ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 162

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د پانګونې او سوداګرۍ د ودې لپاره د لا اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی


د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي فاریاب ولایت ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزیر مولوی عطاءالله عمري، د فاریاب والي مولوی عبدالاحد فضلي او د یاد ولایت یو شمېر نورو مسولینو هم شتون درلود، سوداګرو او پانګوالو د مسولینو د خدماتو او د اسلامي امارت له لوري د سوداګري او پانګونې لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو خوښي څرګنده کړې او دا مهم اقدامات یې د ټولو افغانانو په ګټه بللی دي.

دغه‌راز دوی د امنیت ټینګښت د خلکو د خوښۍ سرچینه بللی او زیاته کړې یې ده، چې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ښو فرصتونو رامنځته کېدل د زیاتو کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو د هڅونې لامل شوی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت اقتصادي ودې او په هېواد کې د پرمختګ د زمینو رامنځته کېدو ته ژمن دی او کوښښ کوي په دې برخه کې ارزښتناک اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت ټول هغه موارد ارزولي، چې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د ځلېدو لامل ګرځي او د هغوی د ملاتړ لپاره به لا زیات مهم ګامونه واخلي.

مولوی عبدالسلام حنفي همدارنګه د راستنو شویو کډوالو موضوع ته اشاره کړې او له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه له سوداګرو او پانګوالو یې غوښتي، چې د خپل توان په اندازه له کډوالو سره مرسته وکړي، ترڅو سوړ ژمی له ستونزو پرته تېر کړي او ورځني ژوند ته دوام ورکړي.

امریکا کې د ژمني توپان له امله د وژل شویو شمېر ۲۲ تنو ته لوړ شو

یو زورور ژمنی توپان چې په دې وروستیو ورځو کې یې د امریکا ګڼې برخې ځپلې دي، تر اوسه یې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي او د دغه هېواد ښاري او ترانسپورټي بنسټونو ته یې پراخ زیان اړولی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، له دغه توپان سره د واورې دروند ورښت او کنګل مل دي او تر اوسه یې د امریکا ۱۹ ایالتونه اغېزمن کړي دي.

ورته مهال، یاد توپان په پراخه کچه د برېښنا د پرې کېدو لامل شوی او د تېرې ورځې تر پایه نږدې ۷۰۰ زره کورونه او د کارځایونه له برېښنا بې‌برخې شوي دي.

سربېره پر دې، دغه توپان د امریکا په هوايي ترانسپورټ کې هم پراخه ګډوډي رامنځته کړې او په لسګونو هوايي ډګرونو کې زرګونه الوتنې لغوه یا ځنډول شوې دي.

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته تر سره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه.

اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په یاده ناسته کې هغو کتابونو ته د چاپ اجازه ورکړل شوه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره برابر وو او همدارنګه د وارده او صادره ۵۸۲ ټوکو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

د ناستې په پای کې، د کمېسیون غړو ته ۲۰ عنوانه کتابونه ووېشل شول، تر څو راپور یې په راتلونکي ناسته کې وړاندې کړي.

فاریاب کې راستنو شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي پیسو د وېش لړۍ پیل شو

فاریاب کې د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ او وضعیت د ارزونې په موخه، د غنمو او نغدي پیسو د وېش مراسم د ریاست‌الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د یاد ولایت د یو شمېر ځایي چارواکو په شتون کې د ولایت په مرکز میمنې ښار کې ترسره شول.

په مراسمو کې، مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په خپل توان سره د راستنو شویو کډوالو خدمت کوي او د هغوی ستونزو ته رسېدنه د حکومت له اساسي مسولیتونو څخه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې کډوالو ته د باعزته ژوند برابرول د اسلامي امارت مهم لومړیتوب دی.

همدارنګه مولوي عطاءالله عمري وویل، اسلامي امارت هڅه کوي، څو د هېواد ځورېدلي خلک په ارامه فضا کې، په اسانتیا او د راتلونکي په هیله ژوند وکړي او په بېلابېلو برخو کې له اړینو ملاتړونو برخمن شي.

ورته مهال د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي د لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ او د کډوالو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې د امارتي ادارو پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.

په پای کې، هرې کډوالې کورنۍ ته پینځه زره افغانۍ نغدي پیسې او پینځه بوجۍ ۵۰ کیلویي غنم ورکړل شول.

غزه؛ د صهیونیستي رژیم د وروستیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۳ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې د روغتیایي سرچینو له قوله ویلي، چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم د وروستیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

راپور زیاتوي، چې اسراییلي اشغالګرو د تېر زېږدیز کال د اکټوبر پر ۱۱مه د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند راپدیخوا غزه تړانګه کې لږ تر لږه ۴۸۴ فلسطینیان شهیدان کړي او یو زرو او ۳۲۱ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه‌راز په غزه کې د صهیونیستي رژیم د نسل‌وژنې جګړه کې تر دې دمه له ۷۱ زره  او  ۶۶۰ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره او ۴۱۹ نور ټپیان شوي دي.

مولوي قدرت‌الله جمال: ټولو سیاحتي شرکتونو کارکوونکي به مسلکي زده‌کړې ورکړل شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال د سیاحتي او روغتیايي شرکتونو ټولنې له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ګرځندویانو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کولو، د جوازونو د صادرولو د شرایطو، د سیاحتي شرکتونو د کارکوونکو په مسلکي روزلو او د چارو د لا ښه تنظیم په اړه خبرې شوې دي.

مولوي قدرت الله جمال ویلي؛ د سیاحتي شرکتونو له جوازونو څخه به ناوړه استفاده نه کیږي او هغه چاته به د سیاحتي شرکت جواز ورکول کیږي، چې ګرځندویانو ته ښه خدمات وړاندې کولای شي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د ټولو سیاحتي شرکتونو کارکوونکي به د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند توریزم او هوټلدارۍ انسیټیوټ کې په مسلکي توګه روزل کیږي، ترڅو ګرځندویانو ته د غوره خدماتو په وړاندې کولو سره دغه سکتور پیاوړی شي.

د ګرځندویانو لپاره د خدماتو، امنیت او ویزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ناسته وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ د ګرځندوی اړوندو ادارو له مسؤلینو سره ناسته وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په دغه ناسته کې د ګرځندویانو لپاره د خدماتو په څرنګوالي، د ګرځندویانو د امنیت او د ویزو په برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او حج او عمرې ته د تلونکو لپاره د لا ښو شرایطو د برابرولو په اړه خبرې شوي، ترڅو د ټولو اړوند ادارو په پوره همغږۍ کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو ته په ټولو برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته شي.

په دې ناسته کې مولوي قدرت الله جمال د ګرځندوی سکتور په برخه په دوامداره همغږۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا د هېواد د اقتصاد په وده کې اغیزمن رول لري، چې د اړوندو ادارو په پوره همغږۍ سره دغه سکتور په ښه توګه وده کولای شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاحتي شرکتونو د لا معیاري کولو او ګرځندویانو ته د لا غوره خدماتو وړاندې کولو په برخو کې پوره هڅې کوي.

ورته مهال د بېلابېلو ادارو مسولینو د ګرځندوی سکتور په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړی او د دې سکتور پیاوړتیا یې د ټولو ګډ مسولیت بللی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د غیر مسلکي او غیر فعالو رسنیزو بنسټونو جوازونه لغوه کړل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د رسنیو او خبریالانو له پرله پسې شکایتونو وروسته یې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هر اړخیزه ارزونه کړې ده.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، له هر اړخیزې ارزونې وروسته څرګنده شوې چې د یو شمېر بسټونو د مسولینو غیرې  مسلکیتوب د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل پر ځای خبریالانو او رسنیو ته ستونزې زیږولې او په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیو بنسټونو ته زیان اړولی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، له ارزونې وروسته پرېکړه شوې چې یوازې د درېیو بنسټونو جوازونه تمدید او د پاتې بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي.

د دغه وزارت په وینا؛ یاده پرېکړه به له یوې خوا د خبریالانو او رسنیو د حقونو تامین سربېره د دوی نوم د ناوړه ګتې اخیستنې مخه ونیسي او له بلې‌خوا به د بنسټونو کړنې ګټورې او منظمې شي او د هغوي باور به ساتل شوي وي.

بشکیک او کابل د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی

په بشکیک کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورمې سیاسي څانگې له رییس ایبېک مالابېکوویچ سره لیدنه کړې.

 قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې مولوي عبدالشکور حقاني د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اړیکو پر لا پراخېدو ټینګار کړی او له سیمې سره د افغانستان د سیاسي تفاهم، اقتصادي همکاریو او اتصال د پیاوړتیا په برخه کې یې د قرغیزستان رول او دریځ مهم بللی دی.

دغه‌راز ایبېک مالابېکوویچ هم د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو له پیاوړتیا خوښي څرگنده کړې او د افغانستان د ثبات، پرمختګ او اقتصادي ودې د ملاتړ ډاډ یې څرګند کړی دی.