ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 158

د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې هېوادونو په چارو کې په نه لاسه‌وهنه ټینګار کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تېره ورځ (چهارشنبه، د سلواغې ۸مه) ټلیفوني خبرې کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي، دې خبرو کې دواړو لوریو د سیمې هېوادونو په چارو کې په نه لاسه‌وهنه ټینګار کړی دی.

دواړو بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره د ټولو لوریو د دوامداره هڅو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

د ټرمپ ګواښ ته د عراقچي غبرګون؛ د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول تېري پر وړاندې ځواب ویلو ته «ګوته پر ماشه» دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي ګواښ ته په غبرګون کې ویلي، چې د ایران وسله‌وال ځواکونه په بشپړ چمتووالي سره د خپل هېواد د خاورې، هوايي حریم او ځمکنیو اوبو پر وړاندې د هر ډول تېري پر وړاندې چټک او قاطع ځواب ویلو ته «ګوته پر ماشه» دي.

نوموړي زیاته، له ۱۲ ورځنۍ جګړې څخه ترلاسه شوي ارزښتناک درسونه موږ ته دا وړتیا راکړی، چې اوس په لا ډېر ځواک، چټکتیا او شدت سره غبرګون وښیو.

ښاغلي عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ایران تل د یوې «منصفانه، عادلانه او د متقابل ګټو» پر بنسټ ولاړ د اتومي هوکړې هرکلی کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې اتومي وسلې د ایران په امنیتي محاسباتو کې هېڅ ځای نه لري او تهران هېڅکله د دغو وسلو ترلاسه کولو هڅه نه ده کړې.

تاجکستاني او چینایي پانګوال په کندوز کې د سمنټو پر کارخونې پانګونه کوي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملاهدایت الله بدري له تاجکستاني او چینایي پانګوالو سره لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي،چې یادو پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې د مناسبې زمینې برابرولو له کبله خوښي څرګنده کړې او دغه راز یې په کندوز ولایت کې د سمنټو د کارخونې جوړولو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا ښودلې ده.

ورته مهال ملاهدایت الله بدري د ښه راغلاست ترڅنګ دا فغانستان کاني زېرمو په برخه کې د یادو پانګوالو د لېوالتیا هر کلی کړی او د هر راز قانوني همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

تهران کې افغان سفارت د ایران او ترکې په سرحد کې بند پاتې افغانانو سره بیړنۍ مرسته کړې

تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وايي، یو شمېر افغانان چې د ایران- ترکیې په سرحد کې په واورو کې بند پاتې و، د دغو کسانو د وضعیت معلومولو او حل په برخه کې یې بېړني اقدامات کړي.

دغه سفارت زیاتوي، یاد هېوادوال چې د سختې یخنۍ له امله یې پښې هم ژوبلې شوې وې، د نغدي مرستې ترڅنګ ورسره بېړنۍ روغتیايي مرسته شوې ده.

د یاد سفارت په وینا، چې دغه کسان به ډېر ژر هېواد ته ولېږدول شي.

استانبول کې د افغانستان سرقونسل د هند د خپلواکۍ په مراسمو کې ګډون کړی

په استانبول کې د افغانستان سرقونسل مفتي محمد اکبر عظیمي په کوربه هېواد کې د هند د خپلواکۍ ۷۷مې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.

استانبول کې د افغانستان قونسلګري وایي، چې مفتي محمد اکبر عظیمي د دې مراسمو په څنډ کې د هند له سرقونسل سره د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او کلتوري  اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

یو ترکي شرکت د افغانستان برېښنا سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د برېښنایي تجهیزاتو تولیدوونکې ترکي کمپنۍ (Marbeyaz) له مسول ګونای کُسای سره د اوبو برېښنا په برخه کې د پانګونې، د تجهیزاتو ترمیم او عصري ټېکنالوژۍ پر مټ د نوې کېدونکې برېښنا نويو سیستمونو نصب په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، په دې لیدنه کې ښاغلي ګونای د اوبو څخه د برېښنا تولید، د توربینونو ترمیم او نصب او د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه.

ورته مهال ملا عبدالحق همکار د ترکي شرکت مسول ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوي او ټول پانګوال کولای شي اړوندو برخو کې پانګونه وکړي.

د ناستې پای کې په دې ټېنګار شوی، چې د افغانستان برېښنا شرکت او یادې کمپنۍ تخنیکي څانګو ترمنځ ګډې ناستې وشي او د هېواد ولایتونو کې د شته اوبو سرچېنو څخه د برېښنا تولید برخو کې تخنیکي ارزونې ترسره شي.

د یادونې وړ ده؛ چې هېواد کې د امنیتي، اقتصادي او رڼې حکومتولۍ پر مټ هر اړخیز ثبات ددې لامل شوی، چې نړیوالې کمپنۍ د برېښنا او برېښنايي تجهیزاتو تولید برخو کې پانګونې وکړي، چې دا بهیر تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د برېښنا برخه کې تر ټولو زیات چټک شوی دی.

اسلامي امارت په کابل کې نږدې ۷۵ زره سوالګر راټول کړي او مرستې یې ورسره کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه تېره ورځ چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د غونډې په پيل کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون د رامنځته کېدو پر اصلي موخه او همدارنګه د تېرو درېیو کلونو پرمهال له کابل ښار څخه د سوالګرو راټولولو پروسې پر ارزښت خبرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ د دغه کمېسیون د غړو ادارو د هڅو په پایله کې له کابل ښار څخه تر ډېره سوالګر راټول شوي او له مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له لوري په میاشتني ډول نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې دي.

ورپسې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مسوولینو له لوري د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون له کړنو څخه د نظارت راپور غونډې ته وړاندې شوی.

د راپور له مخې، په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو پروسې له پيل راهیسې ۷۴ زره او۹۶۸ سوالګر راټول شوي، چې له دقیقې ارزونې وروسته یې ۳۷ زره او ۹۴۷ مستحق او ۳۷ زره او ۲۱ بیا حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په وینا؛ مستحق سوالګر افغاني سرې میاشتې ته ورپېژندل شوي، چې په میاشتني ډول ورته د بانکي حسابونو له لارې پیسې حواله کېږي.

همدا ډول یوشمېر مستحق سوالګر بیا د درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت او ځینې بیا د کارموندنې په موخه کابل ښاروالۍ ته ورپېژندل شوي.

دغه‌راز په راپور کې د دغه کمېسیون د ترسره شویو فعالیتونو ترڅنګ په یوشمېر برخو کې شته ستونزې هم له ګډونوالو سره شریکې شوې دي.

د راپور له اورېدو وروسته د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون ټولو غړو وزارتونو او ادارو ته جدي سپارښتنه کړې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري «د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون» منظور شوی طرزالعمل په ښه ډول عملي او پلي کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ په لومړیو کې په کابل ښار کې د سوالګرو شمېر تر ډېره کم شو؛ خو په دې وروستیو کې یوځل بیا څه ناڅه زیات شوی چې جدي څارنې او کار ته اړتیا لري. 

همدارنګه پرېکړه شوې، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مشرۍ به د دغه کمېسیون غونډه په میاشت کې یوځل ترسره کېږي او د خپلو فعالیتونو راپور به د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته وړاندې کوي.

روسیې د سوریې د بیارغونې هڅو کې ګډون ته چمتووالي ښودلی

د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ (چهارشنبه، د جنوري ۲۸مه) د مسکو په کریملین ماڼۍ کې لیدنه کړې.

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مسکو او دمشق اړیکې «ژورې» وبللې او د سوریې ځکمنۍ بشپړتیا او یووالي برخو کې یې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

ولادیمیر پوتین وویل، چې دوی د سوریې د بیارغونې په هڅو کې ګډون ته چمتو دي او مسکو د هغو بنسټونو د پام وړ اندازې څخه خبر دی چې بیارغونې ته اړتیا لري.

ورته مهال، احمد الشرع په تېر یوه کال کې د دمشق او مسکو د اړیکو پراختیا ته په اشاره د سوریې ترڅنګ د سیمې په یووالي او ثبات کې د روسیې رول مهم وباله.