ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 150

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو نوی مرستیال معرفي شو

مولوي عبدالباري عاطف د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو د نوي مرستیال په توګه معرفي شو.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور او د بېلابېلو امارتي ادارو مسئولینو ګډون کړی وو.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس د یادو مراسمو ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، تغیرات یو اداري اصل دی چې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې په اساس د لا ښه خدمت په موخه ترسره کېږي او دواړو ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب او ښه خدمت کولو دعا وکړه.

دغه‌راز ډاکتر ملا عبدالواسع د ستراتیژیکو او عامه اړیکو د مخکېني مرستیال قاري عبدالستار سعید د کړنو او خدمتونو قدرداني وکړه او د یاد معاونیت نوي مرستیال مولوي عبدالباري عاطف ته یې د بریالیتوب هیله وکړه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

ورپسې د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور وویل، د اسلامي امارت مسولین تل د مشرانو پرېکړو ته لبیک وایي او هرې ادارې ته چې ورځي، هلته په ملګرو باور کوي، نظریات او وړاندیزونه یې اوري او د مشورو شریکولو ته یې هڅوي، ځکه مشوره کول اسلامي اصل دی چې ډېر خیر او د الله (ج)  نصرت په کې نغښتی دی. 

روسیه چمتو ده تر څو د ایران یورانیم خپل هېواد ته انتقال کړي

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا اندېښنو کمولو په توګه د ایران د یورانیمو د انتقال غوښتنلیک لا هم د مېز پر سر دی اما د هغه اجرا په اړه وروستۍ پرېکړه په ایران پورې تړلې.

رویټرز خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له قوله راپور ورکړی، چې هېواد یې وړاندې غوښتنه کړې وه تر څو د ایران د غني شويو یورانیمو زېرمې خپل هېواد ته انتقال کړي.

پوتین او شي جین‌پینګ انلاین ناسته؛ د روسیې او چين ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو پر دوام ټینګار وشو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په یوه انلاین ویډیویي ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي همکاریو او نړیوالو بدلونونو په اړه سلا مشورې وکړې.

د کرملین د خبرپاڼې له مخې، پوتین د مسکو او بېجینګ اړیکې یو پراخ او ستراتیژیک مشارکت وباله او د انرژۍ، سوداګرۍ او پرمختللې ټکنالوژۍ په برخو کې یې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو پر هوډ ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر دغه راز وویل، چې د درېیم پرلپسې کال لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۲۰۰ میلیارده ډالرو لوړه وه.

ورته مهال، شي جین‌پینګ د ستراتیژیکې همغږۍ پر لا پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او «د لا عادلانه او منصفانه» نړیوال نظم د پیاوړتیا په برخه کې د چین او روسیې پر ګډ رول ټینګار وکړ.

برېښنایي سکتور کې د شاوخوا ۷۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د پینځو سترو پراختيايي پروژو تړونونه لاسليک شول

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس ملا عبدالحق همکار برېښنا سکتور کې د بنسټونو پياوړتيا په موخه، د شاوخوا ۷۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د پینځو سترو پراختيايي پروژو د عملي کېدو تړونونه له کورنيو خصوصي شرکتونو سره لاسليک کړل.

په دغو پروژو کې د څلورو سترو سبسټېشنونو جوړول او همداراز د کابل ښار ۶م فيډر ستونزې حل او اړونده تخنيکي اړتياوو پوره کول شامل دي.

د برېښنا شرکت په وینا، چې دې پروژو له ډلې، د پروان ولايت باريکاب صنعتي پارک لپاره د ۳۶۹.۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د سبسټېشن جوړول، د ۲۰۶.۸ ميليونه افغانيو په لګښت په غزني او زابل ولايتونو کې د قره باغ، مقر او شاجوی درېيو سبسټېشنونو جوړول او همداراز په پلازمېنه کابل کې د ۱۳۷.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۶م فيډر او اړونده تخنيکي اړتياوو پوره کولو پروژې شاملې دي.

د تړونونو لاسليک مراسمو پر مهال، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه، چې د تړون له ژمنو سره سم، ټولې چارې په لوړ کيفيت او ټاکلي وخت سره بشپړې کړي.

دغه‌راز پانګوالو شرکتونو هم ډاډ څرګند کړ، چې د اړونده پروژو چارې به له ټاکل شويو معيارونو سره سمې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پینځو سترو پراختيايي پروژو د عملي چارو د پيل تړونونو لاسليک، د برېښنا ملي شبکې د پياوړتيا، ثبات او دوامدارې ودې په برخه کې مهم او بنسټيز رول لري.

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه نن چهارشنبه (د سلواغۍ ۱۵مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وویل، چې دغه وزارت د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، یاد وزارت هڅه کوي د سرطاني ناروغیو تخصصي چوپړتیاوې وړاندې کړي او د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره معیاري سیستمونه رامنځته کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د سرطاني ناروغیو د درملنې او مبارزې لپاره یاده ناروغي باید پر وخت تشخیص شي او په دې برخه کې عامه پوهاوی مهم رول لري.

د ښاغلي حقاني په وینا، د سرطاني ناروغیو پر وړاندې مبارزه یوازې د حکومت مسولیت نه دی، بلکې ټول خلک د سرطاني ناروغیو پر وړاندې د مبارزې مسولیت لري.

همدارنګه د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسول ډاکټر محمد داوود میرکي وویل، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړو پرمهال د بهرنیانو له لوري د هستوي وسلو استعمال د سرطاني ناروغیو شمېر زیات کړی.

نوموړي زیاته کړه، هر کال په نړۍ کې شاوخوا شل میلیونه انسانان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي او شاخوا لس میلیونه د دې ناروغۍ له امله مري.

ښاغلي میرکي وویل، په تېرو شلو کلونو کې نه یواځې جګړې زموږ ودانۍ ورانې کړې، بلکې زموږ روغتیا یې هم زیانمنه کړه او سرطانونه یې رامنځته کړل.

د نوموړي په وینا، د غیرې سالمو خوړو او نشه یي توکو استعمال په سرطان د اخته کېدو له عواملو څخه دي او د دې ناروغۍ په مخنیوي کې د عامه پوهاوي کچې زیاتوالی ځانګړی رول لري.

میرکي له ټولو هېواوالو غوښتي، چې د سرطاني ناروغیو مخنیوي عامه پوهاوي کې برخه واخلي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د دفتر د مقام عمومي ريیس شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د پوهاوي په غونډه کې وویل، هغه کسان چې په افغانستان کې یې کیمیاوي وسلې کارولې دي، باید د رامنځته شویو زیانونو تاوان ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تاوان ورکول د کیمیاوي وسلو د کاروونکو اخلاقي مسوولیت او دنده ده.

د شیخ محمد طاهر حلیم په وینا، دا مهال داسې کسان روغتیايي مرکزونو ته ورځي، چې د بمونو او باروتو د چاودنو له امله په سرطاني ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړي وویل، اشغالګرو د افغانستان د شلو کلونو د اشغال په لړ کې د هر ډول کیمیاوي وسلو له کارولو ډډه نه ده کړې.

ښاغلي حلیم همدا راز زیاته کړه، د شلو کلونو د اشغال پر مهال د یورانیم لرونکو وسلو استعمال په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د پېښو د زیاتېدو لامل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي وویل؛ سرطان د عامې روغتیا برخه کې یوه جدي ننګونه وه، خو د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د پر له پسې هڅو په پایله کې د پام وړ کار ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي زیان هم لري.

دغه‌راز په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رییس ډاکټر نثار احمد نیازی وویل؛ د زړه له ناروغیو وروسته په نړۍ کې د مړینو لوی لامل د سرطان ناروغي ده او پر وخت تشخص او درملنه یې د مړینې کچه راکموي او د ژوند ژغورنې کچه لوړي.

نوموړي زیاته کړه، هغه موسسې او خیریه بنسټونه چې د سرطان مخنیوي برخه کې یې ژمنې کړي، خپلې ژمنې دې پوره او د روغتیا خوندیتوب برخه کې دې خپل انساني، ایماني او ملي مسولیت ادا کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رییس ډاکټر وحدت الکوزي وویل: “موږ وړاندې د سرطان درملنې برخه کې یواځې ۳۰ بستره درلودل، خو لله لحمد اوس د سرطان ناروغۍ د تشخص او درملنې برخه کې په مرکز کابل کې نوی ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو، همدارنګه په هېواد په زونونو (سیمه ییزو روغتونونو) کې د سرطان د تشخیص او درملنې ځانګړي ۵۰ بستریز روغتیایي مرکزونه هم پرانیستل شوي او خدمات یې پیل کړي”.

دغه‌راز د سرطان د کنټرول ملي پروګرام امر ډاکټر محمد شفیق امین د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې وویل، سرطان د انساني ژوند پر وړاندې لوی ګواښ دی، د مخنیوي لپاره یې باید ټول په ګډه جدي هڅې وکړو.

ورته مهال د سرطان د کنټرول ملي پروګرام مرستیال ډاکټر خالد خان خالد وویل؛  که د سرطان پروخت تشخیص او اړینه درملنه وشي، نو مخنیوی یې شونی دی.

نوموړي زیاته کړه، د سرطان پر وړاندې ګډه مبارزه، د عامه پوهاوي کچې او روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړول ارزښتمن رول لري او د کابل ښاریان باید د ناسمو سون توکو له کارولو ډډه وکړي، ځکه ککړه هوا د سرطان له لاملونو څخه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکټر مینول دلارا د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې وویل، د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه ۶۰ روغتیايي کارکونکي د طبي انکولوژي او پلیټیف پاملرنې برخو کې روزلي، چې جراحۍ انکولوژي هم په کې شامله ده او یاده لړۍ دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، موږ ژمن یو چې د پوهاوي لوړولو، وختي تشخیص او له سرطان څخه د پاک راتلونکي لپاره هیلې رامنځته کړو.

د ډاکټر مینول دلارا په وینا؛ دا موخه د مخنیوي، سکریننګ، کیموتراپي درملو ته د لاسرسي او د طبي، جراحي انکولوژۍ، کیموتراپي او تسکیني پاملرنې په برخو کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو له لارې ترلاسه کوو.

د دوحې پروسې په چوکاټ کې د نشه‌یي توکو سره د مبارزې کاري ګروپ څلورمه غونډه وشوه

د اسلامي امارت او د بېلابېلو نړیوالو ادارو د استازو او د ګڼو هېوادونو ډیپلوماټانو او متخصصینو په ګډون د دوحې پروسې په چوکاټ کې د نشه‌یي توکو سره د مبارزې کاري ګروپ څلورمه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د صحت وزارتونو د استازو تر څنګ، د یوناما، د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، اروپايي ټولنو، د اسلامي همکاریو سازمان، د ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او متخصصینو په حضوري او مجازي ډول ګډون کړی و.

په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د اړوند وزارتونو استازو یادونه وکړه، چې د کوکنارو د کښت د بندیز په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین د فرمان په پایله کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته راټیټ شوی.

دغه‌راز په یاده ناسته کې د اسلامي امارت استازو د قانون د تنفیذ، بدیل معیشت او د معتادینو د درملنې برخو کې په تفصیل د امارت لاسته راوړنې، په دې برخه کې شته ننګونې او همداراز وړاندیزونه او حل لارې بیان کړې.

دوی یادونه وکړه، د افغانستان اسلامي امارت عملا ثابته کړې، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کلک هوډ او توان لري.

د اسلامي امارت استازو زیاته کړه، چې که څه هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اقدامات په افغانستان کې عملي شوي خو ګټه یې سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته رسیږي او د دې لاسته راوړنو ساتنه ګډ مسولیت، ګډې پانګونې او پر متقابل باور ولاړه همکاري او همغږي غواړي.

همداراز د اسلامي امارت مسولینو د مصنوعي نشه يي توکو اړوند خپله اندیښنه څرګنده کړه او په ډاګه یې کړه، چې د یادو توکو د موادو سرچینې د افغانستان له پولو د باندې دي او که مخه یې ونه نیول شي؛ نو نه یوازې افغانستان بلکې سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.

بل لوري ته بیا یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، نورو نړیوالو سازمانونو، ګڼو هېوادونو او په موضوع کې متخصصینو د مخدره توکو سره د مبارزې اړوند د افغانستان اسلامي امارت د هڅو قدرداني وکړه او یادونه یې وکړه ، چې د کوکنارو د کښت اړوند د بندیز د فرمان څخه وروسته د کوکنارو په کښت کې ځانکړی کموالی راغلی او دا یې د افغانستان په تاریخ کې یوه غټه لاسته راوړنه وبلله.

همدارنګه ګڼو هېوادونو او سازمانونو په یاده مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړ او د نشه يي توکو مبارزې اړوند یې د دوحې پروسې تر چتر لاندې او همداراز په دوه اړخیزه توګه د لا همغږۍ او ښکیلتیا وړاندیزونه وکړل.

په پای کې ګڼو ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو لپاره د بدیل معیشت زمینه برابره شي او د روږدو کسانو  درملنه او په ټولنه کې د بیا یوځای کېدو لپاره کار وشي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه وکړه


د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.

ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ظاهر شاهي مارکېټ په تړاو د وړاندې شویو طرحو په اړه د مالیې وزارت د ارزونې راپور وړاندې شو.

دغه‌راز له بحث وروسته یاد راپور د نهايي تصمیم په موخه د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت مشرتابه مقام ته وړاندې شو.

همدارنګه دې غونډې ته په مزارشریف ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو په تړاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ارزونې راپور وړاندې او له بحث وروسته تایید شو.

د دې راپور له مخې به یاده ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو په موخه ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په دې غونډه کې د موټرسایکل او زرنج لپاره د پلیټونو او جواز السیر د اخیستلو او تمدید خدمتونو د وړاندې کولو په اړه پر وړاندې شوې طرحه هم بحث وشو.

له بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې یاد خدمات دې د ترافیکو عمومي ریاست په خپله وړاندې کړي او په دې برخه کې وړاندې شوې طرحه رد شوه.

کابل او انقرې د اقتصادي او روغتیایي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

په کابل کې د ترکیې د ډيپلوماتيک ماموريت نوي مشر سادین اي يلديز د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره تعارفي لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې شوې دي.
دغه‌راز مولوي امیرخان متقي د ترکیې جمهوریت د افغانستان نږدې دوست بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې دوه‌اړخیزې اړیکې مخ پر وده ارزولي دي.

نوموړي همداراز د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ترکیې جمهوریت د ډیپلوماتیک ماموریت نوي مشر ته د بریا هیله څرګنده کړې ده.

ورته مهال سادین اي يلديز هم پر خپل وار د دواړو هېوادونو اړيکې مثبتې بللي او په اقتصادي او روغتيايي برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی دی.