ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 15

بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید غندلی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید غندلی او د وژل شویو کورنیو ته یې تسلیت ویلی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید د غندنې وړ بولي او په پېښه کې د وژل شويو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.”

ښاغلي بلخي زیاته کړې، چې دا ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.

د هند تر واک لاندې جمو او کشمیر ایالت په پهلګام کې پر سیلانیانو وسله‌وال برید شوی، چې ۲۶ کسان پکې وژل شوي.

په دې برید کې ۳۶ نور کسان ټپيان شوي هم دي، چې د ډېرو یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

روسیه د سفیر په کچه د افغانستان اسلامي امارت دیپلومات مني

د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د دوو اړخیزو اړیکو د کچې پر لوړولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او ځینو سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وشوې.

 د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له وروستي اقدام مننه وکړه، چې په ترڅ کې یې د «طالبانو غورځنګ» نوم، چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره کارېده، په روسیه کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه لرې کړ.

همداراز مولوي امیر خان متقي له روسیې مننه وکړه، چې په مسکو کې د سفیر په کچه د افغانستان اسلامي امارت دیپلومات مني او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر په کچه دیپلومات معرفي کړي.

 د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي وویل، هېواد ته یې افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او د همدې لپاره یې دا اقدامات وکړل ترڅو د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې شي.

 ښاغلي کابلوف زیاته کړه، راتلونکې مۍ میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دایمي کمېسیون د کار د پیل لپاره ځانګړې غونډه هم ترسره شي.

 نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړوالی مهم بللی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو یاد کړ.

د عامې روغتیا وزیر د چین لپاره د افغانستان له سفیر سره لیدنه کړې

د عامې وزیر مولوي نور جلال جلالي د چین هېواد لپاره د افغانستان له سفیر مولوي اسدالله بلال کريمي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون او د روغتیا برخه کې د کارونو لا ښې همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.

لیدنه کې مولوي اسدالله بلال کريمي د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د چین هېواد د همکاریو، پراختیايي پروژو او طبي تجهیزاتو په اړه د عامې روغتیا له وزیر سره معلومات شریک کړي دي.

مولوي نور جلال جلالي له یادو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ په لا ښو اړیکو ټینګار کړی او د روغتیا په برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ هیله څرګنده کړې.

افغانستان او قزاقستان د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د دوه اړخیزې ناستې په پای کې د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، بېلابېلو سکټورونو کې په ځانګړې توګه د کرنې، او موټرو برخو کې ۱۷ تړونونه او همدارنګه د افغانستان او قزاقستان د شرکتونو ترمنځ درې لوجستیکي هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دوه اړخیزه ناسته کې د قزاقي شرکتونو له لورې په هېواد کې د موټرو بازار د رقابتي کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي؛ لوجستیکي هوکړه لیکونه کولی شي، په افغانستان او برعکس انتقالاتو برخه کې د افغان او قزاق موټر چلونکو ستونزې حل کړي.

هغو شرکتونو چې یاد تړونونه او هوکړه لیکونه یې لاسلیک کړي دي، ویلي؛ دغه تړونونه کولی شي، په قزاقستاني بازارونو کې د افغاني محصولاتو د بازارموندنې لپاره ښه زمینه ووسي.

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ دواړه خیزه ناسته په داسې حال کې کابل کې ترسره شوه، چې د سې شنبې په ورځ د قزاق ــ افغان سوداګریزې مجمع او د قزاقستان د محصولاتو نندارتون هم د درېیو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوی.

تېر کال لوګر کې نږدې ۴۹ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د لوګر ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۴۸ زره او ۷۸۱ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

 یاده اداره زیاتوي؛ په دې خدمتونو کې ۴۰ زره او ۷۰۹ برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼې، یو زر او ۸۵۹ کسانو ته د ژوند پېښو او شپږ  زره او ۲۱۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د لوګر ولايت د احصايې او معلوماتو رییس قاري نجیب‌الله نظامي ویلي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده، چې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د پېژندپاڼې نوې‌کول، د تخلص درج، د نوم او سن اصلاح) خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست تېر کال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروې‌ګانو لکه د لوګر ولایت په کچه د کلیو د تثبیت او کورنیو لېست‌اخیستنې سروې د پلي کېدو مدیریت او همدارنګه د خواړو خوندیتوب سروې او د افغانستان روغتیا سروې د پلي‌کېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه کړې ده.

افغان حاجیانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کمېټې ناسته کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، حج کمېټې افغان حاجیانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه ناسته کړې.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر سربېره د یاد وزارت مرستیالانو او مرکزي رییسانو ګډون کړی وو، چې په کې د حج مراسمو پر مهال د وقایوي تدابیرو، روغتیايي چارو ښه والي او د تېر کال ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي حاجیانو لپاره د اړینو درملو، روغتیايي ټیمونو، وقایوي موادو او ضروري تجهیزاتو پر چمتووالي ټینګار کړی.

نوموړي همداراز د ناستې له ګډونوالو غوښتنه کړې، چې دې برخه کې خپلو مسولیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي، ترڅو حاجیان د مناسکو پر مهال له روغتیايي ستونزو خوندي او د اړتیا پر مهال ورته لازم روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې تورخم کې جوړ شوی معیاري پنډغالی پرانیست

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي لخوا د تورخم په سیمه کې د دې ادارې له لوري جوړ شوی معیاري پنډغالی د یو شمېر مسولینو په شتون کې پرانیستل شو.

د دې پنډغالي د پرانستې په مراسمو کې ملا نورالدین ترابي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ټولو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې پنډغالي کې د هغو هېوادوالو لپاره چې په زور را اېستل شوي، ټول لومړني امکانات په معیاري ډول برابر شوي دي.

د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس قاري نورالدین رستم‌خېل ویلي؛ د عالیقدر امیر المؤنین حفظه الله لخوا ټولو وزارتونو ته لارښوونه شوې وه، چې ټول وزیران او عمومې رییسان دې د خپلو امکاناتو سره سم په تورخم او بولدک کې د کډوالو سره هر ډول همکاري وکړي، چې د یادو همکاریو له جملې یوه هم د دې پنډغالي پرانیستل دي.

د مسولینو په وینا، په دې جوړ شوي پنډغالي کې شاوخوا ۴۰۰ معیاري خیمې او یوه غټه ګدام خیمه لګول شوې.

پر شپږو فرعي سړکونو، چې ټولټال ۱۳ زره او ۲۰۰ متره مربع مساحت لري، کرش اچول شوی، د سړکونو پر دواړو غاړو لښتي جوړ شوي او ۳۰۰ بوټي کېنول شوي دي.

همداراز د هرو لسو خیمو لپاره د اوبو یو ټانکر او یو معیاري کچره دانۍ نصب شوې ده.

په دې جوړ شوي پنډغالي کې د ژوند نورو تولو سهولتونو په نظر کې نیولو سره د راستنېدونکو هېوادوالو روغتیا ته د پاملرنې په موخه یو معیاري روغتون هم جوړ شوی دی.

د عمري پنډغالي مسول محمد هاشم میوندوال د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له رییس ملا نورالدین ترابي څخه مننه کړې او ویلي یې دي؛ اسلامي امارت د هغو افغانانو لپاره چې بېرته هېواد ته راستنېږي، د ژوند په ټولو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له لوري جوړ شوی پنډغالی ډېر معیاري دی او د ژوند ټولې اړینې اسانتیاوې پکې شتون لري.

د کانونو او پټرولیم وزیر د کابل موسهي ولسوالۍ له مشرانو سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ له مشرانو او ځايي مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د موسهي ولسوالۍ مشرانو د دویم عینک د مسو کان په سیمه کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې له ملا هدایت الله بدري سره شریکې کړي او د حل په برخه کې یې ورڅخه د همکارۍ غوښته کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزیر د یادې ولسوالۍ مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د کان کیندنې په برخه کې به د سیمې خلکو ته لومړیتوب ورکړل شي.

همداراز نوموړي ټینګار کړی، چې د کانونو ترڅنګ به د سیمې خلکو ته ټولنیز خدمات هم وړاندې شي.

په غزه کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر ښوونځي برید؛ د یوه ماشوم په شمول ۱۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو په غزه ښار کې د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر یوه ښوونځي برید کړی، چې د یوه ماشوم په شمول لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

د فلسطین د ملکي دفاع ادارې ویلي، چې کار کوونکو یې نن سهار له دې برید وروسته ۱۰ جسدونه ترلاسه کړي. یادې ادارې زیاته کړې، چې زیات شمېر کسان ټپیان هم دي.

له دې برید وروسته اور هم لګېدلی، چې ډېری کسان تر مرګه پکې سوځېدلي دي.

د فلسطین د ملکي دفاع ادارې دغه‌راز د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتي، تر څو د غزې ښار په دوو کورونو د اسرائیلي یرغلګرو د بمبارۍ له امله په کنډوالو کې د بند پاتې کسانو په ژغورلو کې بېړنۍ مرسته وکړي.

دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي: “بند پاتې کسان د کورنو تر خاورو او ویجاړیو لاندې د مرستې او ژغورلو غوښتنه کوي.” دغه‌راز د بېړنیو مرستو کارکوونکي سیمې ته رسېدنه نه‌شي کولای، ځکه چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري ممنوع اعلان شوې ده.

فلسطیني رسنۍ وايي، نن سهار د غزې په شمال جبالیا کمپ کې هم په فلسطیني بې‌ځایه شویو برید شوی، چې د یوه ماشوم په شمول دوه فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

په خوندي اعلان شوې سیمه المواصي کې هم برید شوی، چې یو کس پکې شهید او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۳۲ فلسطینیان شهیدان شوي. په دې ۳۲ کې ۱۱ هغه کسان هم شامل دي، چې په خان یونس کې پر یوه کور د اسرائیلي عسکرو له برید وروسته تر مرګه سوځېدلي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۱ زره او ۲۶۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۶ زره او ۹۹۱ نور ټپیان شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۲۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

د کډوالو  ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۳۳۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو درې زره او ۲۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۵ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۷۸ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰۵ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۵۲۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۱۹۰ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۸۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۶۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۹۱ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، فراه، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۶۱ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵۰ کورنیو سره ټولې۲ دوه میلیونه او ۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۹۲ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې یو میلیونه۷۷۱ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۴۶۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۸۵۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹۱ کورنیو سره ټولې یو میلیونه او ۳۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

۸۸ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 ۱۷۹ کورنۍ د نیمروز په موقتي کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۲۶ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۱۷ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۷۴۷ کورنۍ او پینځه زره او ۱۱۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۵۸۶ کورنۍ او درې زره او ۸۲ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۷۴۶ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۶۴۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۷۴۰ عدده