ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 149

د ملي بس امارتي شرکت دوه ساحې افغان تلیکام او حج او اوقافو وزارت ته ورکړل شوې

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پراساس هغه ځمکه چې په لومړۍ حوزه کې د ملي بس امارتي شرکت تر واک لاندې وه، افغان تلیکام امارتي شرکت ته وسپارل شوه.

همدارنګه د ملي بس امارتي شرکت هغه ځمکه چې د دویمې حوزې تر واک لاندې وه او پینځې ناحیې خوشحال خان کې موقیعت لري په رسمي ډول ارشاد حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شوه.

د دې حکم په ترسره کېدو سره د ملي بس امارتي شرکت فعالیت د چهلستون پل حسن سیمې ته انتقال شو.

د دې اقدام موخه د ترانسپورټي خدمتونو تنظیم د دولتي نظم او د عامه ملکیتونو سالم مدیریت ښودل شوی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مشر سره د بلال کریمي لیدنه؛ د واخان دهلیز په فعاله کولو خبرې شوي

په چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مشر لیوجین‌سونګ او د افغانستان لپاره له ځانگړي استازي یوشیاویونگ سره لیدنه کړې.

په چین د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړیکو، د واخان دهلیز په فعاله کولو، کونسلي چارو او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

دغه‌راز په دې لیدنه کې چینايي لوري د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته د درناوي ترڅنګ، د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

ورته مهال، افغان سفیر د چین له مثبت دریځه ستاينه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې همکارۍ اړينې بللې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه.

 د غونډې په پيل کې، ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل.

ورپسې د عامې روغتیا اود مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو او د چارو ادارې اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې اړین تصميمونه ونيول شول.

 په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په یاد هېواد کې د چین له سفیر ژانګ هانهویي سره لیدنه کړې.

 روسیه کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د سیمې د ډاډمن امنیت د پیاوړتیا په برخه کې پر ګډې مبارزې

او سیمه‌ییزو همکاریو خبرې شوې او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

عباس عراقچي له امریکايي  سره د هسته‌يي مذاکراتو په موخه مسقط ته رسېدلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له امریکايي پلاوي سره په هسته‌يي مذاکراتو کې د ګډون په موخه د عمان پلامینې مسقط ته رسېدلی.

 د ایران د بهرنیو چار وزیر د اعلان پر بنسټ، ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ د هسته‌يي مذاکراتو تازه پړاو په غیر مستقیم ډول نن جمعه په مسقط کې ترسره شي.

 امریکایي چارواکو اعلان کړی، چې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی سټیوویتکاف او د ډونالډټرمپ سلاکار جراد کوشنر به له ایراني پلاوي سره په مذاکراتو کې ګډون وکړي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان د امنیت په اړه انديښنې بې ځایه دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان د امنیت په اړه انديښنې بې ځایه دي.

ښاغلي مجاهد زیاتوي، دغه انديښنې ځکه مطرح کیږي چې افغانستان دې ناسته کې شتون نه لري ترڅو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي او ځینې هیوادونه له همدې خلا څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په اړه پروپاګند کوي او تشویشونه اچوي.

د اسلامي امارت ویاند وايي: ” افغانستان امن دی، دلته هيڅ بهرنۍ او خپل سرې ډله شتون نه لري او د داعش پدیده چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې اوس له بدمرغه زموږ په ګاونډ کې ځاله جوړ کړی.”

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هيچا پر وړاندې نه کارول کیږي.

د “اپسټین” قضیې قربانیانو په اړه د خبریالې پوښتنې ترمپ په غوصه کړ

د “اپسټین” قضیې قربانیانو په اړه د سي‌ان‌ان د خبریالې پوښتنې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په غوصه کړ.

ټرمپ یاد خبریالې ته په سپکه لهجه وویل: “ته تر ټولو بد خبریاله یې او سي‌ان‌ان شبکه ستا په څېر د خبریالانو له امله هېڅ لیدونکي نه لري.”

جفري اپسټین جنسي مجرم دی، چې په دې وروستیو کې د امریکا عدلیې وزارت یې د جرمونو میلیونونه اسناد خپاره کړل.

د جفري اپسټین تر ټولو مهمې او جنجالي قضيې له ماشومانو جنسي ګټه اخیستنه او د نړۍ له مشهورو څېرو سره اړیکې دي.

غربي نړۍ چې ځان د بشر حقونو ملاتړې بولي، خو ډېری وخت د همدوی مشهورې څېرې په داسې زړه بوږنوونکو جرمونو لاس پورې کوي.

د ایران او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټلیفوني اړیکه کې د سیمې د بدلونونو په اړه خبرې کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په یوه ټلیفوني اړیکه کې د سیمې د بدلونونو په اړه خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، دې اړیکه کې دواړو لوریو د سیمې هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات د ساتلو او د دې هېوادونو د ګټو د خوندیتوب لپاره د سلا مشورو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.

غــــزه؛ د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې تېره ورځ په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي.

د راپور له مخې، په شهیدانو کې ۷ ماشومان هم شامل دي.

همدارنګه په غزه کې د صهیونيستي رژیم د نسل‌وژنې جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱ زره او ۸۰۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره او۴۸۳ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي رژیم په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د ترسره شوي اوربند راپدیخوا ۵۲۰ فلسطینیان شهیدان کړي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

مولوي عبدالکبیر: نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه تړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې شوي دي.

په پیل کې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه په مننې ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوې دي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

ښاغلي عرفات جمال په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاس نیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ استازي یادونه کړې، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نه لري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټېنګار کړی.

دغه راز ښاغلي عرفات جمال د څو مهمو موضوع ګانو په اړه خپل وړاندېزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړي دي.

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ استازي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو مننه کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د ژمي په راتګ سره د اسلامي امارت لخوا راستنو شویو ته د خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوې او یادونه یې کړې، چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه تړي.

دغه‌راز نوموړي د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د هر ډول همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او شریکو شویو وړاندېزونو ته یې د رسیدنې یادونه کړې ده.