ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 165

سید عباس عراقچي زلنسکي ته؛ ایران د خپل ځان د دفاع توان لري او ستاسو په څیر بهرنیو مرستو ته اړتیا نه لري

په داووس نړیوال اقتصادي فورم کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي څرګندونې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له غبرګون سره مخ شوې دي.

عراقچي په اېکس پاڼه کې په خپل پیغام کې زلنسکي تورن کړی، چې د لویدیځو هېوادونو په مالي سرچینو تکیه کوي او په ورته وخت کې د امریکا د ایران پر ضد پوځي اقدام ملاتړ کوي.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې ایران د خپل ځان د دفاع توان لري او بهرنیو مرستو ته اړتیا نه لري.

د ښاغلي عراقچي دغه غبرګون داسې مهال کېږي، چې زلنسکي په خپل وینا کې د ایران د اعتراض کوونکو وضعیت ته اشاره کړې وه او ویلي یې و، چې نړیوال ملاتړ د اعتراض کوونکو لپاره کافي نه دی.

بنګله‌دېش له افغانستان سره د پنبې په برخه کې سوداګرۍ ته لیوالتیا ښودلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په بنګله‌دېش کې د ټوکر له یو شمېر تولیدي کارخونو لیدنه وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د پنبې صادراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې سوداګرۍ د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د بنګله‌دېش د ټوکر تولیدوونکې او صادروونکې ټولنې د افغانستان د پنبې د ترلاسه کولو او د دوامدارو سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره خپله خوښي او لیوالتیا څرګنده کړې ده.

مولوي احمدالله زاهد ویلي، افغانستان د لوړ کیفیت طبیعي پنبه لري، که په پروسس او معیاري‌کولو کې یې پانګونه وشي، کولای شي د سیمې او نړۍ په بازارونو کې خپل ځانګړی ځای ومومي.

دغه‌راز نوموړي بنګله‌دېشي سوداګرو او د کارخونو مالکانو ته بلنه ورکړه، چې له افغان سوداګرو سره مستقیمې اړیکې جوړې کړي او د ګډو همکاریو له لارې دواړو لوریو ته ګټه ورسوي.

د جنوبي په شپږو ولایتونو کې څه‌باندې اوو زره راستنو شویو کډوالو ته د غنمو د وېش لړۍ پیل شوه

د کرنې ورازت وایي، د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي شفقت او مهربانۍ له مخې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه او د اداري او مالي مدیریت په تخنیکي همکارۍ، د کندهار په ګډون په شپږو ولایتونو کې د اووه  زره او ۲۰۰ غریبو او تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو د ویش بهیر رسماً پیل شو.

د یاد وزارت مسولین وایي، چې د یادو کډوالو د ټاکلو او نوم‌لیکنې پروسه تر دې وړاندې په بشپړه توګه ترسره شوې وه او اوس مهال د غنمو وېش عملي پړاو ته داخل شوې ده.

د چارواکو په وینا، د هر ولایت لپاره ۳۰۰ ټنه غنم د ۱۲۰۰ غریبو او راستنو شویو کډوالو کورنیو لپاره ځانګړي شوي دي، چې له مخې به یې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلو ګرامه غنم د یوې شفافې، منظمې او عادلانه پروسې له لارې په نږدې ورځو کې ووېشل شي.

ورته مهال راستنو شویو کډوالو دغه اقدام پر خپل وخت او پر ځای اقدام بللی او د افغانستان د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی څخه مننه کوي، چې تل یې د راستنو شویو کډوالو او اړمنو کورنیو ملاتړ کړی او دا ځل هم د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه غنم تېر کال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم له مخې پېرل شوي وو، چې اوس مهال یې ټاکل شوې اندازه غنم په یادو شپږو ولایتونو کې پر غریبو او نویو راستنو شویو کډوالو کورنیو باندې د هغوی په خپلو ولایتونو کې ویشل کېږي.

مسولین ډاډ ورکوي، چې د مرستو د وېش بهیر به د بشپړې روڼتیا، عدالت او منظم مدیریت تر اصولو لاندې پر مخ ولاړ وي، تر څو مرستې رښتینو مستحقینو ته ورسېږي او د هغوی د ژوند د ستونزو په کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې، ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري له خوا دغه بهیر په شمالي ولایتونو کې  پیل شوی او په نورو ولایتونو کې به هم ډېر ژر پیل شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: اسراییل یو ځل بیا پر ایران د برید لپاره د فرصت په لټه کې دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، داسې نښې شته چې اسراییل پر ایران د برید لپاره د فرصت په لټه کې دی او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدام کولای شي سیمه لا بې‌ثباته کړي.

ښاغلي فیدان تېره ورځ له ترکي تلویزیوني شبکې «NTV» سره په مرکه کې ویلي: «هیله لرم چې هغوی بله لاره غوره کړي، خو حقیقت دا دی چې اسراییل، په ځانګړي ډول، پر ایران د برید لپاره د فرصت په لټه کې دی.»

د «ترکیه ټوډې» خبري وېب‌پاڼې د راپور له مخې؛ کله چې له ښاغلي فیدان څخه وپوښتل شول، چې ایا دا ارزونه پر امریکا او اسراییل دواړو تطبیقېږي که نه، نوموړي وویل چې په ځانګړي ډول اسراییل د داسې یوه فرصت په لټه کې دی.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې نوموړي د خپل وروستي سفر پر مهال دغه اندېښنې په مستقیم ډول له ایراني چارواکو سره شریکې کړې دي.

هاکان فیدان وویل: «کله چې څو ورځې وړاندې تهران ته ولاړم، د یوه دوست په توګه مې د دې بهیر په اړه ټول جزییات ورسره شریک کړل.»

نوموړي زیاته کړه: «او تاسو پوهېږئ، دوست تل تریخ حقیقتونه وایي.» دا څرګندونې هم د «ترکیه ټوډې» له لوري را نقل شوې دي.

د ښاغلي فیدان دا خبرداری وروسته له هغه مطرح شو، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ په ټلیفوني اړیکه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وویل، ترکیه په ایران کې د هر ډول بهرني لاسوهنې مخالفت کوي او د خپل ګاونډي هېواد سولې او ثبات ته ارزښت ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و، چې د ایران پر لور یې له پرمختللیو پوځي تجهیزاتو ډکه جنګۍ بېړۍ استولې، خو هیله یې څرګنده کړې چې کارولو ته یې اړتیا پېښه نشي.

په هلمند، کونړ او روزګان کې اوږدمهاله شخړې په دوستۍ بدلې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، په هلمند، کونړ او روزګان ولایتونو کې هغه اوږدمهاله شخړې، چې د انساني تلفاتو او ټولنیزو زیانونو لامل شوې وې، د یادو ولایتونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو د مسولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو د هلو ځلو په پایله کې په دوستۍ بدلې شوې.

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د خلچ په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۵ کلنه دښمني، چې له امله یې اته تنه وژل شوي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، دیني علماوو، قومي مشرانو او ځایي مسولینو په منځګړیتوب حل شوه، دواړو لوریو یو بل ته عفو وکړه او یاده دښمني په دوستۍ بدله شوه.

بلخوا، په کونړ ولایت کې د ځمکو پر سر رامنځته شوې اته کلنه شخړه هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او ځایي مشرانو د هڅو له لارې حل شوه.

دغه‌راز د منځګړو له لوري دواړه ښکېل لوري راټول شول، له څېړنې وروسته حق حقدار ته وسپارل شو او شخړه د دواړو لوریو په بشپړ رضایت پای ته ورسېده.

همدارنګه، د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ هغه شخړه، چې له دواړو لوریو پکې ۱۵ تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له لوري د رابلل شوې دودیزې جرګې په ترڅ کې هواره شوه.
په یاده جرګه کې دیني علماوو د دښمنۍ پر ناوړه پایلو خبرې وکړې او دواړه لوري یې سولې ته وهڅول.

د خبر له مخې، په پایله کې دواړو کورنیو د منځګړو پرېکړه ومنله، یو بل ته یې غاړه ورکړه او د مسولینو له هڅو یې مننه وکړه.

تېره میاشت په ټول هېواد کې څه‌باندې ۱۱ زره زېږون‌کارتونه وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په مرغومي میاشت کې د ټول هېواد په کچه۱۱زره او ۴۶۰ کسانو ته زېږون‌کارتونه وېشلي، چې اته زره او ۱۸ یې د لویانو او درې زره او ۴۴۲یې د ماشومانو دي.

ارقام ښيي، چې د روان کال په مرغومي میاشت کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه (اووه زره او ۱۲۱) کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، خوست د ۹۶۶، بلخ د ۷۴۸، ننګرهار د ۷۴۱ او هرات د۳۰۸ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.

 له بل لوري ارقام څرګندوي چې شپږ زره او ۴۳۹ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې پینځه زره او ۲۱ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصایو برخو له‌خوا وېشل شوي دي.

همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال مرغومي میاشت کې د ټول هېواد په کچه دوه زره او ۴۶۰ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې، چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، هلمند، کندهار، پکتیا او خوست ولایت کې دي.

د لومړي ځل لپاره د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټبال اسیایي شورا څخه سترې پروژې ترلاسه کړې

د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر د فوټبال اسیايي شورا په رسمي ناسته کې د افغانستان فوټبال پرمختګ لپاره د څو سترو پروژو قراردادونه ترلاسه کړي.

په دغو قراردادونو کې د هرات او غزني ولایتونو فوټبال لوبغالو بیا رغونه او په لوګر ولایت کې د یو نوي لوبغالي جوړېدنه شامل دي.

همداراز په دغه ناسته کې د کندهار او بلخ د لومړنیو فوټبال لوبغالو رغونه نهايي شوې ده، چې ډېر ژر به یې قرارداد وشي.

د دغو لاسته راوړنو تر څنګ په یاده ناسته کې د فوټبال اسیايي شورا سره په بدخشان کې د فوټبال نوي سټیډیم جوړونه او د کابل فوټبال سټیډیم بیا رغونه شریک شوي دي.

اروپايي ټولنې د زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې څه‌باندې ۵۵میلیونه یورو مرسته کړې

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې هڅه کوي په افغانستان کې ټولو ماشومانو ته د خوندي او باکيفیته زده‌کړو فرصتونه رامنځته کړي.

یاده ټولنه وايي، د ماشومانو د ساتنې سازمان سره په شریکه د فخر پروژې په چوکاټ کې د ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په برخه کې ۶ میلیونه یورو پانګونه کوي.

دغه راز اروپايي ټولنې د یونسکو د ۴.۷ میلیونه یورو په همکارۍ په شپږو ولایتونو کې ۷ زره او ۵۰۰ نویو ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

اروپايي ټولنې ویلي، تر دا مهاله يې نږدې ۲۰ میلیونه یورو د خوړو نړیوال پروګرام له لارې په افغانستان کې په ښوونځیو کې د خوړو لپاره ځانکړې کړې دي.

د یادې ټولنې په وینا، د یونیسف له لارې په افغانستان کې ۲۵ میلیونه یورو پانګونه کوي؛ تر څو ډاډ تر لاسه کړي، چې دولتي ښوونځي د زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال ولري.

ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ سوداګریزه ناسته؛ د دوه اړخیزه سوداګرۍ د پراختیا او ګډې پانګونې په اړه خبرې شوي

د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ د افغان پلاوي او د بنګله‌دېش د سوداګرۍ ټولنې ترمنځ سوداګریزه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو سوداګرو د سوداګرۍ د پراختیا د لارو چارو، د ګډې پانګونې، بازار موندنې او د دومداره همکاریو په تړاو خبرې وکړې.

ښاغلي زاهد په دې ناسته کې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو باوري بازار وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو  لا پراختیا، د سوداګریزو پلاوو تګ – راتګ او د خصوصي سکتور د مستقیم تعامل پر ارزښت ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې دا ناسته د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او عملي مشارکتونو پر لور یو مهم ګام بلل کېږي.