ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 147

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې پر تلپاتي امنیت او ثبات ټینګار کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره لیدنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي،چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د تلپاتې امنیت او ثبات لپاره د سیمه‌ییزو هېوادونو پر ګډ مسولیت ټینګار کړی.

د سوریې او سعودي عربستان ترمنځ یو شمېر ستراتیژیک اقتصادي هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

سوریې او سعودي عربستان تېره ورځ (شنبه، د فبروري ۷مه) په دمشق کې یو شمېر ستراتیژیک اقتصادي هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې هوکړه‌لیکونو کې د هوايي چلند، مخابراتو، زیربناوو او د املاکو پراختیا برخو کې پینځه لویې پروژې شاملې دي.

د سوریې چارواکو ویلي؛ چې د دې تړونونو موخه د مخابراتي بنسټونو پیاوړتیا، د ډیجیټل ارتباطي سیسټمونو پراختیا، د سوریې-سعودي هوایی ډګر جوړول او د فایبر اپټیک شبکې پراخول دي.

د کورنیو چارو وزارت ټرافیک پولیسو ته نوي عصري موټر وسپارل شول

د کورنیو چارو وزارت  خبر ورکړی، چې د دې وزارت اړوند د ټرافیکو پولیسو لوی ریاست ته د ترافیکي نظم د لا پیاوړتیا او د ښارونو په کچه د خدماتو د ښه والي په موخه یو شمېر نوي او عصري موټر چمتو او رسماً وسپارل شول.

‏د یاد وزارت په وینا؛ دغه موټر چې د ټرافیک پولیسو د ځانګړي رنګ، نښان او عصري تجهیزاتو درلودونکي دي، د لویو لارو پر سر د ټرافیکي نظم د تامین، د پېښو د مخنیوي او خلکو ته د چټکو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به اغېزمن رول ولوبوي.

همدارنګه د ټرافیک پولیسو مسولینو ویلي، چې د نويو وسایطو په ورکړې سره به د ټرافیکي قوانینو د پلي کېدو کچه لوړه، د پېښو پر مهال د پولیسو رسېدنه چټکه او د ولس باور به لا پیاوړی شي.

تورخم کې د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د بېلبورډونو لګولو لړۍ پيل شوه

په تورخم عمري کمپ کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیيت مسولينو ویلي، چې تېره ورځ په تورخم کې د عامه پوهاوي د پیاوړتیا په موخه د لويو لوحو او بېلبورډونو د نصب بهیر پیل شو.

د مسولینو په خبره، یاد بېلبورډونه د تورخم په عمري کمپ او فرضي کرښې کې د عامه پوهاوي د ټیمونو له لوري لګول شوي، چې موخه یې خلکو ته د مثبتو ټولنیزو پیغامونو رسول، معلوماتي بېنرونه خپرول او راستنو شويو هېوادوالو ته د ډاډ، ملاتړ او یووالي فضاء رامنځته کول دي.

سربېره پر دې د عمري کمپ د ځینو اړوندو ټيمونو لپاره ځانګړې لوحې هم په دې لړۍ کې شاملې دي.

دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیيت د فرضي کرښې او یو شمېر عامه ځایونو په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي لیکنې او پیغامونه خپاره کړي وو.

د یاد هییت مسولين ډاډ ورکوي، چې د دوی کاري ټیمونه شپه او ورځ د راستنېدونکو هېوادوالو خدمت ته چمتو دي او د اړوندو موضوعاتو حل ته به پر خپل وخت رسېدنه کېږي.

د اذربایجان له بندخونو ۱۴ افغان زندانیان را خوشې شول

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت په ځانګړې لارښونه، په باکو کې د اسلامي امارت سفارت د پرله‌پسې هڅو په پایله کې، د اذربایجان جمهوریت د مشرتابه د حکم له مخې ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې شول.

د بهرنيو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت د حکومت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به په دوامداره توګه روانه وساتي.