ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 154

بلخ کې ۴۰ کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس په مشري، د دغه ولایت د چهار بولک ولسوالۍ په ځدرانو سیمه کې د قومي مشرانو، دیني علماوو او متنفذینو په ملتیا، د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۴۰ کلنه شخړه، چې له امله یې یو کس وژل شوی و او ګڼې ستونزې یې لرلې، حل او فصل شوه.

ورته مهال د یاد ریاست مسولینو په همدې ولسوالۍ کې د څو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر راپورته شوې شخړه هم هواره کړه، چې شاوخوا څلور کاله یې دوام درلود.

مسولینو او جرګه‌کوونکو مشرانو د یادو شخړو د پای ته رسولو لپاره له ښکېلو خواوو سره پرله‌پسې ناستې وکړې، موضوع یې وڅېړله او د شریعت په رڼا کې یې د پرېکړې له لارې دواړه لوري پخلا کړل.

د ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د لومړي وزیر د مرستیال لیدنه؛ د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وشوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره لیدنه کې د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برېښنایي پروژو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، د ترکمنستان د ترانسپورټ او ریل پټلۍ وزیر، د دولت وزیر او د ترکمن ګاز دولتي شرکت رییس او یوشمېر افغان او ترکمن مسوولینو هم شتون درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

نوموړي زیاته کړه، دلتا انټرنېشنل کمپنۍ لېواله ده چې د ټاپي پروژې د ګازو اخیستلو، د ترکمنستان د لوی ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت تر سپين بولک ولسوالۍ، له سپين بولدک بیا د هند تر پولې د ګازو د پایپ لاین جوړولو او غځولو، د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د ستر او عصري مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر همدارنګه له ترکمنستان وغوښتل چې د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژې د جوړېدو په اړه افغانستان ته خپل دریځ روښانه کړي؛ ځکه د دې پروژې د تطبیق لپاره قزاقستان هم قوي لېوالتیا لري.

 نوموړي همداراز د افغانستان له لوري د ټاپ پروژې د لار نقشې د نهايي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د دې ترڅنګ یې بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا انتقال او د سیمه ییز اتصال د نورو پروژو د پيل لپاره د افغانستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدرنګهه ملا عبدالغني برادر د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانو پروژو کې افغانانو ته د کاري زمینې د برابرېدو په اړه هم ټینګار وکړ.

 ورپسې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه مننه وکړه چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ښه زمینه برابره کړې ده.

نوموړي وویل، چې د روان میلادي کال تر پایه به د دې پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې راورسیږي.

ښاغلي رشید مردوف په ټاپي پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه باید له نږدې کار ورسره وشي.

همداراز نوموړي د ترکمنستان له لوري د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژه کې هم پانګونې ته چمتووالی وښود او ویې ویل، چې په تورغونډۍ کې یې عملاً کارونه پيل کړي.

رشید مردوف زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې له پینځو لارو افغانستان ته برېښنا ولېږدوي او ظرفیت یې لوړ کړي.

دغه‌راز پردې سربېره د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدو، بانکي همکاریو، کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي پروژو د مدیریت په اړه د ګډ کار کولو په اړه هم خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو له لوري د روانو پروژو د کاري پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات هم له ګډونوالو سره شریک کړل.

په مشهد کې د افغانستان سرکونسل د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي سره لیدنه کړې

په مشهد ښار کې د افغانستان سرکونسل مولوي نور محمد متوکل د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي ډاکټر غلام حسین مظفري سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هرات او خراسان رضوي د والیانو ترمنځ د شویو هوکړو د تعقیب او عملي کېدو، په دوه اړخیزو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د توازن د رامنځته کولو، د افغان اتباعو لپاره د ویزې د ورکړې د اسانتیا او همدارنګه د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو دوام؛ غزه کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییلي اشغالګرو وروستيو بریدونو کې په غزې تړانګه کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان شهیدان شوي، چې شپږ یې ماشومان دي.

‘موږ ورو ورو مړه کیږو’: د صهیونستي رژیم د پرله پسې بریدونو په منځ کې د غزې اوسېدونکو نا امیدي!

د غزې اوسېدونکي وایي، چې د اسراییلي ځواکونو د پرله‌پسې بریدونو له امله په دوامداره وېره او سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي.

د بې‌ځایه شویو د کمپ یو تن اوسېدونکي منیر حداید ویلي، چې په بریدونو کې یې د خپلې کورنۍ څو غړي له لاسه ورکړي او د غزې اوسنی وضعیت یې «ورو مرګ» بللی دی. نوموړي زیاته کړې، چې خلک هره ورځ د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

حداید همداراز د نړیوالو د سولې پر خبرو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د سولې خبرې باید د غزې د خلکو د واقعي وضعیت له لیدلو وروسته وشي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې د اوربند له پیل راهیسې اسراییلي اشغالګرو لږ تر لږه ۵۰۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۴۰۵ نور یې ټپیان کړي دي.

همدارنګه په غزه کې د صهیونيستي رژیم د نسل‌وژنې جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱ زره او ۷۶۹ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره او۴۸۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلوڅ ازادي‌غوښتونکو په بریدونو کې ۱۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې بلوچستان کې د بلوڅ ازادي‌غوښتونکي غورځنګ په عملیاتو کې ۱۵ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو دغه راز په دې نښتو کې د ۹۲ بلوڅ ازادي غوښتونکو سرتېرو د وژل کېدو ادعا هم کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې بلوڅ ازادي‌غوښتونکي غورځنګ تېره ورځ په بلوچستان کې د پاکستان حکومت او پوځ پر وړاندې د «هېروف۲» په نوم عملیاتو د پیل اعلان وکړ، چې د دې عملیاتو په لومړۍ ورځ یې د دې ایالت د مرکزي ښار کوېټې په ګډون بېلابېلو ښارونو کې پر دولتي او نظامي ځایونو سخت بریدونه وکړل.

د عامې روغتيا وزير له عبدالرحمن عطاش سره د غزني روغتون د چارو ژر بشپړېدو په موخه ليدنه کړې

د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د ملي پراختيا شرکت له ریيس عبدالرحمن عطاش سره د غزني ولايت سیمه ییز روغتون د نيمه پاتې رغنیزو چارو ژر بشپړېدو په موخه ليدنه کړې.

د عامې روغتيا وزارت وایي، په دې ليدنه کې چې د دې وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال قاري عبدالولي صديقي، د غزني د عامې روغتيا ریيس او يو شمېر نورو مسولینو هم شتون درلود، د غزني ولايت سیمه روغتون د نيمه پاتې چارو د بشپړېدو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي ویلي، د ياد روغتون پاتې چارو ژر بشپړېدل به د غزني ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر لا پیاوړی او اسانتیاوې به پراخې کړي.

 همداراز، په دې لیدنه کې د ځينو نورو هغو نيمه پاتې روغتيايي پروژو او تعميراتو په اړه، چې د ملي پراختيا شرکت له لوري یې کارونه تر سره کېږي، د چارو د چټکتيا، ښه والي او شفافیت اړوند هم خبرې شوې دي.

دغه راز، د ملي پراختيا شرکت ریيس ډاډ ورکړی، چې د یادو پروژو د چارو منظم ترسراوي او پر وخت بشپړېدو لپاره به لا هڅې تر سره کوي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ د حکم پر اساس یو شمېر نوې ټاکنې شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي؛ چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د حکم پر اساس د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې لاندې نوې ټاکنې شوې دي:

۱. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني چارو د انسجام مخکنی مرستیال شیخ عزیزالرحمن منصور د پروان د والي په توګه.

۲. د نیمروز ولایت مخکنی مرستیال مولوي تور جان احمدي؛ د دایکنډي ولایت د والي په توګه.

‏۳. د کور او ښار جوړونې وزارت مخکنی مالي او اداري مرستیال حاجي ارسلا خروټی؛ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیو ابادۍ د مرستیال په توګه.

۴. د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو مخکنی رییس مولوي محمد رباني ناصح؛ د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه.

‏۵. د ستري محکمې د دار الافتاء ریاست مخکنی عضو مفتي محمد طاهر احمد؛ د جهادي آثارو د ساتني عمومي ریاست د رییس په توګه.

۶. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی دفتر مخکنی عضو مولوي نذیر احمد ناصر؛ د چارو ادارې لوی ریاست د نظارت او پالیسۍ مرستیال په توګه.

‏۷. د چارو ادارې لوی ریاست د نظارت او پالیسۍ مخکنی مرستیال مولوي عبدالباري عاطف؛ د ریاست الوزراء مقام دفتر لوی ریاست عامه اړیکو مرستیال په توګه.

۸. د دفاع وزارت حمایوي لواء مخکنی مرستیال مولوي امین ﷲ طیب؛ د پکتیکا ولایت د امنیه قومندان په توګه.

‏۹. د لغمان ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي نجیب ﷲ بدخشي؛ د نیمروز ولایت د مرستیال په توګه.

۱۰. د دایکنډي ولایت مخکنی والي ملا نجیب ﷲ رفیع؛ د ستري محکمې عمومي قطعاتو د عمومي قومندان په توګه.

‏۱۱. د پکتیکا ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي محمد ﷲ براء؛ د دفاع وزارت حمایوي لواء د مرستیال په توګه.

۱۲. د ریاست الوزراء مقام دفتر عمومي ریاست د عامه اړیکو مخکنی مرستیال قاري عبدالستار سعید؛ د جهادي آثارو راټولولو او تنظیم ریاست د رییس په توګه.

‏۱۳. د اطلاعات او فرهنګ وزارت مخکنی مشاور قاري احمد ﷲ سعید؛ د جهادي آثارو او سندونو د ثبت ریاست د رییس په توګه.

۱۴. د کندهار ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست مخکنی رییس مولوي سیدنور احمد سعید؛ د جهادي نشراتو او کتابتون ریاست د رییس په توګه.

‏۱۵. د ستري محکمې امنیتي قطعاتو مخکنی قومندان مولوي محمد عوض سعید؛ د کندهار زون پولیسو د ښوونیز او رونیز مرکز د قومندان په توګه.

۱۶. د پروان ولایت مخکنی والي مفتي محمد ادریس انوري؛ د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رییس په توګه.

‏۱۷. د ننګرهار جهادي مدرسې مخکنی مهتمم مولوي ریاض ﷲ حقاني؛ د کندهار ولایت احصائیې او معلوماتو ریاست د رییس په توګه.

۱۸. د کندهار زون د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز مخکنی قومندان مولوي مطیع ﷲ فاروقي؛ د ستري محکمې امنیتي قطعاتو عمومي قومندانۍ د ملکي مرستیال په توګه.

‏۱۹. د بدخشان ولایت اشکاشم بندر مخکنی کمیسیار مولوي عبدالرازق شاکر؛ د فاریاب پوهنتون د رییس په توګه.