ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 168

مولوي امیرخان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون له پلاوي سره لیدنه کړې

د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون د اسیا او ارام سمندر د سیمې له مسول الکساندر متيو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د راستیندونکو افغان کډوالو او د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د بیړنیو مرستو، د دوی د اساسي اړتیاوو، او د صحت په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر له افغانانو سره د ایاد فدراسیون مرستې وستایلې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو مدیریت لپاره ټول امکانات په کار اچولي دي.

همدا راز ښاغلي متيو ویلي، غواړي چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بشري مرستو اړوند اړین معلومات راټول او د مرستو د تشې کمولو لپاره له اړونده لورو سره خپلې هڅې جاري وساتي.

برېتانیا خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره له افغانستان سره ۸ میلیونه پونډه مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) ویلي، برېتانیا په افغانستان کې د تر ټولو زیانمنو ماشومانو او مېندو د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره ۸ میلیونه پونډه مرسته کړې.

دغه مرسته به د یونېسف، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او خوړو نړیوال پروګرام له لوري « د لومړنۍ تغذیې نوښت» طرحې په چوکاټ کې افغانستان کې ولګول شي. 

د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام په مستقیمه توګه شاوخوا ۱۵۰ زره ماشومان او ۶۴۰ زره شېدې ورکوونکې مېرمنې تر پوښښ لاندې راولي.

پوتین نن په مسکو کې د ټرمپ له ځانګړي استازي سره لیدنه کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښایي نن (پنجشنبه، سلواغې دویمه) د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي  سټیو وېټکاف سره په مسکو کې لیدنه وکړي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین د روسیې د امنیت شورا له غړو سره په ناسته کې د امریکا له ځانګړي استازي سره د خپلې لیدنې موخې روښانه کړې دي.

د روسیې ولسمشر ویلي چې د ټرمپ ځانګړی استازی د اوکراین کړکېچ د حل په تړاو د خبرو اترو د دوام لپاره مسکو ته راځي.

نوموړي زیاته کړې، غواړي د ډونالډ ټرمپ د بلنې پر اساس د سولې په بورډ کې د روسیې د ګډون جزییات هم وارزوي.

کرېکټ؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې وېسټنډیز ته په دویمه لوبه کې د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه نړۍواله لوبه کې وېسټنډیز ته د ۳۹ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکې‌والی ترلاسه کړ.

 د لوبې پچه د وېسټنډیز لوبډلمشر برانډن کینګ وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه يې وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د دروېش رسولي ۶۸، صدیق اتل ۵۳، عضمت‌الله عمرزي ۲۶ او ابراهیم ځدارڼ د ۲۲ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف ورکړ.

په ځواب کې وېسټ‌انډیزۍ لوبډله ونه توانېده، چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او د لوبې په ۱۸.۵ اور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او له افغان لوبډلې یې د ۳۹ منډو په لوی توپیر ماتې وخوړه.

په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې لپاره مجیب‌الرحمن ځدراڼ څلور، فضل‌‌الحق فاروقي او عضمت‌الله عمرزي ۲-۲ او لوبډلمشر راشد خان یو لوبغاړی وسوځاوه.

مجیب‌الرحمن ځداراڼ د هیټریک کولو ترڅنګ د څلور لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او وېسټنډیز درېيمه او وروستۍ لوبه به نن پنجشبنه د جنورۍ پر ۲۲مه نېټه د شپې ۷:۰۰ بجې پیل شي.

له دې لوبلړۍ وروسته به افغان ملي لوبډله په شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کوي، چې په خپل ګروپ کې له جنوبي افریقا، نيوزيلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره لوبې لري.

مولوي مطیع‌الحق خالص: بشري موضوعاتو ته باید په نړۍواله کچه پاملرنه وشي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړۍوال فدراسیون (IFRC) د اسیا پاسیفیک برخي له رییس الکساندر متیو او د افغانستان لپاره د IFRC له مسول ډاکټر حسام فیصل سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، وچکالۍ او چاپېریالي ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل؛ افغانستان د وچکالۍ له امله ډیر زیانمن شوی، د افغانستان طبیعي یخچالونه مخ پر ویلې کېدو دي، د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې، د کرنې او مالدارۍ سکتورونه سخت زیانمن شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، په ډیرو ولایتونو کې خلک د خپلو مېنو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، په یو شمېرو ولایتونو کې خلک حتی خپلو څارویو لپاره اوبه په بیه اخلي.

ښاغلي خالص وویل؛ له بلې خوا د کډوالو ستونزې هم د اندیښنې وړ دي، چې که دې برخو کې نړۍوالې مرستې و نه شي وضعیت به نور هم خراب شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې بشري موضوعاتو ته باید په نړۍواله کچه پاملرنه وشي او دغه‌راز د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون (IFRC) له مسوولینو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د چاپېریالي ستونزو، کرنې او مالدارۍ او د اوبو د مدیریت په برخو کې دې همکاري وکړي.

د سره صلیب نړۍوال فدراسیون (IFRC) د اسیا پاسیفیک برخي مشر الکساندر متیو وویل، افغانستان ته زما د سفر موخه همدا ده، چې د کډوالو، زلزله ځپلو ستونزې له نږدې وګورم او همداراز غوښتل مې چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په هکله هم معلومات ولرم.

نوموړي زیاته کړه، موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او کوښښ به وکړو چې په نړۍواله کچه د افغانستان لپاره د مرستو راجلبولو زمینه برابره شي.

دغه‌راز ښاغلي متیو د افغانستان لپاره د IFRC مسول ډاکټر حسام فیصل ته سپارښتنه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره خپلو ګډو او نږدې همکاریو ته دوام ورکړي.

په پای کې مولوي مطیع‌الحق خالص ډاډ ورکړ، چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره چمتو ده له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره ګډې تخنیکي طرحې او پلانونه شریک کړي، ترڅو په پلي کېدو سره يې اړین اقدامات ترسره شي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې لوی رییس د آذربایجان له سفیر سره لیدنه وکړه

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په لیدنه کې د پېښو د مدیریت په برخه کې د همکاریو پر څرنګوالي او د دواړو لوریو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

ملا نورالدین ترابي آذربایجاني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې آذربایجان له پخوا تر اوسه د افغانستان له خلکو سره ښې اړیکې لرلې دي او موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت بشري ډیپلوماسي غیرسیاسي ده، خو سوداګریزې او بشري اړیکې کولای شي لویې ستونزې حل کړي.

ښاغلي ترابي وویل، چې د یادې ادارې له اساسي دندو څخه یوه د ماین پاکۍ د فعالیتونو همغږي ده او هیله یې څرګنده کړه، چې آذربایجان به د تمویل کوونکو هېوادونو له لارې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه د لټون او ژغورنې د ټیم د تجهیز او روزنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د خلکو د لومړیتوبونو یو لړلیک ترتیب شوی او بشري مرستې کولای شي د همدې لړلیک له مخې تنظیم شي.

ورته مهال، د آذربایجان سفیر الهام محمدوف وویل، چې دواړه هېوادونه کلتوري او دیني مشترکات لري، چې دا چاره د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د آذربایجان سیاست د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه ده.

دغه‌راز الهام محمدوف وویل، چې آذربایجان په نړیوالو کنفرانسونو کې د اسلامي امارت استازیتوب درلودلې او په یوه بل نړیوال کنفرانس کې، چې راتلونکی کال به په آذربایجان کې ترسره شي، د افغانستان استازي ته به هم بلنه ورکړل شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې هېواد یې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی او هیله یې څرګنده کړه، چې افغانستان د ودې او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.

ښاغلي سفیر زیاته کړه، چې دا مهال د آذربایجان د پراختیایي بودیجې پر طرحه کار روان دی او هڅه کېږي، چې د افغانستان موضوع هم پکې شامله شي.

سربېره پر دې، هغه وویل چې په آذربایجان کې د همدې ادارې په څېر یوه اداره شته او پلان لري، چې د دواړو هېوادونو د ماین پاکۍ ادارو ترمنځ د تجربو د شریکولو لپاره ګډه ناسته جوړه کړي.

په پای کې، دواړو لوریو یو بل ته یادګاري ډالۍ ورکړې او د دواړو هېوادونو د بریالیتوب هیله یې څرګنده کړه.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه وکړه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.

 د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، غونډې ته په هغو سکټورونو کې چې پانګونه پکې نه وي شوې، نویو پانګوالو او صنعت‌کارانو ته د مالیاتي معافیت موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې له بحث وروسته د اړوندو ادارو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو په دې اړه جوړ شوی سند د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره بشپړ او په لنډ وخت کې خپل راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همدارنګه په هېواد کې د اوبو رسونې شبکو د حفظ او مراقبت او د څښاک پاکو اوبو د ژورو غیرفعالو څاګانو د بېرته فعالولو پر طرحه له بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، چې د یادې طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه ترسره او راپور یې په ټاکلې نېټه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

اقتصادي معاونیت په وینا، همداراز د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو پر طرحه هم له بحث وروسته د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، څو د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د شته ځمکې پرځای د طرحې وړاندې کوونکي شرکت ته بدیله ځمکه په نښه او خپل راپور دې کمېټې ته په ټاکلي وخت وړاندې کړي.

ملا عبداللطیف منصور: د هېواد د ابادۍ بهیر باید لا ګړندی شي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت له مرستیال والي مولوي محمد انور دین‌پرور، د یاد ولایت له ښاروال، د اداري اصلاحاتو، د پېښو پر وړاندې د مبارزې، د ولایت مقام د دفتر، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، د مخابراتو، د کانونو او پټرولیم، د سوداګرۍ خونې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، د ټرانسپورټ له رییسانو او د جلال‌اباد له مرستیال ښاروال سره لیدنه کړې ده.

یاد وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت مسوولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی خبرې واورېدې او ویې ویل، چې موږ او تاسې ټول باید د هېواد د آبادۍ په لاره کې نه‌ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو؛ ځکه دا کړېدلی او ځورېدلی ولس پر موږ او تاسې ډېر حق لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه د هېواد د آبادۍ په برخه کې ګڼې پروژې پلې شوې دي او دا لړۍ باید لا ګړندۍ شي.