ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 161

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشره: په افغانستان کې امنیت موږ ته دا زمینه برابره کړې چې هرې سیمې ته مرستې ورسوو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشرې کاتارینا ریټز او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له ټینګښت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه امنیت دوی ته دا زمینه برابره کړې څو د هېواد هرې سیمې، هر کلي او هر ښار ته د اوبو رسولو، روغتیا، ښوونې او نورو برخو کې خپلې مرستې ورسوي.

نوموړې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه هڅه کوي خپلې اړینې مرستې د افغانستان تر ټولو لرې پرتو سیمو پورې ورسوي.

بل‌خوا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې یادې کمېټې په سختو شرایطو کې له بېوزلو او اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې دوامدارې ساتلې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د بشري مرستو تر څنګ باید بنسټیزو پراختیايي پروژو ته هم پاملرنه وشي، څو د هېوادوالو ستونزې په بنسټیز ډول راکمې شي.

د لیدنې په پای کې، دواړو لوریو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

خوست کې ۱۱ کلنې او بلخ کې درې کلنې شخړې په دوستۍ بدلې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریيس مولوي ميا محمد ولي صديقي په مشرۍ د قومي مشرانو، علماء کرامو، متنفذينو او د نظر خاوندانو په شريکو هلو ځلو د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د دوو پلرنيو ترمنځ د تېرو ۱۱ کلونو په دوام دښمني داسې مهال پای ته ورسېده، چې د روغې په مراسمو کې يې ګڼو ولسي خلکو ګډون کړی وو.

د يادې دښمني په ترڅ کې د ګڼو مالي زيانونو سر بېره له دواړو خواوو دوه تنه وژل شوي وو، لوی خپلمنځي اختلافات يې را ولاړ کړي وو او وخت نا وخت به يې د نښتو لامل ګرځېدل، چې مسوولينو د يوې شرعي پرېکړې وروسته ورته د پای ټکی کېښود.

همدرانګه په ورته وخت کې د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریيس مولوي سردارمحمد محمدي په مشرۍ د ياد ولايت په شيراباد سيمه کې د څو کورنيو ترمنځ پېښه شوې درې کلنه شخړه د ځايي خلکو او منځګړو جرګه کوونګو په هڅو پای ته ورسېده.

دغه شخړه، چې د ځمکو د ملکيت پر سر راپورته شوې وه دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې پېښې کړې وې، چې تېره ورځ د يوې قومي جرګې په پايله کې حل او طرفينو ته خپل حقوق وسپارل شول.

په لوګر کې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي او سب‌سټېشن د جوړولو تړون لاسلیک شو

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د غضنفر ګروپ له عمومي رییس محمد اسماعیل غضنفر سره د پانګونې له لارې د لوګر ولایت اړوند محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د سب‌سټېشن د جوړولو او همدارنګه له یاد سب‌سټېشن څخه تر شته ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پورې د نوي ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي د جوړولو تړون لاسلیک کړه.

د برېښنا شرکت وایي، چې د یاد سب‌سټېشن او برېښنا لېږد مزي له لارې به د لوګر ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه، چې دا مهال د جوړېدو په حال کې ده، برېښنا جذب او پېرودونکو ته ووېشل شي.

یاد شرکت زیاته کړې، چې د دې پروژې چارې به د هوکړې له لاسلیک وروسته د ۱۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي او له دې سره به د لوګر د محمداغې ولسوالۍ صنعتي پارک او په زرګونو پېرودونکي د برېښنا له انرژۍ برخمن شي.

دغه راز، د یادو پروژو له لارې به سلګونو کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شي، کورني تولیدات او صنعت به وده وکړي، محلي اقتصاد به پیاوړی شي، د برېښنا خدمتونه به باثباته او دوامدار شي او د خلکو د ژوند معیار به لوړ شي.

د یادونې وړه ده، چې یاده پروژه د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې د هېواد د برېښنايي زیربناوو د پیاوړتیا او د برېښنا بنسټونو د پراختیا په موخه عملي کېږي.

تېره میاشت کې د څه‌باندې دوه زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په مرغومي میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۳۹۶ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

د یادې ادارې په وینا؛ ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۴۳ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۲۲۷ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۵ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۱۶۹ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا ثبت شويو ارقامو ته په کتو،  یو زر او ۲۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو  او نهه تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۱۸ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي. 

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (۸۲۸) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۳۰۳ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د فاریاب اقینې بندر، حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستلو او پرېښودو د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیتونه پر غاړه لري.

د متحده عربي امارتو یوه کمپنۍ افغانسان کې د زر مېګاواټه برېښنا په تولید پانګونه کوي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار، د متحده عربي اماراتو HHM ګروپ کمپنۍ له رییس تانکوت داشد میر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد کمپنۍ رییس افغانستان کې له ګازو څخه د ۱۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا په تولید پانګونې ته چمتوالی ښودلی دی.

دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس پانګوالو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې پانګوال په ډاډه زړه د برېښنا تولید او بنسټونو جوړولو برخو کې پانګونې کولای شي.

همدارنګه د دې ترڅنګ د ګازو څخه د برېښنا تولید تخنیکي اړخونو، د امکان وړ پلانونو، راتلونکي لپاره د تخنیکي بحثونو په اړه هم خبرې شوي او د ګډو همکاریو او تخنیکي بحثونو د دوام ډاډ ورکړل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د برېښنا پانګونې په برخه کې دا ډول هڅې د هېواد انرژۍ سکټور پرمختګ او د برېښنا ځان بساینې په موخه مهم ګامونه دي.

د افغانستان سوداګریزې اتشې په دوبۍ کې ګلفوډ نړیوال نندراتون څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سوداګریزې اتشې په نړیوالو بازارونو کې د افغان شرکتونو د ملاتړ، پیاوړتیا او هڅونې لپاره په دوبۍ کې د (Gulfood) نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان سوداګریزې اتشې د شرکتونو د ستونزو او غوښتنو اورېدلو پر مهال د کورنیو تولیداتو پېژندنې او صادراتو پراختیا لپاره په نړیوالو نندارتونو کې د افغاني تولیداتو شتون ارزښتمن بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې سږ کال ۱۰ افغان شرکتونو په ګلفوډ نړیوال نندراتون کې بېلابېل ډوله کورني تولیدات او محصولات نندراې ته ایښي دي.

په ترکمنستان او قرغزستان کې د اسلامي امارت سفارتونو سرپرستانو د هند د ملي ورځې په لمانځغونډو کې ګډون وکړ

په ترکمنستان او قرغزستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارتونو سرپرستانو د هند د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړو شویو لمانځغونډو کې ګډون وکړ.

په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضل محمد صابر د کوربه هېواد په پلازمېنه کې د هند د خپلواکۍ ورځې په لمانځغونډه کې ګډون کړی دی.

یاد سفارت ویلي، چې په دې مراسمو کې یې د نورو هېوادونو له دیپلوماټانو سره هم لیدنې کړې او د ګډې علاقې پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

همدارنګه د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف هم په یادو مراسمو کې د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون درلود.

ورته مهال، په قرغزستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني هم د هند د خپلواکۍ ورځې په لمانځغونډه کې ګډون کړی دی.

 د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، ښاغلي حقاني د هند سفیر بیرېندر سنګ ته د خپلواکۍ ورځې مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.

دغه‌راز د سفارت په وینا، مولوي عبدالشکور حقاني د دغې لمانځغونډې په ترڅ کې له یو شمېر سفیرانو او دیپلوماټانو سره پر دوه‌اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

شیخ شیراحمد حقاني اطلاعاتو ته د لاس‌ رسي ریاست څخه د چارو ارزونې په موخه ليدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یو پلاوي په ملتیا اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست څخه د چارو د ارزونې په موخه لیدنه کرې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د دې لیدنې پر مهال اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست مسولینو ښاغلي وزير ته د یاد رياست د فعاليتونو، مسوليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړی او شته ستونزې يې ورسره شريکې کړې دي.

دغه‌راز شیخ شېر احمد حقاني د یاد ریاست له اړوندو کاري برخو څخه لیدنه کړې او تر سره شوي کارونه یې ستایلي دي.

نوموړي ویلي؛ اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست د هېواد په کچه یو له مهمو رياستونو څخه دی، چې د وزارت له اساسي وظایفو څخه مهمې دندې پر مخ وړي.

همدارنګه د ښاغلي حقاني له لوري اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست مسولینو ته اړینې سپارښتنې شوي او د دې ریاست ستونزو او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ يې ورکړی دی.