ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 159

کابل او باکو د دوه اړخیزو چاپېریالي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره لیدنه وکړه.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي؛ چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقلیم بدلون، نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون،تخنیکي همکاریو او د دوه اړخیزو چاپېریالي اړیکو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

مولوي مطیع‌الحق خالص د اذربایجان له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او په ځانګړي ډول یې د COP_29 کنفرانس په تړاو د افغانستان د ګډون د تسهیل لپاره د یاد هېواد د دیپلوماتیکو هڅو قدرداني وکړه.

نوموړي وویل، که څه هم افغانستان COP-30 نړۍ وال کنفرانس ته ونه بلل شو، خو د اذربایجان ملاتړ او همکاري د ستایني وړ ده او افغان حکومت یې له هلوځلو مننه کوي.

ښاغلي خالص همداراز د COP_31 د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس چې ټاکل شوې په ترکیه کې ترسره شي له اذربایجان څخه وغوښتل چې د ترکیې له حکومت، د UNFCCC له سکرتریت او نورو اړوندو نړیوالو مراجعو سره همغږي وکړي، تر څو د افغانستان رسمي ګډون ته زمینه برابره شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان ګډون د سیمې د اقلیمي ننګونو د ګډ مدیریت لپاره یو عملي اړتیا ده.

دغه‌راز په دې لیدنه کې د WUF_13 نړیوال ښاریتوب کنفرانس په اړه هم خبرې وشوې چې ټاکل شوې په اذربایجان کې ترسره شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل، د دې کنفرانس لپاره ادارې ته رسمي بلنلیک رسېدلی او هیله یې څرګنده کړه، چې د اذربایجان دولت د افغان پلاوي د ګډون د تسهیل، ویزې، سفر، لوژستیکي اسانتیاوو او تخنیکي پروسو په برخه کې ځانګړې همکاري وکړي.

مولوي مطیع‌الحق خالص په چاپېریالي څارنه، د هوايي کیفیت د کنټرول، GIS، ریموټ سنسینګ او ډیجیټلي وسایلو په برخه کې د تخنیکي همکاریو، د ګډو څېړنیزو او د اقلیمي بدلون سره د سازښتي پروژو، د پایدار ښاري او کلیوالي چاپېریالي پلانونو د تجربو د تبادلې او د ځنډېدلو چاپېریالي پروژو د بیا پیلیدو په برخه کې د اذربایجان له سفیر څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه‌راز په دې لیدنه کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو او دوستانه همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل؛ چې هېواد یې د افغانستان د چاپېریالي او اقلیمي ننګونو درک کوي او هڅه کوي چې دا موضوعات په سیمه‌ییزو او نړیوالو فورمونو کې مطرح کړي.

نوموړي د COP_31 کنفرانس چې ټاکل شوې په ترکیه کې ترسره شي په اشارې سره ډاډ ورکړ، چې د اذربایجان دولت به د ترکیې له اړوندو مراجعو، د UNFCCC له سکرتریت او نورو نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ په برخه کې همکاري وکړي تر څو د افغانستان د رسمي ګډون لپاره ممکنې لارې وڅېړل شي.

همداراز الهام محمدوف د WUF_13 نړیوال کنفرانس چې ټاکل شوې په اذربایجان کې ترسره شي وویل؛ هېواد یې د دې کنفرانس کوربه‌توب ته ځانګړی اهمیت ورکوي او ژمنه یې وکړه چې د افغان پلاوي د ګډون لپاره به له اړوندو ادارو سره اړینه همغږي ترسره کړي.

نوموړي دغه‌راز د چاپېریالي څارنې، هوايي کیفیت د کنټرول، GIS، ریموټ سنسینګ او ډیجیټلي وسایلو په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې اذربایجان چمتو دی د تخنیکي تجربو د انتقال، د سافټویرونو د شریکولو او د افغان تخنیکي ټیمونو د روزنې په برخه کې همکاري وکړي. په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو چاپېریالي همکاریو د چوکاټ جوړولو او د یوه دایمي ګډ چاپېریالي کاري ګروپ د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وشو تر څو دا همکارۍ منظمې، عملي او دوامدارې شي.

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوالو ته د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له یو شمېر علماوو، متنفذینو او سوداګرو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو مسولینو هم شتون درلود.

په پیل کې، علماوو، متنفذینو او سوداګرو د جوزجان ولایت د عمومي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د امنیت د ټینګښت او خلکو ته د خدماتو د برابرولو په برخه کې یې د مسولینو هڅې وستایلې.

دغه راز، دوی د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو او همدارنګه د ښوونیزو او روغتیایي مرکزونو د جوړولو په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له دې لیدنې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د هېوادوالو د ستونزو حل او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له اساسي مسولیتونو څخه دي او مسولین په دې برخه کې له ځنډ پرته هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت په ټولو برخو، په ځانګړې توګه د پراختیايي چارو، ښوونې او روزنې او روغتیا سکتورونو ته ځانګړې پاملرنه لري او د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره به خپلې هڅې نه سپموي.

په پای کې، مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د علماوو، متنفذینو او سوداګرو د وړاندیزونو په اړه وویل، چې اسلامي امارت به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره ورته رسېدنه وکړي او اړین اقدامات به ترسره کړي.

تېره میاشت کې نږدې ۲۳۵ زره کسانو ته د هویت د تثبیت او کاغذي پېژندپاڼو د تایید خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د هویت د تثبیت او د آرشیف تنظیم ریاست د روان کال په مرغومي میاشت کې ۲۳۴ زره او ۶۴۴ تنو ته د هویت د تثبیت او په حضوري او غیرحضوري بڼه د کاغذي پېژندپاڼو د تایید خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، چې له دې ډلې، دوه زره او ۵۲ کاغذي پېژندپاڼې په حضوري او شپږ زره او ۲۵۶ نورې پېژندپاڼې په غیرحضوري ډول (بهرمېشتو افغانانو ته) تایید شوي او ترڅنګ یې د ۲۲۶ زره او ۳۳۶ کسانو هویت هم تثبیت شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د هویت تثبیت، د هېوادوالو د هویتي اسنادو سکن، ډیجیټل او ارشیف‌کول او د پېژندپاڼو د صحت او جعل په تړاو ټولو امارتي ادارو ته د معلوماتو وړاندې کول، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هویت تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست له مهمو مسوولیتونو څخه دي او دا ریاست هره ورځ په بشپړې ژمنتیا د هېوادوالو د هویتي اسنادو ساتنه کوي.

افغانستان او ایران د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام‌جار د ایران د خراسان رضوي له والي غلام حسین مظفري سره په صفري نقطه کې لیدنه وکړه.

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو او د نقلیه وسایطو د تګ – راتګ زیاتوالي، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر د چټکتیا او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې کړي.

په دې لیدنه کې د هرات والي د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر ارزښت ټینګار کړی او د سوداګرو په چارو او ترانزیټ برخو کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، د ایران د خراسان رضوي والي په اسلام قلعه بندر کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او سوداګریزو فعالیتونو بهیر د ښه‌والي لپاره د خپل د هېواد د همکاریو د پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.

د عدلیې وزارت: پر اسلامي قوانینو نېوکه، پر شریعت نېوکه ده

د عدلیې وزارت وایي، چې د افغانستان د اسلامي امارت تقنيني اسناد په بشپړ ډول د اسلامي شریعت له احکامو سره سم دي او پر دغو اسنادو نېوکه کول د شریعت له اصولو سرغړونه بلل کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت تقنيني اسناد د هېواد د جیدو علماوو د ګڼو هیتونو له لوري، د هر وزارت او اړوندې ادارې، د عدلیې وزارت، سترې محکمې او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د دفتر په کچه، د الله تعالی د کتاب، د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سنتو او د حنفي فقهې د معتبرو کتابونو پر بنسټ تدوین او تخریج کېږي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه تقنيني اسناد په پرله‌پسې ډول د اسلامي شریعت له پلوه د مطابقت لپاره ارزول کېږي او تر هغې وروسته د توشیح په موخه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی حضور ته وړاندې کېږي.

د عدلیې وزارت په وینا، د اسلامي امارت په تقنيني اسنادو کې هېڅ داسې ماده، فقره، جزء، بند او حکم شتون نه لري، چې د اسلامي شریعت خلاف وي یا شرعي منبع ونه لري، بلکې ټول اسناد په بشپړه توګه د اسلامي شریعت مطابق دي او پر هغوی اعتراض، پر شریعت اعتراض بلل کېږي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دا ډول اعتراضونه شرعي او علمي بنسټ نه لري، بلکې د جهل یا تجاهل له مخې ترسره کېږي او شرعاً جرم ګڼل کېږي؛ له همدې امله، پر تقنيني اسنادو اعتراض کوونکي کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره د ویډیو له لارې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ویډیويي ناسته کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو موضوعاتو، د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د روان میلادي کال لپاره د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې کړې دي.

په دې انلاین ناسته کې مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پرمختګ ارزونه مثبته بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت او ترکمنستان ترمنځ د ښو اړیکو له پیاوړتیا سره، اوس د ټاپي پروژې عملي کار د هرات له لارې پیل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د رېل‌پټلۍ پروژې او د ټاپ برېښنا پروژه هم د پلي کېدو په درشل کې دي او د دواړو لوریو اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

بل‌خوا، رشید مردوف د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو له پراخېدو خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د ګډو اقتصادي پروژو د پلي کېدو، د دواړو هېوادونو د چارواکو د سفرونو او د راتلونکو پروګرامونو د تنظیم په برخه کې به په همغږي کار ته دوام ورکړي.

په بهرنیو چارو وزارت کې د«د قطر په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسي» تر سرلیک لاندې علمي غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د «د قطر په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسي» تر سرلیک لاندې علمي غونډه جوړه شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وایي، چې په دې غونډه کې د قطر سفیر ډاکټر مردف القاشوطي پر یادې موضوع تفصیلي او هراړخیز بحث وړاندې کړ.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې علمي غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو برخو مسولینو ترڅنګ، د نړیوالو اړیکو د حوزې ګڼو څېړونکو او همدارنګه د بېلابېلو پوهنتونونو د نړیوالو اړیکو د څانګو استادانو او محصلینو ګډون درلود.

مولوي عبدالسلام حنفي: د دیني علومو زده‌کړه علماوو ته ستر مسولیت ورپه غاړه کوي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ د جامعۀ دارالعلوم مدرسې او د دارالحفاظ عمري د درېیمې دورې د فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ او وینا یې وکړه.

په دغو مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي، شیوخ کرام، علما او د یاد ولایت یو شمېر مسولینو ګډون کړی وو.

مولوي عبدالسلام حنفي د مراسمو پر مهال ټولو فارغانو، د هغوی کورنیو، د مدرسې مسولینو، علماوو او استادانو ته مبارکي وویله او ویې ویل، چې دیني علما د ټولنې په اصلاح، د اسلامي ارزښتونو په ترویج او د خلکو ترمنځ د یووالي په ټینګښت کې بنسټیز رول لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د دیني علومو زده‌کړه، په ځانګړي ډول د قرآن کریم حفظ او د نبوي احادیثو زده کړه، علماوو ته ستر مسولیت ورپه غاړه کوي او اړینه ده چې فارغان په اخلاص، تقوا او د خپل علم پر عمل کولو سره دین او ټولنې ته خدمت وکړي.

همداراز، مولوي عبدالسلام حنفي د یادې مدرسې د مسولینو او استادانو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي امارت د علمي او دیني بنسټونو ملاتړ کوي او د تعلیمي مرکزونو ودې او پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري.

تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۷۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

 د ټولګټو وزارت وایي، چې د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د مرغومي مياشتې له پيله تر پايه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۹۹ زره او ۸۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۶ زره او ۳۲۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۵ زره او ۲۸۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۸۷ زره او ۴۲) ټنه او د خواف –هرات (۹۱ زره او ۱۶۳) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۶۹۹ زره او۸۲۰) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د غه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په مرغومي مياشت کې (یو زر او ۲۵) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه، معدني ډبرې او د انار جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.