ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 163

د کابل ښاروال د کرنې او مالدارۍ خونې له رییس او غړو سره لیدنه وکړه

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې له رییس خان محمد فروتن او د مدیره پلاوي له غړو سره لیدنه وکړه.

د کابل ښاروالۍ وایي، چې په دې لیدنه کې د سړو خونو د جوړولو، د وچو میوو د ځانګړو  سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو او پراختیا، د ښاریانو لپاره د خوړو خوندیتوب د تامینولو او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په اړه یې خپل نظرونه شریک کړي دي.

په دې لیدنه کې د کابل ښاروال د دې ادارې راتلونکي پلانونو  تشریح  کړل او ویې ویل؛ کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، د کورني خصوصي سکتور په مرسته یو شمېر سوداګریز مارکېټونه په معیاري او بنسټیز ډول جوړ کړي، تر څو په کابل ښار کې د دوامدار اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره او د پانګونې لپاره خوندي چاپېریال رامنځته شي.

دغه راز نوموړي د ښار په کچه د معیاري سړو خونو د جوړولو او د کورني خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له خونې سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

مولوي عبدالرشید ټینګار وکړ، چې کابل ښاروالۍ به د خصوصي سکتور د ملاتړ او د کورنیو پانګونو د جلب په موخه، اړینې اسانتیاوې برابرې او د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ به هڅه وکړي، چې ښاري خدمتونه په عادلانه ډول پراخ کړي.

ورته مهال خان محمد فروتن د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس او  د مدیره پلاوي غړو، د کابل ښاروالۍ  لاسته راوړنې او کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د کابل ښار د پراختیايي پلانونو د پلي کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره خپله همکاري لا زیاته کړي.

د ناستې په پای کې، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اغېزمن ښاري مدیریت، د یو شمېر سړو خونو د جوړولو، د بهزادسینما په سیمه کې د وچو مېوو لپاره د ځانګړي سوداګریز مارکېټ د جوړولو او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې د ارزښتناکو خدمتونو له امله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د مشرتابه پلاوي له خوا د ستاینلیک په ورکولو او د عزت پګړۍ او چپنې په ایښودلو سره وستایل شو.

تېره ورځ په ارګ کې د اسلامي امارت قلمي او فرهنګي مبارزین وستایل شول


د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع او یو شمېر نورو وزیرانو او امارتي چارواکو په شتون کې، د اسلامي امارت د قلمي او کلتوري مبارزینو ستاینغونډه تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د نظام په استحکام کې د قلمې مبارزې پر ارزښت خبرې کړي او ویلي یې دي، قلم هغه مقدسه او ارزښتناکه وسیله ده چې د ټولنې په اصلاح او د وګړو په اصلاح کې ډېر اغېزناک رول لري، خو په دې شرط چې د قلم تقدس او معنویت وساتل شي او د شخصي اغراضو او هغو وړو موخو لپاره ونه کارول شي چې د اسلام د مبارک دین له اساساتو، انساني کرامت، د ټولنې او اسلامي ارزښتونو او منل شویو عنعناتو سره په ټکر کې وي.

ډاکتر ملا عبدالوسع په تېر جهاد او اوس د نظام ساتنه کې د قلمي مبارزې ارزښت د درک وړ وباله او زیاته کړې یې ده، مبارزین دې د اسلامي امارت دریځ، لومړیتوبونه، په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه او لاسته راوړنې دې لا پېاوړې کړي.

نوموړي ویلي، د هېوادوالو د سعادت په موخه دې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی مهمې توصیې، اساسي پیغامونه او سپارښتنې په داسې فصیح انداز بیان کړي، چې هېوادوال یې په اسانۍ درک کړي او خپل رغنده وړاندیزونه او نېکې مشورې دې په احسنه طریقه له مسولینو سره شریکې کړې.

دغه‌راز د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس د ټولنې د اصلاح، د خلکو د اذهانو د روښانولو او د نظام پر وړاندې مسولیتونو ته قلمي مبارزین متوجه کړل او سپارښتنه یې ورته کړي، چې د هېواد د دښمنانو بې اساسه تبلیغات او ګونګوسې خنثی کړي.

په همدې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، زموږ قلمي او فرهنګي مبارزه په ډېرو کمو امکاناتو پیل شوه او اوس یې لویه ثمره وینو.

نوموړي دېته په اشارې، چې خلک ډېر ستاسو عمل ته ګوري زیاته کړې، په دې مبارزه کې د خلکو د باور ساتل، د ژبې او قلم د عفت او د اسلام مقدس دین د اصولو مراعتول مهم دي.

ورپسې د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد ویلي؛ شرعي نظام او د اسلامي امارت زعامت قلمي او فرهنګي مبارزې ته ځانګړې پاملرنه لري.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت قلمي او فرهنګي مبارزینو د اشغال په ۲۰ کلونو کې څو جبهې ګرمې ساتلې وې او د جهاد د مشروعیت ساتلو، د خلکو ارادې مدیریت، پر باطل د حق بري څخه ډاډ، د دښمن له جنایتونو څخه پرده پورته کول او د مجاهدینو د اتلولیو برجسته کولو په برخو کې یې ارزښتناکې هڅې وکړې.

همدارنګه قاري احمدالله سعید خوستي ویلي، د دغو مراسمو د جوړولو هدف تر فتحې وړاندې د هغو مبارزینو ستاینه ده، چې د اسلامي نظام د قیام او د اشغال د محوه کولو لپاره یې قلم پورته کړی و.
نوموړي زیاته کړې، زموږ مبارزه یوازې په وسله نه وه، بلکې د قلم سنګر فعاله ساتل او د عامه افکارو مدیریت هم و. پخوا به یوازې له منبر څخه ډېره استفاده کېده او اوس د منبر ترڅنګ له ټولنیزو رسنیو او نورو ارتباطي وسایلو څخه استفاده مهمه او حیاتي ده.
قاري سعید خوستي ویلي، اوسمهال اړتیا ده چې له دفاعي حالت څخه د تهاجمي حالت پر لور ولاړ شو او د عمراني او لویو زېربنایي پروژو جوړول، د سوداګرۍ او ټرانزیټ او نړۍ سره د اړیکو پراختیا ته ډېر انعکاس ورکړو.

ورته مهال د ورزش، بدني روزنې او المپیک کمېټې رییس احمدالله وثیق د دغو مراسمو پر جوړولو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، څه موده وړاندې یې له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره لیدنه درلوده او هغه هم د اسلامي امارت د مبارزینو د فعالیتونو پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل، په دې برخه کې باید ارزښتناک کارونه ترسره شي.

 نوموړي څرګنده کړې، دا چې د مغرضو رسنیو لخوا د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلیغات زیات شوي، باید د دغو تبلیغاتو د دفع او ردولو لپاره د مبارزې ډګر لا زیات پیاوړی کړو او د اسلامي امارت د قلمي او فرهنګي مبارزینو لپاره باید د فکري انسجام یو مرکز جوړ شي.

 دغه‌راز نوموړي وړاندیز کړی، چې د فرهنګي او قلمي مبارزې او د شرعي نظام د پالیسۍ او فعالیتونو د انعکاس لپاره باید له معاصرې ژبې او ټکنالوژۍ څخه په پیاوړي ډول استفاده وشي.

همدارنګه  په دې مراسمو کې دوکتور لطف الله خیرخواه په ۲۱ پېړۍ کې اسلام ته ورپېښ ګواښونه تشریح کړی او د ځوانانو او مبارزینو پر بېدارۍ یې ټینګار کړی او ویلي یې دي، دې فکري جګړې ته باید اړین تیاری ولري.

همداراز په دې غونډه کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست مرستیال قاري عبدالستار سعید د لیکوالۍ د اصولو او د علمي او اکاډمیکو مقالو لیکلو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي.

 په پای کې مولوي صبغت الله وصیل په جهاد کې د اسلام د دښمنانو د تبلیغاتو پر وړاندې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د ژبې او قلمي مبارزې په اړه معلومات ورکړي او یاد مراسم د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري په دعائیې پاېته ورسېدل.

ملاهدایت الله بدري او د ترکمنستان سفیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملاهدایت الله بدري د ترکمنستان له سفیر سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او اوږدمهاله اړیکو د پراختیا ترڅنګ، د ګډو همکاریو او په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې په اړه هم خبرې شوې دي.

د ترکمنستان سفیر د ښاغلي وزیر له میلمه پالنې څخه مننه کړې او د یادې پروژې د پرمختګونو او راتلونکو کاري پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړې دي.

 ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزیر د پروژې د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړې او د افغانانو لپاره يې د کاري زمینې برابرولو د اړینو او هر اړخیزو همکاریو پردوام یې ټینګار کړی دی.

دغه‌راز په پای کې دواړو لوریو د پروژې د کار د چټکتیا په موخه ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د روان میلادي کال تر پایه، تر هرات ولایت پورې د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.

تېره میاشت کې څه‌باندې پینځه زره بهرمېشتو هېوادوالو ته پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په مرغومي میاشت کې پینځه زره او ۴۵۳ بهر مېشتو هېوادوالو ته د تابعیت پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي.

یادې ادارې زیاته کړې، په دې خدمتونو کې د دوه زره او ۲۳۴ نویو پېژندپاڼو، د ۵۹۷ مثنی پېژندپاڼو وېش او دوه زره او ۶۲۲ نورو کسانو ته د پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.

بل خوا دې رياست د ۱۴۰۴ کال په یاده موده کې په حضوري ډول کابل ښار کې یو زر او۲۲۹ کسانو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې او ۸۸۵ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې وېشلې او تر څنګ یې ۱۰ زره او ۹۲۴ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په حضوري او غيرحضوري بڼه د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو مسوولیت په غاړه لري او هېوادوالو ته د چټکو او رڼو (شفافو) خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د هوایي ځواک پرمټ واورو کې بند پاتې هېوادوال وژغورل شول

د ملي دفاع وزارت اړوند ٢٠٩ الفتح قول اردو منسوبینو د هوایي ځواک پرمټ د فارياب ولايت لولاش ولسوالۍ اړوند سیمو کې په شدیدو واورو کې بند پاتې هېوادوال خوندي سیمو ته ولېږدول.

د بند پاتې کسانو له ډلې یو شهید او یو ناروغ د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

همدا راز هغه سړکونه چې د شدیدې واورې له امله تړل شوي وو، د ٢٠٩ الفتح قول اردو د تخنیکي ټيمونو په ملتیا بېرته پرانیستل شول.

دغه‌راز د یاد وزارت په وینا، هوايي ځواکونو د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې په واورو کې بند پاتې یو شمېر هېوادوال ژغورلي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې ځیني بیړني ناروغان یې د درملنې لپاره د هوا له لارې هرات ولایت ته لېږدولي دي.

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ سرپل کې راستنو شويو کډوالو ته د مرستو د وېش بهیر پیل شو

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سرپل ولایت ته د سفر پر مهال هلته راستنو شويو کډوالو ته د مرستو د وېش بهیر پیل کړ.

په دې سفر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د علماوو شورا رییس او د سرپل ولایت یو شمېر محلي مسوولینو هم ګډون درلود.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال ویلي، د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د افغانستان اسلامي امارت له اساسي مسوولیتونو څخه ده او اړتیا ده، چې مسوولین د هغوی د ستونزو د هواري لپاره دوامدارې هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اشغال پر مهال ډېری هېوادوال د خپل دین، ناموس او حیثیت د ساتنې لپاره کډوال شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، خو له بده مرغه د ګاونډیو هېوادونو له لوري د ګاونډیتوب او نړیوالو قوانینو خلاف په جبري ډول اېستل شوي او دا مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌القرآن والحدیث مولوي هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د لارښوونې له مخې کډوالو ته د مرستو د وېش بهیر پیل شوی، چې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې اغېزناک تمامېدای شي.

نوموړي راستنو شويو کډوالو ته په خطاب کې ویلي، تاسو سختې ورځې تېرې کړې دي او د افغانستان اسلامي امارت به ستاسو د ملاتړ لپاره له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي؛ د مسوولینو د دوامدارو هڅو په پایله کې به ستاسو ستونزې حل شي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له هېوادوالو غوښتي، چې له راستنو شويو او نورو اړمنو هېوادوالو سره د مرستې او همکارۍ په برخه کې ونډه واخلي، څو هغوی د ژمي په دې ساړه موسم کې له ستونزو سره مخ نه شي.

د اسلامي ملي اردو نږدې ۹۰ تنه منسوبین د BM-21 دستګاه له مسلکي زده‌کړو څخه فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو (۸۶) تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ د مسلکي ښوونځیو د BM-21 دستګاه او د چاودېدونکو توکو د خنثی کولو له څلورنیم میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ مرستیال مولوي محمود “قانع”، ګڼ‌شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:”د توپچي او درنو وسلو زده‌کړې د اسلامي ارزښتونو، ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او په جګړه کې د بریا ترلاسه کولو لپاره اړینې دي؛ نو هڅه وکړئ له یادو زده‌کړو څخه د نظام د تحکیم او پیاوړتیا په برخه کې هر اړخیزه ګټه پورته کړئ.”

په پای کې یادو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړ، چې د سر او وینو په بدل کې به له اسلامي نظام او هېواد څخه دفاع او ساتنه کوي.