ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 151

جنتن تــراټ افغان ځـــوانانو ته: تاسو د لوبې ګټلو پوره ــــ پوره وړتیا لرئ

د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې، افغانستان نن چهارشنبه (د فبرورۍ ۴مه) د هند پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې سیالي کوي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي جنتن تراټ، د نیمه پایلوبې له ترسره کېدو وړاندې، له افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې سره ویډیويي اړیکه نیولې او لوبغاړو ته یې ویلي، چې دوی د دغې لوبې د ګټلو پوره وړتیا لري.

تراټ په دې ویډیويي پیغام کې د افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې تېرې بریاوې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې که لوبغاړي د ټاکل شوي پلان او ستراتېژۍ له مخې ولوبېږي، نو لرې نه ده چې لومړی نیمه پایلوبه او وروسته پایلوبه هم په بریا سره پای ته ورسوي.

د افغانستان او هند ۱۹ کلنې لوبډلې تر دې وړاندې ۱۲ ځله یو د بل پر وړاندې لوبېدلي، چې له دې ډلې یې هند ۱۰ او افغانستان دوه لوبې ګټلې، خو افغانستان په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او دا مهال د یوه پیاوړي سیال په توګه پېژندل کېږي.

د کرېکټ شنونکي وایي، افغانستان په روان نړیوال جام کې تر دې مهاله په زړه پورې لوبې کړې دي او ډېری باور لري، که افغان لوبډله په پوره باور ولوبېږي او تر فشار لاندې رانشي، کولی شي لوبه وګټي.

د یادونې وړ ده، چې یاده لوبه د زېمبابوې په هرارې ښار کې ترسره کېږي او ټاکل شوې د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شي.

د صادراتي سیستمونو د واحد کېدو ناسته ترسره شوه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د هېواد د صادراتو بهیر کې د دخیلو ادارو د صادراتي سیستم د واحد کېدو ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، چې له دې ناستې یې موخه د صادراتي اسنادو د بهیر اسانتیا او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې ټولې اړوندې ادارې خپلې اړتیاوې د کار پرمخ وړلو په موخه له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره شریکې کړي تر څو د صادراتو بهیر روڼ او چټک شي.

شیخ عبدالرحمن منیر د نشه يي توکو پر وړاندې د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو معلوماتو او همغږۍ له مسولینو سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز (CARICC) له رییس مخمود خادیموف او د یاد مرکز له سلاکار عزیزبیک ارکابویف سره لیدنه کړې.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې ښاغلي منیر مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې نږدې او دوامداره همکاري لري او د سرحدي همغږۍ له لارې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي او د قاچاق وړونکو د نیولو په برخه کې ګډ اقدامات ترسره کوي.

نوموړي همداراز د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د لا اغېزمنتیا لپاره د یادې ادارې له مسؤلینو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.

په ورته مهال د CARICC رییس او سلاکار د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له صادرېدو وروسته د نشه يي توکو د مخنیوي، د روږدو کسانو د راټولولو، ساتنې او درملنې په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او هغوی هڅه کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت سره د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې لا قوي همغږي رامنځته کړي.

دغه‌راز د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګډې همکارۍ د پراختیا ژمنه کړې ده.

د کابینې څوارلسمه غونډه؛ د پراختیایي بودیجې د مصرف راپور تایید شو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څوارلسمه غونډه د رییس الوزرا ا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ، تېره ورځ سه‌شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان المعظم په ۱۴مه او د ۱۴۰۴هـ ش کال د سلواغې په ۱۳مه نېټه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د هېواد په لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو خبرې او ځینې پریکړې شوې دي.

همدرانګه غونډه کې د پراختیایي بودیجې د مصرف راپور تایید او اړوندو اداراتو ته لارښوونه شوې، چې پراختیایي بودیجه په پلان شویو پروژو کې پر وخت مصرف او پراختیایي چارې دې په ښه توګه له پلان سره سمې پر مخ یوړل شي.

دغه راز په یاده غونډه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې شوي او اړوند ادارو ته دنده سپارل شوې، چې ستونزو ته یې د رسېدنې په موخه دې حل لارې وموندل شي.

په بشکیک کې د مولوي عبدالشکور حقاني او د هند سفیر لیدنه؛ د سیاسي او اقتصادي اړيکو پر پراختیا خبرې شوي

په بشکیک کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د هند له سفیر بیرېندر سنگ سره لیدنه کړې.

په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر اسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

همدارنګه یاد وزارت زیاته کړې، چې د دغې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د متقابل باور پر پیاوړتیا او د ګډو همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی دی.

ملا محمد فاضل مظلوم د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌ عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قومنداني څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ څخه د لیدنې سربېره د یادې قوماندانۍ د ښوونیز مرکز له منسوبینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ملا محمد فاضل مظلوم ویلي: “د مجاهدینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده، نو تاسو هم د اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه د مسلکي پوځي او فکري زده‌کړو له دغه طلایي فرصت څخه بشپړه ګټه پورته کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ ځکه اطاعت د نظام د تحکیم او د الله ج د رضا سبب ګرځي.”

ورته مهال د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال، د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌ عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قومندانۍ د مسولینو له کړنو او فعالیتونو څخه خوښۍ څرګنده کړه او د چارو د سمون او پرمختګ په پار یې ورته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

همدارنګه، د یادو مسولینو ستونزې یې واورېدلې او د هغو د حل کولو ډاډ یې ورکړ.

پوتین او محمد بن سلمان د انرژۍ نړیوال بازار د ټیکاو په اړه ټلیفوني خبري کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ټلیفوني خبرې کړي.

د کرېملین مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د انرژۍ نړیوال بازار د ثبات د ساتنې لپاره د همکاریو او د نړۍ او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

د کریملین د بیانیې له مخې، دغه راز دواړو مشرانو هوکړه وکړه، چې په سیاست، سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور او بشردوستانه چارو کې د همکارۍ پیاوړتیا لپاره خپلو ګډو اقداماتو ته دوام ورکوي.

اردوغان او محمد بن سلمان په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه خبرې کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان تېره ورځ (سې‌شنبه، د سلواغې ۱۴مه) په ریاض کې سره لیدنه کړې.

العربیه خبري شبکې راپور ورکړی، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو، د ایران موضوع، په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو د هڅو او د سوریې او یمن د حالاتو په اړه خبرې کړي.

دغه‌راز په دې لیدنه کې د ترکیې ولسمشر د سوریې د ثبات لپاره د انقرې د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې هېواد یې د سوریې د بیا رغونې لپاره له سعودي عربستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

نا معلومو وسله‌والو پېښور ته نږدې باړه سیمه کې ۱۱ د داعش غړي وژلي

نا معلومو وسله‌والو تېره شپه پېښور ته نږدې د باړې د قمبرخېلو په شنکو سیمه کې د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونه کړي، چې په کې د دې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د دې ډلې په وژل شویو غړو کې ډېری یې بهرنيان دي او د تېر کال په نومبر کې د دوی پر مرکزونو د ډرون له بریدونو وروسته دلته مېشت شوي و.

د راپورونو له مخې، له مستونګ څخه تښتېدلې داعش ډله اوس په دې هڅه کې ده چې د خیبر ایجنسۍ په غرنیو سیمو کې خپل فعالیتونه بیا پیل او منظم کړي