ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 155

غــــــــزه؛ د صهیونستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي، نیمایي یې ماشومان دي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د سهار له پیل راهیسې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي، چې نیمایي یې ماشومان دي. دا پېښې د رفح د دروازې د بیا پرانیستلو یوه ورځ مخکې رامنځته شوي دي.

د روغتیایي سرچینو په وینا، د شنبې په ورځ د خان یونس ښار د شمال لویدیځ الماواسي په سیمه کې د بې‌ځایه شویو خلکو په خیمو هوايي برید وشو، چې په دې برید کې لږ تر لږه اووه فلسطینیان، له ډلې یې درې ماشومان، شهیدان شوي دي.

د شهیدان شویو جسدونه د خان یونس ناصر روغتون ته وړل شوي دي.

په غزه ښار کې بیړنیو خدماتو خبر ورکړی، چې لږ تر لږه پینځه فلسطینیان، له ډلې یې درې ماشومان، د ریمال په سیمه کې د یوه اپارتمان پر ودانۍ د اسرائیلي هوايي برید له امله شهیدان شوي دي.

همدارنګه، په همدې ښار کې د دارج په سیمه کې د یوه اپارتمان په هوايي برید کې اته فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وایي، له ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې، کله چې د متحده ایالاتو منځګړیتوب لاندې د غزې د اوربند تړون نافذ شو، لږ تر لږه ۵۲۴ فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو له خوا شهیدان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په غزه کې د صهیونيستي رژیم د نسل‌وژنې جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱ زره او۷۶۹ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره او۴۸۳ نور ټپیان شوي دي.

بلوچستان کې د بلوڅ ازادۍ غورځنګ عملیات؛ له کوېټې او بېلابېلو ښارونو د ډزو او چاودنو راپورونه ورکړل شوي

د رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوڅ ازادي‌غوښتونکي غورځنګ (BLA) مشر بشیر زیب له بلوچستان څخه په یوه خپره کړې ویډیویي پیغام کې د «هېروف» عملیاتو د دویم پړاو د پیل اعلان کړی دی.

نوموړي په دغه پیغام کې له بلوڅ سړیو او ښځو غوښتي، چې له خپلو کورونو راووځي او د پاکستاني پوځ پر ضد د «ملي ازادۍ جګړې»  کې برخه واخلئ.

ورته مهال، رسنیو له نن سهار راهیسې د بلوچستان له مرکزي ښار کوېټې او د دغه ایالت له یو شمېر نورو ښارونو څخه د ډزو او چاودنو راپورونه ورکړي دي.

دغه‌راز پاکستاني رسنیو ویلي، چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د بلوڅ ازادي‌غوښتونکي غورځنګ د عملیاتو په ترڅ کې تر دې مهاله ۱۰ پولیس وژل شوي دي.

د امنیتي سرچینو له قوله په راپورونو کې راغلي، چې یاد عملیات د بلوچستان په ۱۲ بېلابېلو سیمو کې پیل شوي دي.

همدارنګه رسنیو راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی.

شیخ نورمحمد ثاقب: افغانستان سږکال د حج لپاره ۳۰ زره سهمیه لري

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب وایي، چې د سعودي عربستان له لوري افغانستان ته د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لپاره د ۳۰ زره حاجیانو د حج سهمیه ورکړل شوې او د زیاتو هڅو په پایله کې د سعودي حکومت له خوا په راتلونکو کلونو کې د دې سهمیې د زیاتولو ژمنه هم ترلاسه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې سږ کال د هر حاجي د حج ټول لګښت ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوی، چې د تېر کال په پرتله د هر حاجي په لګښتونو کې ۱۵ زره او ۶۹۰ افغانۍ کموالی ښيي.

د ښاغلي ثاقب په وینا، سږ کال د حج پروسې ټولیز لګښت ۷ میلیارده، ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن د حج د سهمیې او لګښتونو په تړاو د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

د ترکیې له سفر وروسته د عراقچي پیغام؛ ایران د اټومي وسلو په لټه کې نه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د ترکیې له سفر وروسته په خپل پیغام کې ویلي، چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره د ایران او ترکیې د دوه‌اړخیزو اړیکو او همداراز د دواړو هېوادونو د ګډو سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه لیدنې او خبرې تل ګټورې او رغنده وي.

نوموړي په دغو خبرو کې یې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې نه دی او چمتو دی، چې داسې عادلانه او منصفانه اټومي هوکړې ته د ننه شي، چې د ایران د ملت مشروع ګټې خوندي کړي؛ هغه هوکړه چې پکې د اټومي وسلو نه‌لاسته‌راوړلو تضمین او د بندیزونو اغېزمن لرې کېدل شامل وي.

د عراقچي په وینا، د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ ترکیې هم د خپلو رغنده منځګړیتوبونو له لارې د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت په لاره کې مهم رول لوبولی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران اسلامي جمهوریت د دغو هڅو ستاینه او هرکلی کوي.

سیدعباس عراقچي ټینګار کړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د سیمې له هېوادونو سره د تعامل او همکارۍ لپاره چمتو دی، څو د سیمې سوله او ثبات خوندي وساتل شي او دا سیمه له ناقانونه یرغلونو څخه وساتل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له ولسمشر سره لیدنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د خپل سفر پر مهال په استانبول کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د دولت او ولس له خوا د ایران د ملي حاکمیت د ملاتړ، د بهرنیو لاسوهنو د رد او د صهیونیستي رژیم د کړنو پر وړاندې د ولسمشر اردوغان د دریځ ستاینه کړې او د اسلامي هېوادونو ترمنځ یې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

سید عباس عراقچي په دې لیدنه کې ویلي، ایران هېڅکله له هغو مذاکراتو څخه مخ نه دی اړولی، چې د متقابل درناوي، د تهران د قانوني ګټو د منلو او مشروع اندېښنو پر بنسټ ولاړ وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اټومي موضوع په اړه د ترکیې له مسولانه دریځ هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې ایران تل د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل پلوی پاتې شوی دی.

دغه‌راز په دې لیدنه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د ایران دولت او ولس به د ملي یووالي له لارې پر شته ننګونو برلاسي شي.

په پای کې رجب طیب اردوغان ټینګار کړی، چې د ایران د اټومي موضوع یوازینۍ حل‌لاره ډیپلوماسي ده او ترکیه په دې برخه کې د هر ډول رغنده هڅو لپاره چمتو ده.

له کندهاره د انارو د صادراتو نوی پړاو؛ نږدې ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ، د افغان ملي سوداګرو له لوري د روان ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې له کندهار ولایت څخه نږدې ۲۳ زره ټنه انار بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې په لومړي ځل قطر ته هم ۲۰ ټنه انار صادر شوي دي.

د کندهار د کرنیزو چارو امریت د معلوماتو له مخې، روان کال د کندهار د انارو کیفیت د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ ښه و او ورسره جوخت د انارو ناروغۍ او افتونه هم تر ډېره کنټرول شوي وو.

د مسولینو په وینا، همدغه ښه کیفیت او د ناروغیو کموالی د دې لامل شوی، چې د کندهار انارو ته په بهرنیو بازارونو کې غوښتنه زیاته شي.

د اسلامي امارت د مسولینو او افغان ملي سوداګرو د ګډو او پرله‌پسې هڅو په پایله کې، د کندهار انار پاکستان، هند، سعودي عربستان، مالیزیا، اوزبېکستان، روسیه، قزاقستان، متحده عربي امارات او قطر هېوادونو ته صادر شوي دي.

په دې لړ کې قطر ته د انارو صادرات د کندهار د کرنیزو محصولاتو لپاره یو نوی او مهم بازار بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د روان ۱۴۰۴ کال پر مهال په کندهار ولایت کې شاوخوا پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه شتون درلود، چې له دغو بڼونو څخه نږدې ۲۷۴ زره ټنه حاصل ترلاسه شوی دی.

کندهار د هېواد په کچه د انارو له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د دې ولایت انار د ښه کیفیت، خوند او د اوږدې ساتنې وړتیا له امله په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري.

دغه‌راز چارواکي باور لري، چې د کرنیزو چارو د لا ښه تنظیم، د ناروغیو د مخنیوي او د صادراتو د پراختیا په دوام سره به په راتلونکو کلونو کې د کندهار د انارو صادرات لا زیات شي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت به نور هم پیاوړی شي.

د افغانستان کلتوري اتشې په مسکو کې د «عربي نړۍ د روسي هنرمندانو له لیده» تر سرلیک لاندې جوړ شوي پروګرام کې ګډون کړی

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت په لوی سفارت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې فضل‌الهادي حمزه، د نړۍ د خلکو د عمومي اسامبلې په رسمي بلنه، د «عربي نړۍ د روسي هنرمندانو/نقاشانو له لیده» تر سرلیک لاندې جوړ شوي کلتوري پروګرام کې ګډون کړی.

په روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دغه کلتوري پروګرام کې د یادې اسامبلې ځانګړو استازو، د کریمیا جمهوریت د دولت استازو، د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت استازو، د عربي نړۍ د هېوادونو ډیپلوماتیکو استازو او سفیرانو او همداراز روسي هنرمندانو ګډون کړی و.

د یاد پروګرام په لړ کې ښاغلي فضل‌الهادي حمزه د اسامبلې له عمومي استازي او د عربي نړۍ د هېوادونو له ډیپلوماتانو سره د کلتوري اړیکو د رامنځته کولو او ټینګښت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

مولوي قدرت الله جمال د لويې پکتیا له قومي مخورو سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د لويې پکتیا له قومي مخورو سره د سیاحتي ځایونو د تنظیم او پراختیا، په ګرځندوی برخه کې ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو او يو لړ نورو ستونزو او وړانديزونو اورېدو په موخه لیدنه کړې.

اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې دغه لیدنه د سیاحتي ځایونو د تنظیم او پراختیا،  ګرځندويۍ برخه کې ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د یو شمېر نورو ستونزو شریکولو په تړاو شوې ده.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو د ولسونو ترمنځ د ځنګلونو او سیاحتي ځایونو په برخه کې شته ستونزو ته په اشارې ویلي، چې د لویې پکتیا ولسونه د ګرځندویۍ سکتور د پیاوړتیا په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره بشپړې همکارۍ ته چمتو دي.

دغه‌راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا اړین رول لري، چې يوه لویه برخه يې د هېواد ځنګلونه تشکيلوي، د ټول هېواد له ځنګلونو څخه به د ګرځندوی سکتور په پراختیا کې په پراخه کچه ګټه واخېستل شي، دا سکتور د ولسونو په همکاریو سره پیاوړی کیږي.

په پای کې نوموړي د لویې پکتیا د ولسي ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده؛ د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت هڅې کوي، ترڅو د لویې پکتیا ښکلو سیاحتي ځایونو ته لا ډېر کورني او بهرني ګرځندویان جذب کړي.

صهیونیستي رژیم په غزه کې د شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیانو د شهادت شمېرې ومنلې

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د اسرائیلي رژیم لوړپوړو پوځي چارواکو له رسنیو سره د یوې ناستې پر مهال تایید کړې، چې د غزې په جګړه کې شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې اسرائیلي چارواکو د غزې د روغتیا وزارت له لوري اعلان شوې د شهیدانو شمېرې ناسمې بللې.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې روغتیا وزارت تازه ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې څخه د روان ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۲۷مې پورې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۷۱ زره او ۶۶۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.