ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 160

د کابل – پلخمري برېښنا لېږد مزی بېرته ونښلول شو

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د پلخمري – کابل وارداتي برېښنا لېږد ۲۲۰ کېلوولټ مزي دویم پرې شوی سرکېټ په لنډ مهاله توګه بېرته ونښلول شو.

دغه شرکت زیاتوي، چې د دې سرکېټ په نښلولو سره به د پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ او غزني ولایتونو برېښنا په تدریجي توګه بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

د یادونې وړ ده، چې د درنو واورو اورښت او شدیدو توپانونو له امله د سالنګونو په شاول سیمه کې د اوزبیکستان د وارداتي برېښنا لېږد مزي یوه پایه نړېدلې وه او یو سرکېټ پرې شوی و.

د ایران او قطر بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د امنیت او ثبات ساتنه باندې ټینګار کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ترمنځ د ټیلیفون له لارې خبرې شوې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه د خبرې کړې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د سیمې د بدلونونو د ارزونې ترڅنګ په سیمه کې د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره د سیمې د ټولو هېوادونو پر ګډ مسولیت ټینګار کړی دی.

د امریکا او سوریې ولسمشرانو د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړي

د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ تېره ورځ (سې‌شنبه، د جنوري ۲۷مه)  ټلیفوني خبرې کړي.

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې دواړو لوریو د سوریې د انتقالي دورې اړوند بدلونونو، د امنیت او ثبات د پیاوړتیا د هڅو او دغه راز د دوه اړخیزه همکاریو د امکاناتو په اړه خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، په دې خبرو کې احمد الشرع سوریې ته د ترهګریزو ډلو په ځانګړې توګه د داعش د بېرته ستنېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو پر یووالي ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو دغه راز د سیمه‌ییزو ناندریو د حل په برخه کې خبرو ته د لومړیتوب ورکولو اړتیا باندې هوکړه کړې ده.

امریکا کې د ژمني توپان له امله د وژل شویو شمېر ۴۲ تنو ته لوړ شو

ای‌بي‌سي خبري شبکې راپور ورکړی، چې امریکا کې د قوي ژمني توپان له امله تراوسه لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دغه توپان د امریکا د هوایي ترانسپورټ په تاریخ کې تر ټولې زیاتې الوتنې لغوه کړې دي؛ چې تراوسه له ۲۰ زرو زیاتې الوتنې لغوه شوې دي.

د یادونې وړ ده، دغه مرګونی ژمنی توپان چې د درنې واورې اورښت هم ورسره مل دی، د سلګونه زره خلکو برېښنا هم پرې کړې ده.

محمد سهیل شاهین د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له رییس سره لیدنه کړې

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې (اتحاد العالمي لعلماء المسلمین) له رییس شيخ علي محي‌الدین القره داغي سره لیدنه کړې.

قطر کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په روانو سیاسي حالاتو، اسلامي نړۍ ته د افغانستان د ځمکنیو حقایقو او رښتیني انځور په رسولو کې د علما‌وو پر نقش او افغانستان کې د علماوو او د اتحاد علماء المسلمین ترمنځ د اړیکو او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور کړې


د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې دې غونډې ته ۳۳ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې دي.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې له بحث وروسته د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور شوي او په ۷ پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغللي دي.

همداراز یوه پروژه بیا ځلې پرانیستې ملي داوطلبۍ او بله پروژه د ګټونکي شرکت د مخکنیو کاري نیمګړتیاوو له امله معطل شوې ده.

د دغه شرکت د ټولو شته قراردادونو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټه ټاکل شوې، څو له څېړنې وروسته خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

دغه راز یوه پروژه بېرته اړوند وزارت ته د تدارکاتي ستونزو له امله اعاده او د دوو پروژو د قیمتونو په اړه ټاکل شويو کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې په اړه يې له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د اقتصادي معاونیت په وینا؛ په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکېنرونو اخیستل، له ګردیز څخه تر خوست پورې د عمومي سړک ترمیم، د غزني او فراه ولایتونو د امنیه قومندانیو لپاره د ودانیو جوړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د اوبو لګولو د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجۍ مطالعات، د سرپل ولایت د سانچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې، د کندوز ولایت په قلعه ذال، د هلمند ولایت په ګرشک، د پروان ولایت په شینوارو، د فراه ولایت په پرچمن، د خوست ولایت په لکڼ، د تخار ولایت په ورسج، د کاپیسا ولایت په آله سای، د کابل ولایت په شکردرې او د بدخشان ولایت په درایم ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو ترڅنګ په بېلابیلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع یو شمېر پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.