ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 157

پنجشېر کې راستنېدونکو ته شپږ میلیونه افغانۍ او ۳۰۰ متریک ټنه غنم وېشل کېږي

د عالیقدر  امیرالمؤمنین حفظه‌الله په ځانګړې پاملرنه د پنجشېر ولایت د راستنو شويو کورنیو لپاره د بیت المال له بوديجې څخه ۶ میلیونه افغانۍ او ۳۰۰ متریک ټنه غنم ځانګړي شوي، چې ژر به يې ويش پيل شي.

د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌آلله د ځانګړې لورینې له مخې، په پنجشېر کې راستنو شویو ته ۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته او ۳۰۰ مټریک ټنه غنم ځانګړي شوي.

په همدې موخه د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د کرنې وزارت د څېړنو ریيس مولوي طلحه په مشرۍ له پلاوي سره په لېدنه کې د دغه مرستو د وېش پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

یادې مرستې چې ۳۰۰ متریک ټنه غنم او ۶ میلیونه افغانۍ  پکې شاملې دي، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړې لارښوونې له مخې د بیت‌المال څخه د پنجشېر د اړمنو راستنو شويو کورنیو لپاره ځانګړې شوې دي، چې پر یو زر او ۲۰۰ راستنو شويو کورنيو به ووېشل شي.

د پنجشېر والي د کرنې وزارت پلاوي سره په ناسته کې  د دې ولايت پر اولسونو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌آلله د ځانګړي ترحم څخه د خوښۍ په ښوولو سره زياته کړه، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌آلله شپه او ورځ د هېواد د خلکو د ستونزو د حل او په بېلابېلو برخو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هڅې بې مخينې دي او دا چاره ټولو ته په عمل کې ثابته شوې ده.

حافظ محمد آغا حکیم وينا؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌آلله د افغانستان په تاریخ کې د دین‌دارۍ، ژمنتيا، د اسلامي شریعت د تطبیق نوموتې او د متعهدې رهبرۍ یو روښانه بېلګه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ په دغو مرستو کې هغه راستنې شوې کورنۍ شاملې دي چې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه ايستل شوي، د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه‌راز د پنجشېر ولايت د کرنې ریيس مولوي فضل الله ديوبندي ویلي؛ دغه مرستې به د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لارې او د پنجشېر د کرنې ریاست په همکارۍ اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

د یادونې وړ ده؛ چې څو ورځې وړاندې هم د پنجشېر ولايت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې، ۴۷۰ هغو کډوالو راستنو شويو کورنیو ته چې تازه د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران څخه دې ولایت ته راستنې شوې وې، د سرې مياشتې له لورې مرستې وويشل شوې.

د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستر ګام؛ کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې نن ( پنج‌شنبه، د سلواغې ۹مه)  په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل، چې یاد روغتون د دغه وزارت په غوښتنه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري منظور او فعال شو.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد روغتون به د سرطاني ناروغانو تشخیص او درملنې برخه کې غوره اسانتیاوې رامنځته کړي.

دغه راز مولوي نور جلال جلالي وویل، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون به د ستراتیژیک پلان له‌مخې، راتلونکی کال په لوړ ظرفیت تخصصي خدمتونو وړاندې کړي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايی خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل په روغیتايي برخه کې ستر او مهم بدلون یاد کړ.

نوموړي وویل، له دې وړاندې په هېواد کې د سرطاني ناروغیو روغتون د نه شتون له امله زیات شمېر ناروغانو د درملنې لپاره بهر هېوادونو ته سفر کاوه، چې دغه  کار له هېواد څخه د پیسو د لېږد لامل شوی و.

مولوي عبدالولي حقاني وویل، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې نور ناروغان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره اړ نه شي.

نوموړي په کور د ننه له نړیوالو معیارونو سره سم روغتیايی سیستم د جوړولو ژمنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو موخه د درملنې لګښتونو کمول، د ناروغانو د ستونزو راکمېدل او په هېواد کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا ده.

د ملي دفاع وزارت یو لوړ پوړي پلاوي روسیې ته رسمي سفر کړی

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ معینیت مرسیتال مولوي محمد قاسم «فرید» په مشرۍ، یو لوړ پوړي پلاوي روسیې ته رسمي سفر کړی او هلته یې له روسي سیال واسیلي اوسماکوف سره لیدنه کړې.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د یو شمېر مهمو امنیتي موضوعاتو په اړه هر اړخیزې شوې دي.

همداراز، په پای کې د دواړو لوریو له‌خوا د دوامدارو اړیکو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه وکړه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.

په غونډه کې د کلولې پشتې کلا د تاریخي او کلتوري ارزښت په ساتلو، د دې کلا د حساسو تونلونو ارزښت ته په پاملرنې سره دې شنې ساحې، عامه او تفریحي ځایونه او ټولې اړینې اسانتیاوې هم په پام کې ونیول شي.

همدارنګه دې غونډې ته د پنبې د کښت او پروسس په موخه د یو کرنیز او صنعتي جامع کمپلکس جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه.

 له بحث وروسته د اړوندو وزارتونو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د دې طرحې وړاندې کوونکي شرکت ته په بېلابېلو ولایتونو کې مناسبې ځمکې په نښه کړي او خپل راپور په ټاکل شوې نېټه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.