځغونډه کې ګډون وکړ.

مصر کې د افغانستان سفارت وایي، ښاغلي قرار په مصر کې میانمار له سفیر جوتین شین سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا هیله ښودلې ده.