ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 148

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: سږ کال ۱۵۸ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې


د احصایې او معلوماتو ملي ادارې روان ۱۴۰۴ د جغرافیایي معلوماتو د ټکنالوژیو او د ریموټ ‌سنسېنګ څخه په ګټه‌اخیستو چې د سپوږمکیزو انځورونو تعبیر او تفسیر پکې شامل دی، د پنبې د کښت ساحې تثبیت کړې دي، چې پر اساس یې په ۱۷ ولایتونو کې پنبه کرل شوې او په ټوله کې څه‌باندې ۱۵۸ زره مټریک ټنه تولید شوې ده.

ارقام ښيي چې تر ټولو ډېره پنبه (۷۵ زره مټریک ټنه) په هلمند ولایت کې، په بلخ کې نږدې ۳۴ زره مټریک ټنه، کندهار کې څه‌باندې ۱۳ زره مټریک ټنه، جوزجان کې څه‌باندي ۱۰ زره مټریک ټنه او ننګرهار ولایت کې نږدې ۵ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.

د ارقامو تحلیل څرګندوي چې روان کال په څه‌باندې ۱۰۴ زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې ده، چې له ډلې یې تر ټولو ډېره په هلمند ولایت کې په ۴۷ زره او ۷۳ هکټاره ساحه، په بلخ کې په ۲۳ زره او ۱۵۰ هکټاره، په کندهار کې په ۹ زره او ۲۲۹ هکټاره او جوزجان کې په ۷ زره او ۵۷۵ هکټاره ساحه باندې پنبه کرل شوې وه، په دې اساس په هلمند کې تر ټولو په زیاته ساحه او په کاپیسا کې په تر ټولو کمه ساحه باندې پنبه کرل شوې وه.

پنبه د هېواد له مهمو صادارتې اقلامو څخه شمېرل کېږي چې یوازې تېر کال د ۱۶۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه (مالوچ) له هېواد څخه د باندې صادرې شوې دي.

د ویلو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د کرنیزو توکو د کښت او د محصولاتو تر را ټولولو بهیر سپوږمکیز انځورونه د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې تحلیل او تجزیه کوي او پر وخت یې ارقام خپروي.

د عامې روغتیا وزارت د درملو د تنظیم لوی رییس له تخنیکي پلاوي سره ترکیې ته په رسمي سفر ولاړ

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رییس حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، له مل تخنیکي پلاوي سره ترکیې ته په رسمي سفر روان شو.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې یاد پلاوی به د سفر په ترڅ کې د ترکیې د درملو ادارې له مسولینو سره لیدنې ترڅنګ د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم په تړاو به پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې ددغه پلاوی به د ترکیې د درملو د تولید له یو شمېر کارخونو لیدنه وکړي او هڅه به وشي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د تولید او وارداتو په برخه کې لا ښه همغږي رامنځته شي، تر څو په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه د هېواد اوسېدونکو ته د لوړ کیفیت او مناسب قیمت درمل برابر شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۸/۱۸هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۱/۱۷هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۴۹۴کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو دوه زره او ۷۳۴تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۶۹۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې  درې زره او ۸۸۸تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه،۸۸ زره  او ۲۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له۷۴۵کورنیو سره ټولې شپږ میلیونه او ۲۳۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۵۱عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.  

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۰۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۸۹تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۳تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۶ زره  او ۲۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۵کورنیو سره ټولې۸۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۷۰۰خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۹۰عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۹تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۷۱۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶کورنیو سره ټولې۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۵۱۱تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۶عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوس. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

کابـل

له کابل څخه ۱۹‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۲تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               ۶۳۴کورنۍ او ۳۴۳۹وګړي

لېږدول شـوي کډوال:               ۷۶۳کورنۍ او ۴۲۸۳وګړي

مرسته شوي کډوال:               ۸۲۰کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۶۴۷عــــدده

ملي دفاع وزارت: د پاکستان امنیتي پېښو په تړاو افغانستان ته ګوته نیول هېڅ منطق او بنسټ نه لري

ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د پاکستان امنیتي مسولین دې د امنیت په برخه کې له خپلې ناکامۍ څخه د تېښتې او د خلکو د پام بل لور ته د اړولو  پر ځای خپل مسوولیت په مناسب ډول ترسره کړي.

اعلامیه کې راغلي، په تاسف سره باید وويل شي، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې په يوه جومات کې له نننۍ پېښې وروسته، په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له خوا غندنه هم وشوه، خو ‏د تېر په څېر د پاکستان د دفاع وزیر سمدستي او په غېرې مسوولانه ډول دا پېښه افغانستان ته منسوب کړه.

د اعلامیې له مخې، د پاکستان چارواکو د بلوچستان او نورو پېښو په اړه هم همداسې په پټو سترګو افغانستان ته ګوته نیولي وه.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، (‏یو ځل بیا یادونه کوو چې دغه څرګندونې او پر افغانستان یې تور پورې کول هېڅ ډول منطق او بنیاد نه لري او په داسې عجولانه اظهاراتو سره نه په امنیتي ناکامي پرده اچولای شي او نه ستونزې حلولای شي).

دغه راز اعلامیه کې د پوښتنې په توګه لیکل شوي، که رښتیا هم دوی له پېښې سمدستي وروسته عاملین معلومولای شوای، نو ولې تر پېښې وړاندې یې په شنډولو او مخنیوي کي ناکام دي؟

 ملي دفاع وزارت ویلي، د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هیڅکله د بې‌ګناه انسانانو وژل او زورول د سیاسي موخو لپاره جایز نه بولي او نه هم د دا ډول ناروا کړنو تر سره کوونکو ملاتړ کوي.

اسلامي امارت په اسلام‌اباد کې ننۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد په یو جومات کې چاودنه په کلکو ټکو غندلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي، اسلامي امارت دا ډول بریدونه چې سپېڅلو شعایرو حرمت ته زیات رسوي او عبادت کوونکي او ملکيان په نښه کوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه بولي.

بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې د اسلام اباد ترلایي سیمې «خدیجه‌الکبری» جومات کې د چاودنې له امله ۱۵ لمونځ کوونکي وژل شوي او ۸۰ تنه ټپیان دي.

د پاکستان پولیسو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې یاده چاودنه نن د جمعې لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه پرانیستل شوه


د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر کې د اسانتیا په موخه د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه پرانیستې ده.

د یادې ادارې په وینا؛ په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د احصايې او معلوماتو رییس انارګل محمدي، د جغتو ولسوال مولوي بهرام ګل حنفي د يادې ولسوالۍ علماوو، سپین ږېرو، د دې وېش څانګې کارکوونکو او خلکو ګډون کړی و.

د میدان وردګو ولایت د احصايې او معلوماتو ریس ویلي، دا چې جغتو ولسوالۍ له مرکز میدان ښار څخه لرې پرته ده، خلکو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې د اسانتیا په موخه د علماوو او خلکو په غوښتنه دا وېش څانګه جوړه شوه.

ورپسې د جغتو ولسوال مولوي بهرام ګل حنفي غونډې ته په خپله وینا کې خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې په دې لرې پرته ولسوالۍ کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه پرانیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، دا د دې ولسوالۍ د هر غړي غوښتنه وه چې د مشرانو په شفقت پرځای شوه.

همدارنګه قومي مشرانو او علماوو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له رهبرۍ مننه کړې او د دې وېش څانګې پرانیستل یې د ولس ستونزو ته د رسېدنې ښکاره بېلګه یاده کړې ده.

 د یادولو وړ ده، چې اوس مهال د دې وېش څانګې په ګډون په میدان وردګو ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو درې وېش څانګې فعالې دي او هر ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د معیار او کیفیت ادارې د فراره له بندر څخه یوه ۲۵ ټني جوپه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو جوپه چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له هراړخیزې څېړنې او کیفیت له دقیق کنټرول وروسته د فراه بندر له لارې بېرته مسترد کړ.

یاده اداره وایي، چې دغه جوپه د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسې پر مهال تخنیکي وارزول شوه او د اړینو معیارونو د نه پوره کولو له امله یې د هېواد بازارونو ته د ننوتلو اجازه ترلاسه نه کړه.

دغه‌راز د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده او د بې‌کیفیته، ناڅرګندو او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردولو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

د یادونې وړ ده، چې د معیار او کیفیت اداره له ټولو سوداګرو او واردوونکو څخه غوښتنه کوي چې هېواد ته د توکو له واردولو وړاندې کورنیو معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي او د یوه سالم او باکیفیته بازار په رامنځته کولو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.