ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 164

ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رییس سره لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیرملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرامله رییس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د وزارت په وینا، په لیدنه کې سټیفن روډریکس د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او وویل، دوی هڅه کوي پروژې د خلکو د اړتیاوو پر اساس طرحه کړي ترڅو د کار زمینه برابره شي.

 نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ، چې د وزارت سره به همغږي زیاته کړي او د پروژو په پراختیا کې به لا ډیرې هڅې وکړي.

دغه‌راز ملا عبداللطیف منصور د دوامدارو مرستو قدرداني وکړه او ویې ویل، پروژې باید هغو لرو پرتو سیمو کې عملي شي چې اړتیا ورته لیدل کیږي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې وزارت به د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام سره همکاري وکړي.

په پای کې دواړو لوریو پر لا زیاتو همغږۍ ټینګار وکړ.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله اندونیزیا ته ورسېده

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په اسیا جام کې د ګډون په موخه نن یکشنبه سهار اندونیزیا ته ورسېده.

د فوټسال اسیا جام سیالۍ د راتلونکي سې‌شنبې په ورځ د اندونیزیا په کوربه‌توب پیلیږي.

په دغو سیالیو کې افغانستان په ډي ګروپ کې له سعودي عربستان، ایران او مالیزیا سره مخامخ کیږي.

د کرېکټ نړیواله شورا: که پاکستان د بنګله‌دېش په پله لاړ شي، نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي

انډین اېکس‌پرېس ورځپاڼې د کرېکټ نړیوالې شورا له قوله خبر ورکړی، چې که پاکستان د بنګله‌دېش په څېر په نړیوال جام کې له ګډون څخه په شا شي، نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

 دغې ورځپاڼې ویلي، چې له نړیوال جام څخه د پاکستان شاته کېدو په صورت کې به کرېکټ نړیواله شورا د پاکستان دوه اړخیزو لوبلړیو لغو کېدل، د پاکستان کرېکټ غوره لیګ څخه د بهرنیو لوبغاړو منه کول او له اسیا جام څخه د پاکستان بشپړ ویستلو له بندیز سره مخ شي.

 کرېکټ نړیواله شورا وروسته له هغې پاکستان ته اختار ورکوي، چې د دغه هېواد کرېکټ‌بورډ مشر محسن نقوي ویلي و، که حکومت ورته اجازه ورکړي، نو دوی به هم د بنلګه‌دېش لاره غوره کړي.

د مولوي عبدالسلام حنفي له لوری په بلخ کې راستنو شویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شوه

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون (شنبه، سلواغې ۴مه) د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته د سفر پر مهال راستنو شویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.

مولوي عبدالسلام حنفي له هېوادوالو وغوښتل، چې د ژمي په موسم کې له راستنېدونکو او نورو اړمنو کورنیو سره مرسته او همکاري وکړي، ترڅو د هغوی ستونزې راکمې شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې مرستې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم له مخې په هر ولایت کې د دوه زره او ۲۰۰ مستحقو راستنو شویو کورنیو لپاره په پام کې نیول شوې دي، چې هرې کډوالې کورنۍ ته به ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو پلاوي د ښاغلي حقاني سره په لیدنه کې د افغانستان امنیت او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ستاینه کړې

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د مرستیالې مېرمن روزمیري ډي‌کارلو په مشرۍ له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراختیا، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو، د اقتصادي ثبات د پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته پر شته محدودیتونو د لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت خبرې شوې دي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي، چې د نشه‌یي توکو د کرکېلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات شوي، چې مثبتې پایلې یې لرلې دي.

دغه‌راز په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او د واقعي شرایطو په رڼا کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو پلاوي د امنیتي وضعیت او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د پرمختګونو ستاینه کړې او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.

دغه‌راز یاد پلاوي د دوامدار تعامل پر ساتلو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان په ابتکار د دوحې ناستو د درېیمې پروسې له مخې، د یادې پروسې په ترڅ کې جوړ شوي کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته د افغانستان په کوربتوب په کابل کې ترسره کړي.

مولوي امیر خان متقي: له افغانستان څخه بهر د مخدره توکو د کښت دوام کولی شي ټولې نړۍ ته زیان ورسوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې روزمېري ډي‌کارلو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کتنه دواړو لوريو د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيزې خبرې شوې دي.

 مولوي امیر خان متقي د افغانستان په سیاسي وضعیت، امنیت، د اقتصادي ثبات په هڅو او راستنو شویو ګډوالو د‌ ښه مدیریت او هغوی سره د اړینو همکاریو په تړاو د اسلامي امارت د مثبتو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې نه یوازې د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره بلکې د بشري مرستو رسولو لپاره هم اړینه ده، چې د افغانستان په بانکونو بانکي محدودیتونه لرې او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي، څو خصوصي سکتور د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په عادي ډول فعالیت وکړای شي.

 همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي اقداماتو یادونه کړې او په ورته وخت کې اندیښنه ښودلې چې که په سیمه کي له افغانستان نه بهر د مخدره موادو د کښت مخه ونه نیول شي، نو نه يوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ به هم د تېر په څېر یو ځل بیا ترې زیانمن شي.

دغه‌راز روزمېري ډي‌کارلو د میلیونونو راستنو شویو کډوالو ښه مدیریت او بشري مرستو کې شفافیت، مخدره توکو سره د مبارزې، د معتادینو درملنه او په نورو برخو کې د اسلامي امارت مثبت اقدامات ستایلي دي.

نوموړې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ګروپونو (د مخدره توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور د د ملاتړ) اړوند د خپلې همکارۍ یادونه کړې او یادې ناستې یې د ټولو په ګټه بللې دي.

 اغلې روزمیري همداراز هیله څرګنده کړې، چې د یادې پروسې په نورو موضوعاتو کې هم ګډ کار ته زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له هېواده بهر د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو د بند پاتې بشري مرستو رسولو کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې او دا مرستې یې افغان ولس ته اړينې بللې دي.

دغه‌راز په پای کې دواړو لوریو د داډول ناستو د زیاتوالي او د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړې ده.